ونه

رفیق له ما سره د نومرې رقابت درلود. زه څلورم وم او هغه پينځم. د نومرو تفاوت به هم تر نیمې نومرې زیات نه و. د بیولوژي استاد د رفیق پلار و. زموږ په ښونځي کې نیمې نومرې د لیکلې ازموینې وې او نیمې نومرې د میاشتنیو ازموینو اوسط. میاشتنۍ ازموینې به اکثره تقریري وې.

استاد راوغوښتم. تر ما وړاندې به یې چې هر څوک راغوښته، یوه پوښتنه به یې کوله او نومرې به یې ورکولې. ما یې پوښتنې ته سم ځواب ووایه. استاد بله پوښتنه وکړه. بیا مې هم سم ځواب ووایه. خبره پينځو او شپږو پوښتنو ته ورسېده. هلته نور هلکان هم خپل وار ته په تمه و.

استاد له ځایه راپاڅېد. ونه یې تر اوسط ډېره لوړه وه. زما څنګ ته ودرېد. له اسمانه یې لاندې راوکتل:

«بچیم قدت بسیار پخچ است. هفت نومره!»

د کان لېسه

ښونځي کې د شاملېدو سن مې نه و پوره کړی خو له ښونځي سره مې مینه وه. پلار مې هم زما د شوق مخه نه نیوله. ګوډ استاد چې زموږ د کلیوالي ښونځي د دریو ټولګیو یوازینی استاد و، زما پلار او مولوی عبدالمالک درې واړه سره سلا شول چې له رسمي ټولګي بهر، یو څلور کسیز غیر رسمي ټولګی هم جوړ کړي چې زه، زما د ماما زوی، زما مشره خور چې تر ما څلور کاله مشره وه او د مولوي عبدالمالک مشره لور یې شاګردان وو. تعلیمي کال مو په زیارت جومات کې پیل کړ. هلته خلکو په خپل جومات کې د ښوونځي له موجودیت سره مخالفت وکړ. مکتب د مومندو لوی جومات ته و لېږدېد. بیا هم زموږ غیر رسمي ټولګی فعال و. د کلي خلکو به ډول ډول تبصرې کولې. د نجونو مکتب ته تلل چندان د منلو وړ خبره نه وه. په جومات کې داسې ټولګی چې نجونې په کې وي جوړول هم د ډېرو پر زړه نه وو. زموږ له ټولګي سره مخالفت ښه په زور کې و خو بیا هم د ګود استاد، زما د پلار او مولوي عبدالمالک مخې ته څوک نه راتلل.

درې میاشتینۍ ازموینې تېرې شوې. د ازموینې له پاره د حصارک د لومړني ښونځي سرمعلم راغی. هغه ته هم دغه غیر رسمي تجربه جالبه وه. مخالفت یې و نه کړ.

شپږ میاشتینیو ازموینو ته لا څو ورځې پاتې وې. ګوډ استاد په حق ورسېد. په کلي کې اوازه چې دویمې مېرمنې یې زهر ورکړي وو. څو ورځې ښوونځي استاد نه درلود. په کلي کې ټول لس پینځلس لوستي کسان وو، هر یوه خپل مصروفیتونه درلودل. بلخ ملا لوستی و خو رسمي زده کړه یې نه درلوده. بیا هم، د یو څو مخورو په ملاتړ او زما د پلار په هلو ځلو بلخ استاد په کلي کې د معلم په حیث مقرر شو. لومړۍ پرېکړه یې زموږ د ټولګي حذفول وو.

زما مشره خور بې تعلیمه پاتې شوه. مولوي عبدالمالک کابل ته کډه وکړه. په کلي کې بیا، دېرش کاله، چا د نجونو د تعلیم خبره و نه کړه.

د کرزي په پاچاهۍ کې د کان نجونې هم ښوونځي ته ولاړې. تېر کال دوه تنه کانوالې پېغلې په کانکور کې بریالۍ شوې. سږ کال تر لسو زیاتې کانکور ته اماده ګي نیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *