په اسټرلیا کې د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن افغان کرکټ ملي لوبډلې د اسټرلیا نیو ساوت ویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په اسټرلیا کې د نړیوال جام لپاره د رسمي تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن د اسټرلیا نیو ساوت ویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د اسټرلیا ساوت ویلز لوبډلې د سیالۍ په ۴۹ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۶ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ. د افغان توپ اچونکو له لوري آفتاب عالم د سیالې لوبډلې ۴ او یامین خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې نوروزمنګل ۸۵ او ناصر جمال ۴۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هیوادوالو ته د دغې بریا مبارکۍ ترڅنګ داسې ووییل، له دغو تمریناتي سیالیو څخه زموږ موخه د اسټرلیا له ویشتنځایونو او د هوا حالاتو سره د ملي لوبډلې بلدتیا ده. موږ ورځ تر بلې د ملي لوبډلې په پیاوړتیا کې ښه والی وینو او ورځ تر بلې د ملي لوبډلې په چمتووالی کې نوی مثبت بدلون. د اسټرلیا ټولې سیمه ایزې لوبډلې خورا پیاوړې لوبډلې دي چې خپلې ملي لوبډلې ته یې مدام ښه لوبغاړي ورکړي او تل یې د اسیایي هیوادونو ملي لوبډلو پر وړاندې ښې سیالۍ ترسره کړې دي. زموږ د ملي لوبډلې نننۍ بریا په راتلونکې کې د سترو بریالیتوبونو په مانا ده او د لوی خدایج په مرسته به ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لور له یوه پیاوړي خوځښت سره د سیالیو ډګر ته ووځي.

له نننۍ سیالۍ څخه د لیدنې لپاره په افغانستان کې د اسټرلیا سفیر جان فلیپ هم لوبغالي ته لاړ وو او د افغان کرکټ ملي لوبډلې مثبت پرمختګ یې د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې د ستاینې وړ وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *