د افغان کلتور نړیواله ورځ د افغانانو د کلتوري ارزښتونو او ميراثونو په اړه د ويناوو تر څنګ، د افغانانو د ملي لوبو، نندارو، د ملي کاليو، لاسي صنايعو، انځورونو، کتابونو، عتيقه آثارو په نندارتونونو، د پغمان دودیزې مشاعرې او ټنګ ټکور د پغمان په ماڼۍ کې ونمانځل شوه.

غونډې ته د دې جشن د نمانځنې د تدارک کمېټې مشر ډاکټر خوشال روهي په خپله وینا کې له کوټې، پېښور او نورو بېلابېلو سیمو راغلو مېلمنو ته هرکلی ووایه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغې ورځې نمانځل به وکولای شي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانانو د کلتوري هویت په ساتنه او بډاینه کې مرسته وکړي او هوډ یې څرګند کړ چې له دې وروسته به هر کال په شاندارو مراسمو دا ورځ په بېلابېلو ځایونو کې نمانځي.

غونډې ته د افغانستان د ولسمشر په پیغام کې د دغه جشن د جوړېدو مبارکي ورکړای شوې وه او د مدني فعالینو دا نوښت ستایل شوی او دغه راز هیله څرګنده کړې وه چې له دې وروسته به هر کال د افغان کلتور نړیواله ورځ په رسمي ډول په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

د افغانانو د کلتور په بېلابېلو اړخونو د عبدالغفور لېوال په ګډون یو شمېر شخصیتونو معلومات ورکړل او تصویري پرېزنټشن یې وړاندې کړ.

ډاکټر انوارالحق احدي د غونډې د ارزونې په برخه کې د دغه جشن جوړېدل وستایل او دا یې د افغان کلتور د بډاینې او ساتنې لپاره پوخ ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې له دې وروسته هر کال په رسمي ډول ونمانځل شي.

عالمزیب مندړ د کوزې پښتونخوا مېلمنو په استازیتوب په خپله وینا کې وویل، “موږ هم په کوزه پښتونخوا کې یو شمېر پروګرامونه درلودل، خو دلته راتګ او په دې غونډه کې ګډون مو هم خپل لومړيتوب باله”. هغه زیاته کړه: موږ غواړو د کوزې پښتونخوا د میراثونو او شتمنیو او فرهنګ بېلګې درته شریکې کړو او د دې ځای هغه یې هلته. موږ د لرو بر د اصلاحاتو له منځه وړل او د یوه افغان شتون غواړو.

د یادولو وړ ده چې د افغان کلتور د نړیوالې ورځې د نمانځلو پرېکړه تېر کال د کرښې په دوه غاړو کې د بېلابېلو مدني ټولنو او د مدني ټولنو د چترونو د استازو په تېره بیا د افغان – پاک ولسي تړون په غونډه کې وشوه او ټاکل شوې چې تر دې وروسته به هر کال د تلې لومړۍ ( د سپټمبر ۲۳) نېټه نمانځل کېږي.

د دې ورځې د نمانځنې لپاره په کابل کې د پغمان ماڼۍ جشن د مدني ټولنو د استازو د تدارک د ګډې کمېټې لخوا او په نورو سیمو او هېوادونو کې د بېلابېلو مدني ټولنو له خوا ونمانځل شو.

عبدالله الهام

د جشن د تدارک کمېټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *