(ترجمه اولنډیز د نړیوال بانک له منابعو څخه)
سریزه
ډېرو لوستو هیوادوالو د ملګرو ملتونو د زریزې پرمختیایي موخو یاMillennium Development Goals (MDGs) په هکله اوریدلي دي او یایې په ګران هیواد کې د هغو موخو د لاسته راوړلو په پروګرامونو کار کړئ دئ. خو اوس د نړیوالو موسسو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال بانک ګروپ او نورو سوچ دادئ چې دا موخې باید له نوو شرایطو سره عیارې او جوړې شي.
په دې هکله د نړیوال بانک ګروپ په مقر کې د سږکال د سپتمبر په ۲۲ مه نیټه یوه غونډه د کارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه او دادئ زه د هغې غوندې د راپور ژباړه په یوه څه کم توپیر له دوستانو سره شریکوم ترڅو د نوو انکشافي موخو په هکله چې د پخوانیو موخو یا MDG ځای به ونیسي مالومات ولري. زه یقین لرم چې دا به یوه ښه پیلامه وي ترڅو زموږ هغه ځوانان چې له موضوع سره مینه لري او یا په پرمختیايي پروژو او پروګرامونو کې کار کوي په موخو سر له اوسه کار پیل کړي. دا موخې ټول هغه خلک او ځوانان چې انټرنټ ته لاسرسئ لری پیدا کولئ شي او ورباندې ځان پوه کولئ شي.
دلته نوې موخې په دوام لرونکې پرمختیا باندې تمرکز کوی. ددې مانا داده چې که پرمختیا دواملرونکې وی نو درئ واړو اقتصادي، ټولنیزو او د چاپیریال ساتنې ټولو خواو ته پوره پاملرنه پکار ده. بیله دې موږ نشو کولای خپل پرمختګ دواملرونکئ کړي. که مو دخلکو په منځ کې ټولنیز عدالت او بیوزلۍ ورکولو ته پاملرنه ونکړه او یا مو د چاپیریال ساتنې ته چې په طبیعي زیرمو لکه اوبو، خاورو، بوټو، ځنګلونو، څړځایونو، هوا، او نورو پروا ونکړه او بیحده او بیرویه مو تخریب کړل او یا مو د ملک اقتصاد ته پاملرنه ونکړه نو پرمختګ مو دوام نشی کولای.
ډېره په زړه پورې داده چې پوهان هڅه کوي چې نړیوالې پرمختیايي موخې باید ګډې، لنډې او آسانه وي ترڅو هرڅوک ورباندې پوه شي. نو موږ ته د یوه ملت په توګه اړینه ده چې ملي موخې مو هم ګډې، خورا روښانه، لنډې او په ساده ژبه ولیکل شي او خلک مو ټول ورباندې پوه شي.
د غونډې راپور
د ملګرو ملتونو د زریزې پخوانۍ موخې یا (MDGs) پنځه سوه نورې ورځې لري چې خپلې ټاکل شوې دپاي نیټې ته ورسیږي او نور ېې وخت ختمیږي. پالیسي جوړونکي تمه لري ترڅو هغه درسونه او زده کړې چې له دې اوسنیو موخو څخه لاسته راځي زموږ سره د تل پاتې پرمختګ د نوو موخو Sustainable Development Goals (SDG) په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړي. دا به اړین وي ترڅو پدې توګه نوې موخې د نړیوالې هوکړې په بنا رامنځ ته شي او د لاسته راوړو لپاره یې نړیواله ژمنتیا ترلاسه شي.
دنړیوال بانک ګروپ په مرکز کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د MDG ستر سلاکار اقتصاد پوه ښاغلي جفري ساش په دې هلکه چې څنګه به دغه نوښت بریالئ کیږي خپل نظر ورکړ.
ددې لپاره چې نوې د دوام لرونکې پرمختیا موخې یا (SDG) په بریالیتوب ترلاسه شي نو اړینه ده ترڅو د یوڅو محدودو لمړیتوبونو او ورسره تړلو موخو – چې شاید له لسو زیات نه وي په محوړ رامنځ ته شي. یوازې بس به وي چې په خپلو ګوتو ېې وشمیرو او ښه به وي ترڅو په ښوونځۍ کې یې یو زده کوونکئ په آسانۍ سره زده کړي. ښاغلي جفري دا خبره د نړیوال بانګ ګروپ د بورد غړو، دبانک مامورینو، او د نړیوال وجهي صندوق (IMF) او دنړیوال پرمختیاي بانک (IDB) د مامورینو په مخ کې وکړه.
ښاغلي جفري زیاته کړه چې نړۍ له ۲۰۰۰ کاله هغه وخت چې MDG وړاندیز شول ډېره بدله شوې ده. هغه په پنځو مهمو توپیرونو باندې ټینګار وکړ چې راتلونکې مرحله ۲۰۱۵- ۲۰۳۰ به بل ډول کړي: د زیاتې بیوزلۍ اوفقر د ټولو ډولونو راټیټولو د موثریت ښه والئ، د انسان ډېر زیات تاثیر په خپله په ځمکه او چاپیریال، د تکنالوجۍ ډېر تیز بدلون، د بډای او بیوزلو ملکو ترمنځ د واټن زیاتوالئ، او د حکومتولۍ د پچلتیا زیاتوالئ.
دې پنځو بدلونونو د ۲۰۱۵ څخه وروسته اجندا بیخي بدله کړې ده. وړاندیز شوي نوې موخې یا (SDG) اړینې دي چې ډېر لوړې او یو له بل سره تر MDG زیات تړلې وي، د پرمختګ لپاره زیات هر اړخیزه لورئ لید ولرو ترڅو مهمې مسئلې لکه د بیوزلۍ یا فقر ورکول او د بشری پرمختګ – لکه کرنه،اوبه، انرژي، نابرابري، ښارونه، تل پاته مصارف او تولید، ایکالوجیکي سیستمونه او د ژوند تنوع، یوه موثر او ټول شموله حکومتولي په کې ځای ولري. ډېر راپورونه، دملګرو ملتونو د لوړې کچې هیئت د ۲۰۱۵ نه وروسته په اجندا باندې راپور، په پایداره پرمختګ باندې د آزد ګروپ راپور، او همدارنګه د پایداره حل لارو د نړیوالې شبکې راپور ټول په دې هوکړه لري که څه هم د موخو شمیر په ګروپونو کې توپیر لري.
ښاغلي جفري ساش وویل چې ننګونه به داوي چې څنګه داسې شرایط او تشویق کوونکي شیان رامنځ ته شي ترڅو نړیوالې موخې نه یوازې هڅوونکې وي بلکه عملي هم وي او ملي لوړې غوښتنې او نړیوال حسابورکول یقیني کړي. د یوه نړیوال حساب ورکولو او عمل کولو چوکاټ اړین دئ، چې د ښې داتا، قوي اندازه کولو په مرسته تقویه شي اودا ټول باید چې د یوه ټاکل شوې کاري پلان مرسته وکړي. داټولې هڅې باید د بدلونونو راوستونکې تکنالوژۍ له پوتنسیال څخه پوره ګټه واخلي.
د نړیوال بانک یوه ستر سلاکار ښاغلي محی الدین چې جلسه یې هم رهبري کوله وویل چې له MDG څخه د نړیوال بانک ګروپ په نظر درئ مهم درسونه اخیستل کیدئ شی چې د نوو دوام لرونکو پرمختیايي موخو یا (SDG) د لاسته رواړلو لپاره اړین دي. هغه شیان عبارت له ښه داتا او احصائیوي تحلیلونو د نظارت، پالیسۍ، زده کړې او حاب ورکولو لپاره; مالی خدمات باید کافي، هدفمند او موثر وی; او د موثر مشارکت د پلي کولو لپاره درئ واړه اړین دي.
د جفري ساش په خبره د مناسبې کچې مالي خدمات برابرول (عامه یا دولتي، خصوصي، نړیوال، داخلي) به د ۲۰۱۵ کال وروسته پرمختیایي اجندا د ترلاسه کولو لپاره زیات اړین وي. د MDG د لاسته راوړلو په مخکې ترټولو لوي خنډونه د ملکونو په پایتختونو کې د تمویل کولو په هکله وو او نه په هغو ځایونو کې چې پروګرامونه پلي کیدل. ډېر وګړي په بیوزله ملکونوکې په زیاته بیوزلۍ کې بند پاته دي او خپل حالت نشي بدلولئ یا خپل حکومت او یا مارکیټ ته مخ نشي ګروځولئ. ویلئ شو چې دوی هغو زیرمو ته لاسرسئ نلري چې پروګرامونه یې په مرسته پلي کړي او خپلې ستونزې ورباندې حل کړي. جفري ساش اټکل کوي چې په کال کې د ۱-۲ سلنه د نړیوال ناخالصه تولیداتو (GDP) بیوزلي ختمولئ شي که په هغو پروګرامونو چې د دواملرونکو پرمختیايي موخو(SDG) ترلاسه کولو سره په مرسته کوونکو پروګرامونو باندې ولګول شي.
یوې بلې کارپوه پالا کبلیرو وویل چې ستونزه داده چې نه یوازې بیوزلي لیرې کړو بلکه هغه داسې لیرې کرو چې بیرته راونه ګرځي. دې کارپوه زیاته کړه موږ څه وکړو ترڅو داسې شرایط رامنځ ته نکړو چې بیرته بیا سبا بیوزلي راولي؟ او دا هغه څه دي چې پایداري (Sustainability) معادلې ته راځي. کبلیرو تاکید وکړ چې موږ اړ یو چې ګډې موخې ولرو ترڅو د سکتورونو ترمنځ هراړخیزه ګډون(Integration) وهڅوو. د کرنې، د اوبو دزیرمو، د طبیعي زیرمولکه ځنګلونواو څړځایونو، مالدارۍ ، مالي خدماتو برابرول، ټولنیز پوهاوئاو، ټولنیزه سازماندهي او نورو سکتورونو هراړخیزه ګډ مدیریت د تل پاتې پرمختیا لپاره اساسي څیز بلل کیږي.
نوټ: په دې پورته شکلونو کې موږ د اقتصاد، ټولنې او اکالوجي او چاپیریال اړیکه او ورباندې په هر اړخیزه او مساویانه توګه تمرکز ګورو.
یو بل کارپوه دیوپ بیا وویل چې د دوام لرونکې پرمختیا لپاره پاکې انرژۍ ته د لاسرسي اصلاح کول لمړئ شرط دئ او هغه د نړۍ لپاره د شنې انرژۍ برابرولو په امکان باندې زور واچاوه او ویې ویل که موږ د انرژۍ نه پوره شوې زیاتیدونکې غوښتنې ته وګورو نو د ډېرو ځایونو په ګډون افریقا کیدائ شی د شنې انرژۍ د انقلاب قهرمان شي کله چې موږ دهغې قارې لاس نخوړلو هایدرولیکي، د ځمکې حرارتي، او د لمر د انرژیګانو پوتنسیال ته وګورو.
جفری ساش زیاته کړه چې نړیوال بانګ ګروپ د دوام لرونکو پرمختیایي موخو د پرمخ بیولو لپاره یو خاص رول لرلئ شي. پخوا هم د نړیوال بانک تایید د نړیوالې ټولنې په واسطه د MDG د لا پریمانه قبلولو سبب شو. د مالي خدماتو د تسهیل نه ور اخوا، نړیوال بانک ګروپ د ۲۰۱۵ کال وروسته د اجندا د پلي کولو لپاره باید د یوه فکری رهبر په توګه او د راغونډوونکي او هماهنګ کوونکې ارګان په توګه عمل وکړي.
کبلیرو تاکید وکړ چې عملیاتي او پایله لرونکې کلمه چې په نوې دواملرونکې پرمختیايي چوکاټ کې اړینه ده عبارت له “هر اړخیزه سکتوري مدیریت” یا (Integration) څخه دئ.