روان –

ننګيالى اتل چې يو افغان ځوان دى او دا مهال په امريکا متحده ايالاتو کې دماسټرۍ په زده کړو بوخت دى ، ديو کليوال افغان ځوان په توګه يې د پوهنې په ډګر کې دپرلپسې سختې مبارزې،پوهنيز پرمختګ او دانجونو د زده کړې لپاره دښې زمينې دمساعدولو له امله دملګرو ملتونو دځوانانو دځانګړې اسامبلې په ترڅ کې چې په نيويارک ښار کې جوړه شوې وه ، دشجاعت نړيواله جايزه ترلاسه کړه.

په همدې موخه چې کوم مراسم نيول شوي وو دټولې نړۍ ځوانانو په کې ګډون کړى و، په جوړو شويو مراسمو کې د انګليستان پخواني صدراعظم او دملګرو ملتونو دپوهنې دبرخې ځانګړې استازي دخپلو خبرو پرمهال وويل ، نيګيالى اتل هغه افغان ځوان دى چې د کلي په ښوونځي کې يې ځان داخل او اوس يې دنړۍ تر معتبرو پوهنتونونو پورې ځان رسولى اوپه دې لاره کې يې ډيرې زياتې سختى ليدلې دي ، دنوموړي په خبره اتل په ژوند کې ډيرې لوړې او ژورې ليدلې خو هيڅکله يې د زده کړې په لاره کې ستونزو او سختيو ته سر نه دى ټيټ کړى همداشان يې د انجونو د زده کړې په ډګر کې غوره نوښتونه کړې دي.

د مراسمو نورو برخوالو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او نيګيالي اتل يې په نړۍ کې د پوهې او قلم د لارې هغه سفير ياد کړ چې هميشه به په همدې لاره کې خپلې مقدسې مبارزې ته دوام ورکړي او افغانستان هر کلي ته به د زده کړې پيغام ورسوي.

نيګيالي اتل ديو کليوال افغان په توګه دشجاعت نړيوالې جايزې ګټل د ټولې نړۍ د زده کوونکو او په ځانګړې توګه افغان زده کوونکو ګډه وياړ وبللو او د يادې جايزې ګټل يې دخپل هېواد او کورنۍ لپاره يو ستر معنوي لاسته راوړنه ياده کړهنوموړى وايي اوس هر افغان ځوان دا مبارزه پيل کړې چې د ټوپک پر ځاى قلم او مډال ترلاسه کړي او دنړۍ د نورو ملتونو د ځوانانو په منځ کې سالمې سيالۍ ته ودانګي خپل هيواد او ملت لپاره ستر وياړونه وګټي.

د مراسمو په وروستيو کې دنلسن مانديلا دميرمنې ګراسا ماشيل، دځوانانو په چارو کې دملګرو ملتونو د سرمنشي دځانګړي استازي الهنداوي ،دانګلستان پخواني صدراعظم او دملګرو ملتونو دپوهنې دبرخې ځانګړي استازي ګوردان براون او نورو وتلو مشرانو له لوري دغه جايزه ننګيالي ته اتل ورکړل شوه او يادو مشرانو د جايزې دورکړې له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وويله.

د يادونې وړ ده چې دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د ويډيويي کنفرانس له لارې غونډې ته خبرې وکړې او په ټوله نړۍ کې يې د پوهنې پر پرمختګ او دانجونو پر زده کړې باندې ټينګار وکړ.

بريالى روان

نېټه:٣-٧-

0 thoughts on “يو ه افغان ځوان د ځوانانو دشجاعت نړيواله جايزه ترلاسه کړه”
  1. د ټيم پيغام
    ننگیالی اتل یو فعاله ځوان، د ټولنيزو اړيكو ښه ساتونكي او زمونږ د ټيم غړي پاتي شوي، چي ده خپلي لمړني زده كړي په افغانستان كي كړي او د ليسانس دوري زده كړي په هندوستان كي كړي دي، نوموړي يوه ورځ ماته راغي وي ويل چي زه نوماند يم د Fulbright سکالرشیپ ته نو ما ورته وویل چی تاسو ډير ښه كار كړي چي دي تحصيلي برس ته مو ځان نوماند كړي دي، ورته مي وويل چي كه له خيره سره كامياب شوي د ماسټري زده كړي مو سرته ورسولي ور پسي د دوكتورا زده كړي دي هم سرته ورسوه چي دا چانس بيا نه راځي، هغه تر ټولو ځوان غړي د دي ټيم پاتي شوي دي او د دي ټيم سر مشري د سيد قطب الدين رويدار پر غاړه ده چي د سيمه ايزو شوراګانو د چارو دسمون لوي رييس، د سيمه اييز ارګانونو اداره كي وه، سيد قطب الدين رويدار د ده د پرمختګ لپاره ښه زمينه ورته برابره كړي وه او د ټيم مشر غوښتل چي دا ټيم هم قوي پر مخ تللي وي چي هيڅ مثال يي په افغانستان كي نه وي او هغه وخت كي چي د ده له كارونو او فعاليتونو او وفاداري څخه ډير خوشحاله او راضي وه.

    چي پدي ټيم كي زمونږ سره ننګالي اتل، حيات الله هاشمي، ډاكټر عزت الله وقار، سيد ميوند جلالي، نور الله حيدري، اميد صباح، احمد مختار، عبيدالله نيازي او همداسي نور دوستان هم وه چي دا يو تخنيكي ټيم وه چي ټولي هغه تخنيكي او سياسي چاري د دي رياست پر مخ بيولي نو مونږ ټول ټيم د ده پر زده كړو او د ځوانانو دشجاعت نړيواله جايزه چي تر لاسه كړي ده نو داسي فكر كوو چي دا جايزه د افغانستان خلكو ته او ننګيالي كورني ته يو ستر وياړ دي.
    په اخير كي ده ته، د ده كورني ته او ټولو افغانانو ته د ځوانانو زړورتيا نړيواله جايزه مباركي وايم، تل دي وي اتل.

    فضل الحق كمال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *