راپور : توریالی همت –
په ننګرهارر کې دحق غوښتني ډله وایې په تیرو شپږو میاشتوکې یې ځوانو رضا کارانودنشه یې توکیو بی کیفیته درملو مخنیوي او افغاني تولیداتو بازار موندني لپآره کړي کار مثبته پایله ورکړي ده .
دوي وایې دخپلو فعالیتونو په چوکاټ کې یې په یادو برخوکې عامه پوهاوي ورکړي ،بیلا بیلو مشرانو او دمسولو ادارو مشرانو یې ناستي کړي .
په ننګرهار کې دحق غوښتني ډلي مشر ډاکټر نعمت الله همدرد وایې دښه حکومتداري او دولس ستونزو دحل لپاره یې دشپږو مدني ټولو سره په کډه دانتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ په تخنیکي مرسته دارضا کاره ډله جوړه کړي .
هغه وویل په تیرو شپږو میاشتوکې ددوي دکمپاینونو دپیلداراهیسی دچارواکو په شریکه همکاري یوزیات شمیر بی کیفیته او تاریخ تیري درمل نیول شوي او هم لسګونه نشه روږدو ته ددرملني زمینه برابره شوي ده .
ډاکټر همدرد وویل چې دحق غوښتني پروګرام کې « مثبت بدلون ټولنه ، ځوانانوفدراسیون ، دبشري حقونو او مدني ټولنې دهمغږي شبکه ، احساس ټولنیز بنسټ ،هوډ موسسه او دافغان میرمنو لپاره دبشري حقونو دزده کړي مرکز اداره » شامله ده .