دوهمه برخه-
زلميانو جحدرته پېغام واستاوه چې د دوى قوم په دوى باندې ځمكه سره تبۍ كړې ده. مونږ هم ستا په څېر غله او شوكمار يو، د خلقو كورونه لوټو، خو اوس خطره زیاته شوې او كله هم مونږ ګرفتار كېداى شو، ځكه چې زمونږ ګېرچاپېره دائره ورځ تر بلې په تنګېدو ده، مونږ ستا له جرأت، مېړانې او زړورتوبه خبر شوي یو، ځکه نو مونږ له تا څخه ډېر زيات متاثره يو. مونږ په خپل مينځ كې فيصله كړې چې تا خپل مشر ومنو. ستا په مشرۍ كې به ډاكې اچوو او چې څه مونږ ته په لاس راځي، د هغو څلورمه برخه به تاته دركوو. د دوى يو بل ته د پېغام رسونې او سوال ځواب لړۍ روانه وه .
دغه زلميو به وړې مړې ډاكې اچولې او د هغو خبرونه به يې ښه مشهورول. په دې ډول د هغوى د دلېرۍ او باتورۍ كيسې عامې شوې. دوى جحدر ته پېغام ولېږه چې كه تا مونږ په خپله ډله كې شامل نه كړو، نو مونږ به ځانله په خپل سر ډاكې وهو او حتی چې ستا د نفوذ په ساحه کې هم . جحدر ته په خپل ذهانت پوره باور و، هغه چې څومره ډاكې وهلې وي، نو په ځانله سر يې وهلې وې او تل به كامياب و، د هغه په خيال او ګمان كې هم دا نه راتله چې څوك به ده ته دوكه وركړي يا ده ته دوكه وركولاى شي.
هغه زلميو ته په هُو كې ځواب وركړ او د هغوى د ډلې مشري يې ومنله. اوس به نو هغوى په شریکه ډاكې وهلې. هغه دغه زلميان په پرله پسې ډول مختلفو ځايونو ته ولېږل. دغه زلميان به د هغه په نښه كړي هدف ته رسېدل، شوكه به يې وكړه او په ډکه منګول به واپس راغلل او د خپلې وعدې سره سم به يې څلورمه برخه جحدر ته وركړه.
د جحدر باور په دې زلميانو لا پسې پخېده او دا يې وګڼله چې دغه زلمي د ده لپاره ډېر مخلص دي، ورځ تر بلې يې پرې اعماد سواكېده. كله چې دغو زلميانو ته يقين وشو چې جحدر په دوى اعتماد كوي، نو د خپلې اصلي ذمه وارۍ په فكر کې شول. د څوارلسمې سپوږمۍ راختلې وه، هوا يخه او فضا خاموشه وه. دغه خلق د يوې لويې ډاكې نه پس خپل ځاى ته ستانه شوي وو. ټول ډېر ستړي وو. جحدر سمدستي خپله توره وويستله او يوې خوا ته یې كېښودله او په خواږه خوب بې غمه ويده شو، يخ شمال د هغه په خوب باندې نور هم د غفلت څادر خپور كړ، بل اړخ ته زلمي د داسې موقعې په لټه كې وو، يو بل ته يې اشاره وكړه.
هغوى د مخكې نه يوه مضبوطه رسې تياره ساتلې وه، هغوى د برېښنا د پړک په شان په تيزۍ سره پورته شول او سترګو په رپ كې يې د جحدر لاس او پخې وتړلې. جحدر چې راوېښ شو، ويې لېدل چې بېړۍ يې په طوفان كې ګېره ده. د سترګو نه يې د اور بڅر كي الوتل، هغه وغرېده خو فورًا ورته په خوله كې څه ټوټه وركړې شوه. پوليس هم مرستې ته راورسېدل. لږ وخت پس هغه د يمامې ګورنر مخې ته ورسول شو. بې شكه دا د دغو زلميو ستره كارنامه وه. ګورنر ددغه مجرم په نيول كېدو د الله تعالٰى شكر وباسه او زلمي یې په انعامونو ونازول. ويې ويل: بَارَكَ اللهُ فِيكُمْ تاسو ډېر ستركار ترسره كړ .
د يو خطرناك ډاكو نه خلقو ته نجات حاصل شو. سمدستي يې د پوليسو يو ټولی جوړ كړ او په ډېره سخته نګرانۍ كې يې حجاج ته د لېږلو بندوبست وكړ. كله چې خلقو ددغه ډاكو په نيول كېدو خبر شول، نو بې حده ډېر خوشاله شول، د هر سړي دا خواهش و چې هغه وويني، كله چې د حجاج بن يوسف په طرف د جحدر وړونكې قافله روانه شوه، نو په لارو كوڅو كې د خلقو ډېره لويه ګڼه ګوڼه جوړه شوه، ټول خلق د دغه باتور ډاكو د لېدلو لپاره له كورنو راووتل. د خلقو خيال و چې هغه به ډېر چاغ او غټ سړی وي او ښه د لوړ قامت څښتن به وي، خو هغوى هغه وخت ډېر حيران شول كله چې يې وليدل چې د يو درميانه قد والا او د وړوكي سر والا مريض غاړی سړی په زولنو كې تړلی روان دی. د جحدر قافله حجاج ته ورسېدله.
هغه هم د ده ليدلو ته ليوال و، هغه فيصله وكړه چې د خپلو امراءو او درباريانو سره يوځاى به د جحدر سره ويني. د لږ ځنډ وروسته جحدر د حجاج په دربار كې په پوره وقار او اطمينان سره ولاړ و.
حجاج پرې يو ځغلند نظر واچاوه. هغه ته دا خبره د حيرانۍ وړ وه چې دی په دومره باوقار نداز سره زما په مخ كې ولاړ دی. په دروند او لوړغږ یې وپوښت: ته جحدر يې؟ هو، زه د ربيعه زوى جحدر يم. ته داسې خطرناكو جرمونو ته څه شي هڅولی يې؟ هغه په ځواب كې وويل: ظُلْمَ الزَّمَانِ، وَ جُرْأَةُ الْقَلْبِ، وَ إِفْلَاسُ الْجَيْبِ وَ جُبْنُ النَّاسِ ’’د زمانې ستم، د زړه جرأت او زړوتيا، غريبۍ او د خلقو بزدلۍ.‘‘ حجاج د هغه په دې ځواب سره ډېر متاثر شو چې دا سړی خو ډېر فصيح ژبی دی، د مرګ په غاړه ولاړ دی او بيا هم په دومره بې كاكۍ او زړورتيا سره يې داسې ځواب راكړ.
حجاج بله پوښتنه وكړه: ايا تاته معلومه ده چې ستا د خطرناكو جرمونو او غلطو كارونو انجام څه دی؟ جحدر: ته ما خپل باډې ګارډ ونيسه او په خپلو خاصو كسانو كې مې شامل كړه، زه به داسې كارنامې ترسره كړم چې ته به حيران شې. حجاج: ته به زما باډې ګارډ جوړېږې، هاهاها، يو ډاكو او زما باډي ګارډ. ستا په شان ناكاره خلق د غلا او ډاكې نه غير د بل څه فكر نشي كولای. اوس ته د خپل مرګ نه سوا د بل څه تمنا مه كوه. جحدر: ای اميره! كه ته د خپلو دښمنانو په خلاف زما منصوبې او حكمت عملي واورې، نو ډېر به خوشاله شې. حجاج: ځه نو مونږ اول ستا د بهادرۍ او باتورۍ تجربه كوو او ستا د مقابلې بندوبست كوو.
جحدر: الله دې امير ته نور هم عزت او احترام وركړي، زه د هر قسمه تجربې او مقابلې لپاره تيار يم. حجاج: پوهېږې دا مقابله ډېره سخته ده. مرګ له دې نه ډېر اسان دی. جحدر: د چا سره چې زما مقابله كول غواړې، ويې كړه، زه تيار يم. حجاج: دا مقابله به څه د جنګ په ميدان كې نه وي چې ته به د كوم انسان سره په جنګ ورځې. جحدر: زه د هر قسمه مقابلې او امتحان لپاره تيار يم. حجاج: بيا واوره! ستا دا مقابله به چېرې د انسان سره نه وي. جحدر: زه د مقابلې لپاره تيار يم اګر كه زما مقابله د كوم پېري سره ولې نه وي. حجاج: خو دا مقابله د كوم پېرې سره هم نه ده. نور بیا
Click here to Reply or Forward
|