تاند- ترکمنستان د افغانستان د یوه ګاونډي او بې پرې هیواد په توګه د ملګروملتو تر څارنې لاندې د افغانانو ترمنځ د ملي دیالوګ د تنظیمولو وړاندیز وکړ.

دا خبره د ترکمنستان مرستیال صدراعظم رشید میره دوف د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې وکړه.

ترکمنستان له افغانستان سره په څو مهمو پروژو کار کوي. د انرژۍ په برخه کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین او د افغانستان له لارې تر تاجکستان پوري د اورګاډي پټلۍ هغه مهمې پروژې دي چې د افغانستان او ترکمنستان په شمول د سیمې هیوادونو پرې سلا کړې ده.

د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال دا پروژې سولې ته د افغانستان د رسېدو وسیله وبللې.

میره دوف زیاته کړه:«په سیمه ییزه سویه، ترکمنستان د منځنۍ اسیا د مشارکت ملاتړ کوي چې د تلپاتې سولې، ثبات د ټینګښت شرایط برابروي او د تروریستانو، سخت دریځو، منظمو جرمونو د مخدرو موادو د قاچاق په شان تهدیدونو ته ځواب ووايي.»

میره دوف همداراز وویل:«په نننۍ نړۍ کې نړیوالو او کورنیو لانجو ته پوځي حللار نشته.»

ترکمنستان له افغانستان سره اوږده پوله لري او د بین الافغاني خبرو لپاره د دغه هیواد د وړاندیز یو هدف دا دی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو یا محدودېدولو په صورت کې د افغانستان کړکېچ د دغه هیواد له پولو وانړوي.

ترکمنستان وايي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د صادراتو لپاره د پایپ لاین د جوړولو کار ممکن په ۲۰۱۵ کې پیل شي.

دا پروژه به په افغانستان کې ډېرو خلکو ته روزګار برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ