تاند- په عربي هېوادونو کې د ښځو کارګرو شمېر د دنیا تر بل هر ځای کم دی خو په وروستیو کلونو کې د سیاستوالو ښځو شمېر پکې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.

په ملګرو ملتونو کې د ښځو له چارو سره د اړوندې ادارې مرستیالې لکشمي پوري رسنیو ته ویلي دي چې د الجزایر په عربي هېواد کې د پارلمان دېرش فیصده استازي ښځې دي او دومره لوړه فیصده د نړۍ په پارلمانونو کې کمسارې ده.

1دغه راز د سعودي عربستان د پاچا له حکم سره سم د دغه هېواد د مشورتي شورا په یوسلوپنځوس غړیو کې د دېرش کسه ښځو حضور ضروري بلل شوی دی. البته، په عربي هېوادونو کې په وروستیو کلونو کې د ښځو سیاسي حقونو ته د توجه له زیاتېدا سره سره، دغه هېوادونه اوس هم په پارلمان کې د ښځو د فیصدي له نظره د دنیا له متوسطې اندازې وروسته پاتې دي.

په نړۍ کې په متوسط ډول د پارلمانونو شل فیصده استازي ښځې تشکیلوي خو په عربي هېوادونو کې په متوسط ډول یوازې دولس فیصده استازي ښځې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *