تاند- هند وايي چې د دغه هیواد مرستیال ولسمشر حمید انصاري به د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اشرف غني احمدزی لوړه په ځای کړي او د لومړي ځل لپاره په سوله ییز او دیموکراتیک ډول واک ترلاسه کړي.
اشرف غني احمدزی د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو ګټونکی اعلان شو او پرون /جمعه/ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري بریلیک وروسپارل شو.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل چې ډاکتر غني په سلو کې ۵۵ اعشاریه ۲۷ رایې ګټلي دي.
ټاکل شوې ده چې د هند ترڅنګ د یو شمېر نورو هیوادونو مشران او جګپوړي چارواکي د اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي خو ښايي د بهرنیو مشرانو ګډون هغسي نه وي چې پخوا یې تمه کېده.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو پر سر ناندریو ممکن د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم هم اغېزمن کړي وي.
هند، چې له افغانستان سره خورا نژدې او دوستانه اړیکې لري او د دې لپاره چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي له دې هیواد سره یې تر ۲ زره ملیون ډالرو زیاته مرسته کړې، غواړي چې د مرستیال ولسمشر په کچه د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.