له کلونو مو هېواد د زبر ځواکونو د غېږ نيونې لوبغالى دى، هر ځل چې د دوى تر منځ د زور ښودنې سيالي ترسره کېږي، افغانان تباه کېږي؛ دا ځکه چې دغه سيالۍ له نورو هغو سره په توپير کې دي، دلته حتماً يو زبرځواک له رقيب سره د سيالۍ لپاره افغان په کرايه نيسي، افغان ته روزنه ورکوي، پيسې ورکوي وسايل ورکوي او تجهيزوي يې، څو سيالۍ ته پياوړى او چمتو شي. دا چې دغه کار ولې کوي او ګټه يې تر چار رسېږي؟ هغه خبره ده چې تر ډېره ټول پرې پوهېږي.

پرديو هم، چا د خپلو ملي ګټو او چا له افغانانو د غچ اخيستنې لپاره همدا لاره چې افغانان وږي وساتي او بيا يې له مجبورۍ په استفادې د خپلو ګټو لپاره خپل دښمن پرې ذليل کړي، بهترينه لار وليده چې دا دى که تر لنډه ورشو، له شاوخوا څلورو لسيزو راهيسې يې بې درېغه وجنګول، وکړول او ووژل.

يو شمېر افغانانو د هغو پرديو، چې هېڅکله يې زموږ خير نه دى غوښتى، غېږو ته ځانونه ور ګوزار کړل؛ ځکه نه پوهېدل، له سياسي او علمي پوهې خالي وو، د ځان، هېواد او خپلو خلکو له ارزښته ناخبره وو، له همدې امله يې خپل سم نظامونه ونړول، خپل د سر سړي يې ووژل او يا يې له وطنه تبعيد کړل، ملي او اقتصادي بنسټونه يې له بېخ او بنياده له منځه يووړل، په ميليونونو هېوادوال نورو ملکونو ته مهاجر شول، بې عزته شول، ناموس يې زيان وليد، ژوند يې بدمرغه شو، کورونه يې وران شول، بې تعليمه او بې روزګاره شول او بالاخره پايله دا شوه چې له ټولو پرمختګونو او اسانتياوو بې برخې شول.

دا لړۍ تر ننه په يو او بل ډول روانه ده، څوک د رښتيني مسلمان په توګه راپورته شي او نظام ړنګولو ته يې پلمه دا وي چې ګواکې کافران يې حمايه کوي او د هغوى په لاس جوړ نظام دى، خو پر دې نه وي خبر چې دى خپله څوک حمايه کوي او د څه لپاره يې کوي؟ څوک په دې پلمه چې ګواکې په هېواد او نظام کې شر او فساد دى، بايد چې شرعي نظام حاکم شي او دې ته د رسېدو لپاره له هرې ناوړې او نا ناوړې لارې استفاده کوي. دغه ورانکار حرکتونو که هر ځل وي له داخله نه، بلکې د نورو بهرنيو په ملاتړ له ګاونډيو هېوادونو را پيلېږي چې له ورانۍ او خرابۍ ماسېوا يې بله پايله دغه مظلوم ملت ته په ميراث نه ده پرېيښې.

خو له بده مرغه د دغو کړنو د مخنيوي په موخه چې هر افغان سر پورته کړى وژل شوى او يا رټل شوى دى؛ چې دښمن پر دې پوه شوى چې فلانکى افغان د پوهې او تدبير خاوند دى او په ټولنه کې رسوخ لري، له منځه يې وړى دى، له يوه عادي ملکي افغانه نيولې بيا تر مامور، رييس او ان تر ولسمشره پورې ټول ترورېږي. ولس لا هم ړوند کوڼ او ويده دى؛ داسې ړوند او کوڼ چې ښه ويني خو ناليدلي يې پرېږدي، اوري خو ځان نه پرې پوه کوي، ژوندى دى خو د ژوند مسووليتونه نه پېژني، په دغسې ولس کې بيا دښمن ښه نفوذ کولى شي او کړى يې هم دى، د خپل زړه کسان په کې پيدا کولى شي، خرکار، دهقان، ملا او عامي تر لوړو منصبونو رسوي، بېلابېل وياړلي القاب ورکوي، همدا نازونه دي چې بيا هر څه غواړي پرې ترسره کوي يې.

دا اوس هم د افغانستان په نظام کې تر نيم ډېر هماغه د پرديو په لاس روزل شوي او تر بېلابېلو منصبونو رسول شوي او نازولي حاکم دي، که څه هم رښتينې اسلامپال او هېوادپال خلک هم شته خو د ګوتو په شمېر او په اقليت کې دي چې د هغوى په مقابل کې هېڅ هم نه شي کولاى. د بهرنيانو يادې دسيسې او لاسوهنې لکه څنګه چې اول وې، اوس هم شته خو د دسيسو ډول بدلون مومي، کله ګوندي حرکتونه او کله هم تحريکونه او ډلې ټپلې رامنځته کوي خو ورانکارۍ يې هماغه ورانکارۍ دي لکه پخوا چې يې کولې او بيا دا ډلې يوه له بلې سره اخته کوي، که څه هم د دوى له خوا جوړې شوې او د دوى د ګټو لپاره يې کار او مبارزه کړې وي.

کيسه دلته خرابه ده چې زموږ هغه افغانان او ډلې ټپلې چې دښمن يې د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره په کرايه نيسي او بيا يې د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې جنګوي هېڅ خپلو تېروتنو ته نه متوجه کېږي، دا خو لا څه کوې ځان پر حقه او خپله مبارزه رښتينې هم بولي، حال دا چې که سړى متوجه شي او تاريخ پسې را وسپړې او د خپلو سترګو پر ليدلو فکر وکړي، هېڅ داسې کار به يې نه وي کړى چې د دغه ملت په خير وي.

که پرون له يادو يوې ډلې هر څه کړي، سم او پر حق دي، خو نن چې يوه بله هماغه چاره ترسره کوي لکه پرون چې هغې کول، بيا يې غندي او د اسلام له دايرې يې باسي، که هغه ډلې اوسنۍ ملامتوي او د اسلامي له دايرې يې باسي، خو پرون خپله هغې هم همداسې کول لکه اوس چې يې دغه کوي، نو فرق څه شى شو؟ د هېواد او خلکو د بدمرغۍ لامل هم همدا دى چې زموږ د جنابانو عقل سر ته نه راځي، سنجش نه لري، ښه ويني چې موږ، زموږ د تباهۍ لپاره روزي او حمايه کوي خو بيا هم عبرت نه اخلي، خپل ګرېوان ته سر نه ټيټوي او يوه اشتباه د ژوند تر اخره تکراروي، پر هماغه خره سپاره دي چې تر دې پخوا هم سپاره وو. شخصي قدرت، دولت او شهرت ترلاسه کول يې د ژوند لويې موخې دي، د دې لپاره تر هره بريده رسېداى شي، ولو که ځورونه وي، د نا امنۍ جوړول وي، انسان وژنه او عام وژنه وي او يا هم هېواد پلورنه وي.

د ځان د ګټو لپاره له اصولو او قانون څخه سرغړونه نصوار هم نه ورته ښکاري، داسې يې تر پښو لاندې کوي چې په تاريخ کې يې هم بېلګه نه تر سترګو کېږي. د خلکو لوږه، تنده، بې روزګاري، بدمرغي، بې تعليمي او نورې ناخوالې د شخصي ګټو قرباني کوي، د ترحم په نوم څه نه پېژني، کلک زړي او باغي دي.

له ځان پرته بل انسان ورته ارزښت نه لري، له دليل او منطق سره يې خداى په اماني کړې، هر څه چې يې په فکر کې ورګرځي، درباندې مني يې، د اسلام، قانون او اصولو په چوکاټ کې يې درباندې بولې؛ ځکه دوى بايد ملامت هم نه شي، دوى ټول سرچپه قانون چلوي، که تاوان ورسوي، په خدمت به يې ورسره معامله کوې، په بدل کې به ورته ښه امتياز ورکوې؛ دا ځکه چې دوى ټول لکه د ګاډۍ اس، يو مسير ګوري، هغه مسير چې خپلو پردو بادارانو ور ښودلى (د خپل هېواد وراني)، د ياد مسير له مخې يې که هر بد کول د هر قانون په تول ورته پر وزن برابر ښکاري. وروستي تېر شاوخوا دوولس کاله کړنې يې، هغه که په نظام کې وې او يا بهر له نظامه ښکاره بېلګې دي، زور ښودنه، قانون ماتونه، غصب، فساد، چور، غلا هغه څه دي چې وايي ((انچه عيان است، چه حاجت به بيان است.))

اوس خلک هم له دوى بل څه نه غواړي او نه يې هم له نظامه لري کوي، يوازې دا غوښتنه يې ده چې، که يې د هرې خپلې کړنې په بدل کې امتياز غوښت، ترلاسه يې کړ، د قدرت او څوکۍ وږي وو، ورته ورسېدل او کافي وخت يې په خدمت کې وو، باداري او بد معاشي يې کوله ويې کړه، خپل هر سم او ناوړه ارمان ته ورسېدل او د دنيا هره مزه يې وڅکله، نور بس دى، د دغو ډلو هر يو دي نور په ټولنه کې خپل ځان او موقف وپېژني، خپلو وړتياوو ته په کتو دې په نظام کې ځاى ونيسي، خو د اهلو کسانو مخه دې نه نيسي، فساد ته دې لمن نه وهي، بيت المال دې نه لوټي، بې اطاعتي دې نه کوي، قومي ټيکه داري دې پرېږدي، له سرغړونو دې لاس واخلي او بالاخره دې له هره اړخه قانون ته احترام ولري او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *