د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زرقاوي په ګډون ۴ تنه وسلوال د ایساف په هوايي برید کې ووژل شول.
نن له غرمې وروسته د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې په بابا خاک سیمه کې د مخالفو وسلوالو مشهور قوماندان زرقاوي د خپلو درېیو تنو ملګرو سره یو ځای د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په راکټي برید کې وژل شوی دی.
زرقاوي چې دا مهال یې د مخالفینو د یو پینځلس کسیزه ګروپ رهبري کوله د مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې یې په ډېری تروریستي او ورانکارو کړنو کې لاس درلود چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري هم تر څار لاندې و.