تاند- د افغانستان د ساحلي والیبال ټیم، چې په اسیايي مسابقو کې د ګډون لپاره جنوبي کوریا ته تللی دی، د یوه موټر جایزه له لاسه ورکړه.

خو له دې سره سره افغان لوبغاړي خوشاله دي چې په دې مسابقو کې یې ښه تجربه ترلاسه کړه او په رسنیو کې زیات مطرح شول.

د افغانستان د والیبال د ملي فدراسیون رييس او د ساحلي والیبال د ټیم روزونکي سید نعمت الله مشتاق وروسته له دې چې د افغانستان د ساحلي والیبال ټیم د چهارشنبې په ورځ پر اندونیزیا سیالي وبایلله، له دې تورنمنټ څخه د خپل ټیم وتل تایید کړل.

ښاغلي مشتاق رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له ډېرو لږ امکاناتو سره سره د ده ټیم ښه لوبه وکړه او په دې خوشاله دی چې له ښو لوبو وروسته خپل هیواد ته بېرته ځي.

ده وویل:«له بده مرغه موږ په کابل کې ښه امکانات نه لرو. د دې ځای په شان د ساحلي والیبال میدان نه لرو. موږ په کابل کې یوازې یو ساحلي میدان لرو خو د هغه د شګو کیفیت هم دومره ښه نه دی چې د دې ځای دی.»

د افغانستان د ساحلي والیبال روزونکي زیاته کړه:«زموږ د ساحلي والیبال شګې له دښتو او سینونو څخه راوړل شوي.»

په افغانستان کې سپورټ مخ په وده دی.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم تېر کال د جنوبي اسیا د فوټبال د اتلولیو جام وګوټ او هیله لري په ۲۰۲۲ میلادي کال د قطر د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون جوګه شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۵ میلادي کال د کرکټ په پنځوس اوریزو اتلولیو کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۵ د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په استرالیا او نیوزیلنډ کې وشي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن سبا د دغو سیالیو لپاره د چمتووالي په لړ کې استرالیا ته تللی دی.

د کرکټ ملي ټیم تر دې وړاندې درې ځلي نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لار موندلې ده.

افغانستان جنوبي کوریا ته د اسیايي سیالیو لپاره ۱۱۷ لوبغاړي او روزونکي لېږلي دي.

د افغانستان د ساحلي والیبال روزونکی ښاغلی مشتاق وايي چې په دغه سپورتي څانګه کې د نجونو ټیم نه لري خو دوی قصداً ښځې له دې لوبې محرومې کړي نه دي.

ده وویل چې د افغانستان نوی حکومت به ښڅې وهڅوي چې ساحلي والیبال وکړي.

ده د حکومت له ملاتړ او تشویقه مننه وکړه، ویې ویل:«حکومت زموږ د لوبغاړو د الوتکې ټکټونه، خواړه او هر لوبغاړي ته ۴۰۰ ډالر راکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *