تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهايي نتیجې د رایو فیصدي هم د راتلونکې دوشنبې په ورځ د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته خپره شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ اشرف غني احمدزی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ خو د رایو فیصدي یې اعلان نه کړه. د کمیسیون رييس احمد یوسف نورستاني وویل چې د رایو فیصدي به وروسته اعلان کړي.
د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره په راتلونکو څو ورځو کې د دغه هیواد د نوي منتخب ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته تیاري نیسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په قول وویل چې د افغانستان اوامریکا ترمنځ امنیتي موافقه به د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته په څو ورځو کې لاسلیک شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره شرایط برابر شوي او داسي کومه نښه نه ترسترګو کېږي چې نوي افغان مشران دې په موافقې کې د کوم بدلون غوښتونکي وي.
دغه امریکايي چارواکي دا هم وویل چې د افغانستان نوی حکومت به ډېرې ستونزې ولري او اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله به مجبوره وي چې ډېر پام د خپلو ټیمونو ترمنځ همکارۍ ته واړوي.
د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر د موافقې لاسلیک د افغانانو په منځ کې ډاډ او خوشبیني زیاته کړه.
د امریکا او افغانستان د امنیتي موافقې په شان به یوه بله موافقه د افغانستان او ناټو ترمنځ لاسلیک شي.
امریکا له افغانستان سره د ۲۰۱۲ میلادي کال په نوومبر کې پر امنیتي موافقې خبرې پیل کړې. ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو خبرې د ۲۰۱۳ کال په مې کې پای ته ورسېږي خو له دې سره سره چې موافقه بشپړه شوه مګر کرزي یې له لاسلیکولو ډډه وکړه.
حاضردمه د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې۴۱ زره سرتېري لري چې په څلورو کې درې برخې یې امریکایان دي.
له راتلونکي کاله به د دغو پوځیانو پر ځای شاوخوا ۱۲ زره روزونکي په افغانستان کې مېشت شي چې د هغو نژدې ۸ زره به امریکایان وي. همداراز به شاوخوا ۱۸ سوه امریکايي پوځیان تروریستي ضد عملیات کوي.
د ناټو دیپلوماتان وايي چې که د افغانستان د ولسمشرۍ لانجه اکتوبر ته غځېدلې وای ناټو ښايي له دې پرته چې ټول ځواکونه وباسي بله چاره نه وای لرلې.