نجیب منلی –
(اسدي توسي ۴۶۵هـ.س مړ)
په پښتو کې تر ټولو غوره او پیاوړی ژباړن چې ما ته مالوم دی خوشال خان خټک دی ځکه چې ژباړې یې، په نثر دي او که په نظم، خورا دقیقې او په تول پوره دي.
د وخت له رسم سره سم کله چې کوم شاعر یا لیکوال لنډ متن ژباړي (یانې کله چې د یو متن یوه لنډه برخه ژباړي) خوشال خان هم ډېر ځله اصل متن نه په ګوته کوي، خو هغه د ګوتو په شمار موارد چې ما ته په ګوتو راغلي د عالي ژباړې ټول خصوصیات لري.
د اسدي توسي قصیده «حجت شب و روز» د پارسي ژبې په ډېرو غوره نمونو کې یادېږي. البته اسدي خپله قصیده، د قصیدې له سیاسي او چاپېریالي شرایطو سره سم د خپل ممدوح په مدح کې ویلې، د شپې او ورځې مناظره یې یوازې د تشبیب حیثیت لري خو خوشال همدغه تشبیب د اصل موضوع په بڼه منلی دی.
دلته د خوشال د ژباړې پر کیفیت قضاوت لوستونکو ته پرېږدم، خو په خپله همدومره وایم چې د پښتو ادبیاتو زده کوونکي چې له ژباړې سره علاقه لري باید د اصل متن او ژباړې هرې مسرې ته په دقت سره تم شي، یو کتاب موضوعات په کې پراته دي.
دلته لومړی د خوشال خان ژباړه وړاندې کوم او ورپسې د اسدي قصیده:
د شپې او ورځې مناظره / خوشال خان خټک:
حجت د ورځو شپو دی ته یې و نغوږه همدمه
که ښه فهم پرې وکړې ځان به خلاص کړې له المه
چې ورځ او شپې حجت کړ، یو له بله یې صفت کړ
ویل یې منتشر شول هم له مدحه هم له ذمه
شپې ووی چې ای ورځې زما فضل تر تا زیات دی
په دا سبب چې زه یم په ازل تر تا قدمه
دوستان د خدای طاعت او بندګي ډېره په شپه کا
د شپې سجده په قدر وي د ورځې له قیمه
موسی و کوه طور وته له قومه تلل په شپه کړل
هم لوط په شپه جدا شو له بېداده له ستمه
احمد مې له اسمانه په شپه میاشت کړله راکوزه
معراج وته یې تلنه هم په شپه وه له حرمه
یو څو وخته په تا کې دي چې لمونځ دی په کې منع
زه درسته په طاعت په عبادت یم مکرمه
تر زرو میاشتو بهه ده په فضل او په کرم کې
یوه شپه د شبقدر خبر واخله له عالمه
اسمان وته چې وګورې په ورځ یو شین ګومبت دی
په شپه چې ورته ګورې ښایسته دی تر ارمه
زه شپه یم ستر پوښه عیب فاشه مې ته ورځ یې
راحت مومي له مانه ته مې ډکه یې له غمه
چې ورځې مې له شپې نه دا د مدحې ویل غوږ کړل
په ورو یې ورته ووې چې خوله چوپه کړه له ذمه
لږ وار و ما ته راکړه چې زه هم درته ووایم
څو ته هسې ګډېږې په خبرو نا محکمه
روژه چې مومنان سړي لري واړه په ورځ ده
مجمع په عرفات باندې په ورځ ده له اممه
اختر دی که جمعه ده که عمره که عاشوره ده
دا همه واړه په ورځ دي دا له عقله له فهمه
په وخت د قیامت به د عالم حشر په ورځ وي
ایجاد د واړه خلکو هم په ورځ و له عدمه
په ما سترګې رڼا شي د عالم په تا تاریکې
یادېږم په ویل کې رڼا ورځ له توره تمه
زما څېره، ګونه ده له اسلامه ستا د کفر
د عید جامه زما ده ستا جامه ده له ماتمه
ته په مثل د بادشاه یې میاشت و ستوري دې لښکر دي
لښکر دې تار په تار شي چې ورځ و خېژي له همه
که پټ وي په وریځ کې هم تر میاشتې لمر تېری کا
همه عالم خبر دی چې زر ښه دي له درمه
چې سیر د ګلونو د ګلزار کا یا څوک ښکار کا
هغو وته په قطع نه ده شپه له ورځې سمه
په ما کې فریضه لمونځونه ډېر، په تا کې لږ دي
په تا کې ځکه کم شو چې ته یې له ما نه کمه
حجت شب و روز / ابو نصر علی بن احمد اسدی توسی
بشنو از حجت گفتار شب و روز بهم
سرگذشتی که ز دل دور کند شدت و غم
هر دو را خواست جدال از سبب بیشی و فضل
در میان رفت فراوان سخن از مدحت و ذم
گفت شب فضل شب از روز فزون آمد از آنک
روز را بازز شب کرد خداوند قدم
قوم را سوی مناجات بشب برد کلیم
هم بشب گشت جدا لوط ز بیدادو ستم
قمر چرخ بشب کرد محمد به دونیم
سوی معراج بشب رفت هم از بیت حرم
هر مهی باشد سی روز و بفرقان شب قدر
بهتر از ماه هزار است ز بس فضل و حشم
سترپوش است شب و روز نماینده عیوب
راحت افزاست شب و روز فزاینده الم
منم آن شاه که تختم زمی است ایوان چرخ
مه سپردار و همه أنجم سیار خدم
آسمان از تو بود همچو یکی فرش کبود
وز من آراسته بر مثل یکی باغ ارم
بررخ ماه من آثار درستی است پدید
بر رخ و چهره ٔ خورشید تو آثار سقم
راست خورشید تو چندانکه بسالی برود
کم بماهی برود ماه من از کیف و ز کم
روز کاین از شب بشنید شد آشفته و گفت
خامشی کن چه درائی سخن نامحکم
روز را عیب بطعنه چه کنی کایزد عرش
روز را بیش ز شب کرد ستایش به قسم
روزه ٔ خلق که دارند بروز است همه
بحرم حج بروز است و هم آداب حرم
روز خواهد بُد برخاستن خلق بحشر
روز بُد نیز وجود همه مردم ز عدم
تو بعاشق بر رنجی و بر اطفال نهیب
در تن دیو دلی بر دل بیمار وخم
من به اصل از خور چرخم تو بجنس از دل خاک
من چو تابان ضوء نارم تو چو تاریک فحم
روی آفاق بمن خوب نماید بتو زشت
دیده ٔ خلق ز من نور فزاید ز تو تم
مر مرا گونه ٔ اسلام و ترا گونه ٔ کفر
مرمرا جامه ٔ شادیست ترا جامه ٔ غم
تو بچهر از حبشی فخر به حسن از چه کنی
حبشی را چه رسد حسن اگرهست صنم
سپه و خیل نجوم تو که باشند که پاک
بگریزند چو خورشید من افراخت علم
گر ز ماه تو شناسند همه سال عرب
زآفتاب من دانند همه سال عجم
گرچه زرد آمد خورشید همو به ز مه است
گرچه زرد آمد دینار همو به ز درم
ماه تو از ضُوِ خورشید من افزاید نور
وز پی خدمت خورشید کند پشت بخم
گر ز خورشید سبکتر رود اوپیک ویست
پیک چبودکه سبکتر نهد از شاه قدم
ور بقولم نبوی راضی و خواهی که بود
در میان حکم کنی عدل شهنشاه حکم (؟)
راد بونصر خلیل احمد کز نصرت و حمد
افسر جاه و جلال است و سر ملک و نعم .