مجیب‌ لمر

له زېږون څخه تر دې‌دمه په کابل کې ژوند کوم. د نجیب حکومت څخه را نیولې او تر دا نن پورې چې د کرزي کابینه نوي منتخب ولسمشر ته خپل کاري رپوټ وړاندې کوي (۲.۰۷.۱۳۹۳). د ډاکټر نجیب حکومت مې ډېر نه یادېږي؛ خو له هغې وروسته د مجاهدینو حکومت او په‌دې لړ کې کورنۍ جګړه مې ښه په یاد ده. یوه ورځ له خپلې کورنۍ سره یوازې په کور کې وم، چې د شپې باران ته ورته غږ مو تر غوږو شو، وروسته چې لږ ځير شو عادي باران نه و؛ د مرمیو باران و، بامونه یې سوري سوري کړي ول؛ خو ښه و څوک په‌کې ژوبل نه‌شول. بله ورځ د کور په دېواله توغندی ولګېد، د دېوال له نړولو او د ښيښو له ماتولو څخه یې زیات زیان ونه‌رساوه.
یوه ورځ کور ته په لاره وم، چې په لس مترۍ کې مخې ته مې توغندی ولګېد بیا هم بچ شوم.

بله ورځ مو د دیکچې نظر درلود، پلار مې سودا اخیستلو لپاره منډوي ته تللی. د بېرته راتګ پر مهال په دهمزنګ کې د وسله‌والو له‌خوا له نیول کېدو وروسته بندي شو؛ خو په‌دې بچ شو، چې کوم پخوانی عسکر یې د جنګیالیو ترمنځ و، دغه عسکر ورته د تېښتې زمینه برابره کړې وه. کور ته په تش لاس ستون شو، ګواکې سودا یې کور او نظر ته نه؛ بلکې جنګیالیو ته یې اخیستې وه.

له کورنیو جګړو وروسته د طالبانو واکمنۍ پر مهال ښوونځي ته تلم. ښوونځي مو څوکۍ او مېزونه نه‌درلودل. په ټولګي کې به پر خاورو کېناستلو. د کورنیو جګړو میراث وران او ویجاړ ښوونځی و. بختور به هغه زده‌کوونکی و، چې د دروازې لخکی به ور په برخه شو؛ ځکه له ځمکې پورته و او جامې به مو نه په خاورو کېدې. وروسته بیا ځینو ټولګي‌والو له ځانه سره وړې توشکې راوړې؛ اوس چې فکر کوم دغه توشکې یې د ماشومتوب وې، چې په کورونو کې یې پاتې وې.

د طالبانو واکمنۍ پر مهال بې‌وزلي زیاته وه. تقریبا ټولو کورنیو ته د نړيوال خوراکي پروګرام له‌خوا کارتونه ورکړل شوي ول، چې د همدې کارت په برکت به یې هره ورځ له نانوایانو څخه پنځه ډوډۍ په وړیا توګه اخیستلې. موږ هم یو کارت درلود؛ له سهاره تر یوې – دوو بجو به ډوډۍ پسې د نانوايي په کتار کې ولاړ وم. یوه ورځ مې د کتار په ټېل‌ماټېل کې خپلې چپلکې ورکې کړې، چې له هماغې ورځې وروسته د ډوډۍ له راوړلو بې‌غمه شوم، وار مې خور ته ورسېد. د ډوډۍ ترلاسه کولو په برخه کې د وړو نجونو ښه‌والی دا و، چې جلا کتار یې درلود او ګڼه‌ګوڼه یې هم زیاته نه وه. ډوډۍ به یې ژر ترلاسه کولې.

طالبان له ماتې سره مخ شول؛ امریکایان افغانستان ته راغلل، کرزی هم له‌دوی سره راغی. له کابل راډیو څخه مې کرزي ته د استاد رباني له‌خوا د حکومت سپارلو جریان اورېده. هلته ویل کېدل، چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په سوله‌ییزه توګه واک لېږدول کېږي؛ خو اوس پوه شوم، چې د لویې جرګې په خیمه کې په دوو اوږدو کتارونو کې د امریکا ځانګړي ځواکونه ناست ول؛ د خیمې پر سر هم بي۵۲ الوتکو مانورې کولې.

له نوي نظام سره د خلکو په ژوند کې ژور بدلون راغی. په سلګونه زره کسان په ښوونځيو او پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت شول، د دندو کمی هم نه‌و لا هم نه‌شته.

اوس که سهار وختي له کوره ووځي د ښاروالې موظفین لګیا دي سړکونه پاکوي. که یو څه ناوخته ووځي، د کابل ډېری سړکونه پاک وي.

د ښار په بېلابېلو برخو کې ودانیز چارې؛ په ځانګړي توګه د سړک جوړونې کارونه دوام لري.

ملي پولیسو خو آن ټوله شپه د ښاریانو امنیت ټينګښت لپاره پر سړک تېره کړي وي؛ خو سهار بیا هم پر سړک ولاړ او د ښاریانو د امنیت لاټینګښت لپاره ځینو موټرونو ته سر ورښکاره کوي.

ماشومان ښوونځيو ته او محصلین پوهنتونونو ته روان وي.

د مامورینو د لېږد موټر پر خپل وخت د اړوندو ادارو مامورین دندو ته رسوي.

د ورځې په اوږدو کې ټول پر خپلو چارو بوخت وي.

زه خپله شپې ناوخته کور ته ځم. هغه کابل چې یو وخت د ټوپک‌سالارانو تر ولکې لاندې و، په هرې سیمې کې یې جلا جلا ډلو واکمني درلوده، له وحشت او دهشت پرته بل څه په‌کې نه ول؛ اوس له پخو سړکونو او د سړکونو پر سر ځړېدلو ګروپونو سره چراغان وي.

د پولیسو سربېره ملي امنیت او کله ناکله ملي اردو هم ګزمې او پېرې ته راوځي.

په ولایاتونو کې هم تر ډېره بریده کار شوی؛ د هرات او مزار په څېر ښارونه خو لا له کابل څخه هم په ښه حالت کې دي. لا نور دې هم آباد شي.

بالاخره هر افغان له خپل ژوند څخه خوند اخیستلای شي او هر افغان ته ژوند ښکلی دی. دوام یې د ټولو هیله ده.

یادونه: دغه لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *