د کندهار ولایت خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٤،١٠

کندهار افغانستان-د کندهار ښار د برېښنا د سمون په موخه غونډه جوړه سوه چي پکي د برېښنا پر اوسني حالت بحث وسو او د سمون په اړه يې هر اړخيزې خبرې وسوې.

نن تر غرمي وړاندي د کندهار په هوايي ډګر کي د يوې جوړي سوي غونډي په ترڅ کي چي پکي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ګډون د ايساف ځواکونو يو شمېر استازو، د کندهار د برېښنا رئيس انجنير سيد رسول، د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلی او له کابل څخه د افغانستان د برېښنا شرکت راغليو استازو پکي ګډون درلود، په غونډه کي د کندهار برېښنا پر اوسني حالت تر بحث کولو وروسته يادونه وسوه چي د کندهار د برېښنا د سمون ټولې لاري چاري په کار واچول سي تر څو د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر کندهار هم دوامداره برېښنا ولري.

 

يادې غونډي ته د خبرو پر مهال کندهار والي وويل: د برېښنا اهميت ټولو ته معلوم دی، خو مهمه دا ده چي څنګه کېدای سي د برېښنا اوسنۍ ستونزي هواري او کندهار ښار د دوامداره برېښنا ولري. نوموړي وويل، د کندهار د برېښنا د سمون لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله دحل لاري سته اوسنۍ مرسته بايد تر يو وخته ادامه پيدا کړي، د برق محصول به لږه فيصدي لوړ کړل سي، داخلي شبکه به جوړه او خصوصي سکتور به هم په دغه برخه کي راښکېل سي.

 

والي د خپلو خبرو په ترڅ کي د کندهار ښار د ښوراندام او باغ پل سيمه کي افغانانو ته د ډيزلي جنراټورونو د مسووليت په اړه هم خبري وکړې او  يادونه يې وکړه، که چيري د ايساف ځواکونو څخه افغانانو ته د يادو جنراټورونو مسووليت وسپارل سي، تر څه مودې پورې بايد هرومرو د ايساف ځواکونو ځيني مسلکي کار کوونکي افغانانو ته د مسلکي زدکړي ورکولو په توګه پاتي سي تر څو افغانان د يادو ډيزلي جنراټورونو له چلولو سره په بشپړ ډول بلد او اشنا سي.

کندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل، د کندهار د برېښنا اداره دي کندهار ښاروالي، خصوصي سکتور او د کندهار برېښنا شرکت ته په ګډه په محلي سطحه په واک کي ور کول سي تر څو دوی ورته لنډمهاله او اوږدمهاله د حل لاري ومومي.

د کندهار د اتاق تجارت رئيس حاجي نصرالله زهير او يو شمېر نورو سوداګرو په ياده غونډه د کندهار د تجارانو په استازيتوب وړانديز وکړ چي ايساف او نور مرستندويه ادارې بايد هڅه وکړي چي د سکرو، باد، سولر  او مايکرو پاور لارو څخه په ګټي اخيستني د برېښنا د ستونزي د اساسي حللاره ولټول سي. تر څو نه يوازي د برېښنا په برخه کي د عامو خلکو ستونزي حل سي بلکي تر څنګ يې د هغو تجارانو ستونزي هم حل سي چي اوسمهال يې د برېښنا د نه شتون له امله لري او له همدې امله په کندهار کي پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

له کابل څخه د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولينو په کندهار کي د برېښنا په برخه کي د اوسنيو ستونزو عمده علت د ډېرو زړو مېټرونو او لينونو شتون ياد کړ، خو يادونه يې وکړه چي دوی به په نږدې راتلونکي کي د نويو مېټرونو او نويو لينونو د نصب لړۍ پيل کړي چي له کبله به يې د برېښنا حالت د اوس په پرتله تر ډېره سم سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *