په دنیا کې هر شی او هره پدېده د تغیر په حال کې ده، د انسان ذهن، نظر او لیدلورې هم له دې قانون څخه مستثنا پاته کېدای نشي.

کله چې ټولنه تغیر کوي، انسان ورسره سم خپل ځان او ذهن عیاروي.

هغه شیان چې د سړي په ذهن کې بدلون راولي (زمان، مکان، عمر، زده کړه او مالومات) دي.

په انسانانو کې دا تغیرات هغه وخت ښه احساسېدلای شي، چې نژدې ورسره واوسېږو، یا که څوک شاعر وي، د شعرونو او که لیکوال وي د لیکنو له لارې راته ثابتېدلای شي.

رحمان بابا په ۱۰۴۲هـ ق کال کې زېږېدلی او په ۱۱۲۸هـ ق کې مړ دی.

د رحمان بابا په دیوان کې د ډېرو داسې شعرونو سره مخ کېږو، چې ضد او نقیض دي، ماناوې یې یو د بل په مقابل کې سره ولاړې وي. کله یې یوه شي ته بد او کله یې هم ښه ویلې دي، مثلاً دنیا یې یو ځای ښه او بل ځای بده بللې ده.

ښه ده، ښه ده دا دنیا

چې توښه ده، د عقبا

د دنیا په بازار کېږي

د هغه جهان سواده

بل ځای وايې:

دا دنیا په احمقانو ده، ودانه

دانا نه کا، په دنیا باندې غرض

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *