په کايناتو کې هر څيز لکه ماشين له پرزو جوړ دى. د هر کل پرزو ته اجزا وايي. هر جز هم له نورو اجزاوو جوړ وي . هر کل پخپله هم ښايي د يوه بل کل جز وي. مثلا: که کوټه يو کل وي؛ نو د ديوالونو، چت، کړکيو، دروازو او ستنو له اجزاوو جوړه ده . کوټه بيا د کل په توګه د کور يو جز دى. کور چې له کوټو، چاپېرو دېوالونو، دروازو او نورو جوړ وي. کور بيا د کل په توګه د کلي جز دى.
د يوه کل څه اجزا بنسټي وي. مثلا: څلور چاپېر دېوالونه، کړکۍ، دروازه ، چت او ستنې ښايي د کوټې بنسټي اجزا وبولو؛ خو کټونه، توشکې، بالښتونه، غالۍ يا ټغر او داسې نور يې اضافي اجزا دي، چې که دا پکې نه وي، هم د کوټې کلييت ته څه زيان نه اوړي.
هر څيز د جزياتو او کلياتو له دې سيستمه جوړ دى او که د تصوف د وحدة له زاويې وګورئ؛ نو د ټولو کايناتو ترمنځ د وحدت يو تار غزېدلى، چې دا ټول اجزا يې لکه مرۍ په يوه لړ کې پېيلي دي.
په مادي شيانو کې دا غزېدلى تار يا پيوستون- چې له اجزاوو يې کل جوړ کړى- محسوس وي. مثلا: موږ د کوټې اجزا په سترګو وينو، چې کوټه يې جوړه کړې؛ خو په مانيزو شيانو کې دا تار او رغوونکي اجزا محسوس نه وي. مثلا: مينه چې له کومو اجزاوو جوړه ده، هغه مانيز دي.
رغښتوالو(Structuralism) په مانيزو سيستمونو کې په دې تار(تړاو) پسې وګرځېدل او په ژبپوهنه، اسطورو او ادبياتو کې يې پر جزياتو بحث وکړ.
په کلياتو کې ځينې ساده او ځينې پېچلي وي. سادتوب او پېچلتيا ىې د اجزاو له برکته وي. د کوم کل چې اجزا ګڼ، رنګارنګ او پېچلي وي، کل هم پېچلى وي. مثلا: د پتې خان او رابيا کيسه درواخلئ. له يوې خوا ىې اجزا رنګار دي، له پېښو، اسطوروي توکيو او ادبي ژبې رغېدلې. ورسره يې پېښې ګڼې اوپه يوه بل کې ننوتې دي، ادبي او اسطوري اجزا يې دومره ګڼ او پېچلي دي، چې سړى ىې په اسانه نه شي درک کولاى.
په زياترو ولسي کيسو کې داسې اجزا وي، چې د کوډونو استفاده ترې شوې وي، مثلا: د يوه کرکټر په کور کې خزانه ښخه ده، خو هغه ترې خبر نه دى. د دې به ظاهري مانا همدا وي، خو کهdecode/ له رمزه راووځي؛ نو نورې ډېرې ماناوې ترې اخيستل کېداى شي، لکه د کرکټر خپل هنر، علم، اخلاص، مينه او نور. په زياترو ولسي داستانونو کې داسې کوډونه شته، چې د داستان اصلي اجزا جوړوي؛ خو که ډيکوډ نه شي؛ نو پر داستان مو سر نه خلاصېږي.
علم د کلياتو درک نه دى، د جزياتو درک دى، ځکه چې کل له جزياتو جوړ دى او چې جزيات درک شي، سړى د هغه کل پر ټولوځانګړنو پوه شي.
د يوې پېښې اجزا او د رامنځته کېدو لاملونه يې دوه بېل مفاهيم دي. مثلا: ورېځ د باران علت دى، جز يې نه دى. يا که مو يو ملګرى په مخه درشي او ژر ژر، لنډ لنډ ځوابونه درکوي، پوهېږئ، چې د سړي بيړه ده او کوم کار ته وارخطا دى؛ نو دا تلولي او بيړه د دې لنډو ځوابونو جز نه دى، لامل يې دى. تاسې ځکه د هغه د خبرو د مانا پر مانا (وارخطايئ/بيړه) پوه شوئ، چې د ده د خبرو جزيات مو وشنل. سيمانټيک علم هغه دى، چې د يوه ظاهري معلول دويمو، درېيمو پټو او اصلي علتونو يا ماناوو ته مو رسوي.
موږ چې جزياتو ته پام نه کوو، علم و هنر مو ډېر پرمختګ نه کوي او پر ډېرو شيانو نه پوهېږو. شاعري لولو، خوند هم ترې اخلو؛ خو د شاعر ستړې اروا پکې نه شو درک کولاى، کيسې لولو؛ خو اصلي مفاهيمو او ماناوو ته يې نه رسو، په سرسري ماناوو کې يې ونښلو.
د جزياتو د نه درک څو لامله دي:
يو: د يوه کل اجزا دومره په يو بل کې ننوتي وي، چې هر جز خپل تشخص بايللى ښکاري او موږ اجزا له يو بله بېلولاى نه شو.
دوه: جزيات په کل کې داسې ورک وي، چې شننه يې اسانه نه وي، همدې کل مو سترګې نيولې وي او په ځان پسې يې داسې روان کړي يو، چې هغو وړو وړو جزياتو ته مو پام نه وي، چې دا کل ترې جوړ وي.
درېيم: کل ښکاره وي، خو جزيات پټ وي او چې کله کل وران شي، بيا سړي ته پته ولګي، چې دا خو له جزياتو جوړ و.
څلورم: په علومو کې مو دا وړتيا نشته، چې موږ د جزياتو درک ته وهڅوي.
پينځم: زموږ خپلې بې پروايۍ، ناپوهۍ او بيړې هم د جزياتو درک ته نه يو پرېښي.
شپږم: موږ د اجزاوو بېل حيثيت نه دى منلى. همېشه مو کل ته ارزښت ورکړى.
پر جزياتو پوهېدا او شننه يواځې د کلياتو په درک کې اړينه نه ده، د جزياتو په استفاده کې هم راسره مرسته کوي.
په نړۍ کې په پوهنو کې هله بدلون راغلى، چې جزياتو ته يې پوهان ځير شوي او په جزياتو کې يې بدلون راوستى.
فورموليستان چې ادبي ژبې اجزاوو ته ځير شول، چې وزن، قافيه، رديف، صنعتونه، پېښې په خپلو کې يوځاى کېږي او د ادبي پنځونې په نامه يو کل جوړوي او همدا اجزا د ادب ماهيت دى، چې ادب پرې له ناادبياتو بېلېږي؛ نو د ادب په درک او ايجاد کې يې اساني راوسته.
همداسې چې سمبوليستانو ادبي پنځونو کې د اجزاوو په توګه سمبولونو ته اهميت ورکړ، نوى ادبي مکتب يې جوړ کړ.
رغښتوالو چې د ادبې اجزاوو ترمنځ ارتباط درک کړاو د جزياتو پر ارزښت پوه شول، ادب ته يې نوې تيوري ورکړه.
د جزياتو پر ارزښت پوهېدا نامنطقي هم نه ده، ځکه همدا جزيات دي، چې کل يې رغولى دى او په کلياتو کې هله بدلون راتلاى شي، چې په جزياتو کې يې بدلون راشي. مثلا: غزل له پخوانۍ تنګې بڼې اوس ځکه نا څه ازاد شوى، چې په جزيات کې يې بدلون راغلى. موضوع يې د عشق له تنګي راووته، د مطلع او مقطع التزام پکې ختم شو. د همدې جزياتو(د قافيې، رديف او ټاکلو څپو) د بدلون له برکته ازاد نظم دود شو؛ نو که ازاد نظم يو کل ګڼو، ايجاد يې د قافيه والې شاعرۍ د اجزاوو په بدلون پورې تړلى دى.
پخوا په فلسفه کې زياتره استقرايي مېتود کارېده. په دې مېتود کې د کلياتو له مخې پر جزياتو باندې بحث کېده. د يوه ډول بېلابېل شيانو يو کل به و، بيا پر دغو همډولو شيانو تطبيقېده. يوه مښلې بېلګه يې دا وه، چې څرنګه چې انسان فاني دى او سقراط انسان دى؛ نو سقراط هم فاني دى. د استقرايي مېتود پر بنسټ کليات لکه د سقراط د مثل غوندې ثابت شيان وو، چې پر نورو بېلګو عملي کېدل او همدې مېتود په فلسفه کې د پرمختګ مخه نيوله. په فلسفه کې هله بدلون راغى، چې د استقرايي مېتود ځاى قياسي مېتود ونيو. په دې کې د استقرايي مېتود پر خلاف خبره له خصوصياتو نه عمومياتو يا جزياتو نه کلياتو ته تله او يوه کل/قانون/ښکارندې په اړه به پرېکړه د جزياتو پر بنسټ کېدله. همغه د سقراط بېلګه سرچپه کوو: سقراط فاني دى. څرنګه چې سقراط انسان دى؛ نو انسان فاني دى. د دې مېتود په برکت ډېر کليات -چې پخوانو په فلسفه کې د ارزښتونو په توګه منلي وو- يا ونړېدل يا بشپړ شو يا سم شول، ځکه چې د جزياتو په بدلانه سره په کلياتو کې بدلون راځي؛ مثلا: که د يوې کوټې يو دېوال وغورځوو، بيا ورته کوټه نه وايي، برنډه شوه.
له دې نه ښکاري، چې کليات پخپله هم د زنځير د کړيو غوندې وي. که يو څيز کل وي؛ نو په ورته وخت کې د يوه بل کل جز وي او د دې کل په بدلون سره په ها بل کل کې بدلون راځي او داسې د يوه وړوکي جز بدلون هم په ډېرو کلياتو کې بدلون راولي، لکه اوبو ته چې ډبره وغورځوې او له يوې کړۍ نه شل نورې کړۍ جوړې شي. مثلا: د قافيه والې شاعرۍ په جزياتو کې له بدلون سره ازاد نظم رامنځته شو. ازاد نظم د يوه جز په توګه په نظمي ادبياتو کې پرمختګ راووست او نظم د ادب د يوه جز په توګه په ادب کې پراخي راوسته.
د رغښتوالو دا خبره سمه ده، چې جزيات چې يو کل جوړوي، نو له يو بل سره يې د ارتباط پر بنسټ جوړوي او که دا تړاو يې وشلېږي، بيا يې هغه حيثيت نه پاتېږي، چې په کل کې و؛ خو په دې خبره د اجزاوو حيثيت ته زيان نه اوړي، بلکې پخپله دا خبره د اجزاوو بېل وجود ثابتوي، ځکه که اجزا نه وي؛ نو ارتباط او کل هيڅ مانا نه لري او چې څوک اجزا شني، مطلب يې دا نه دى، چې له نورو اجزاوو سره به يې د ارتباط له چاپېرياله وباسي، بلکې په همغه چاپېريال کې يې پر ارزښت و مانا فکر کوي.
که د اجزاوو پر اهميت پوه شو؛ نو په علومو ا وهنرونو کې د نوښت لاره موندلاى شو. د نوښت کونجي همدا د جزيات درک دى.
موږ چې له خپلو علومو او ادبياتو کلي مانا اخلو او پر جزياتو ىې فکر نه کوو؛ نو پخپله هم د کلياتو په کچ فکر کوو او کليات بېا تکراروو.
د جزياتو اهميت يواځې په علومو يا هنرونو يا نظم و نثر کې نه دى مهم، په هره برخه کې مهم دى.
شاعر يا کيسه ليکوال هله نوښت کولاى شي، چې د خپل هنر جزياتو ته ځير شي او درک يې کړي، چې زما په شاعرۍ يا ليکوالۍ کې هغه کوم اجزا دي،چې زه يې باىد وپالم او کوم پرېږدم. زما په شاعرۍ کې عاطفه شته که نه؟ کوم ادبي جز خو رانه ډېر نه تکرارېږي؟ کوم ادبي اجزا پاتې دي، چې زه يې بايد په خپله شاعرۍ کې وکاروم؟ همداسې ليکوال ته د خپل هنر پر جزىات فکر پکار دى،چې زما د کيسو ژبه څنګه ده؟ تخنيکي اړخونه يې سم دي که نه؟ تصويرونه پکې شته که نه؟
د شاعرۍ او ليکوالۍ په مقابل کې بيا واقعيتونه، کيفيتونه او احساسات دي.هغه شاعر بريالى دى، چې لويو احساساتي پېښو کې جزياتو ته ځير شي. پر خپل زړه د يوه چا د خندا پرېښې ليکه درک کړي او پر جزياتو يې ځان پوه کړي. خپلو وړو وړو کيفيتونو ته ځير شي او په خپله شاعرۍ کې يې بيان کړي. همداسې کيسه ليکوال هم بويه د ژوند جزيي پېښو ته ځير شي، چې يو څوک چاى څښي، پياله څنګه نيسي؟ ګوټ څنګه کوي؟ ږلۍ چې پر ځمکه رالوېږي، ځاى پر ځاى ودرېږي، که کله ناکله رغړي هم؟ يو سړى چې وارخطا وي، د مخ رنګ او د سترګو حالت يې څنګه وي او له مخاطب سره څنګه چلند کوي؟ د هديرې لړم له عادي لړم سره څه توپير لري؟ د هديرې په لړمانو پسې خو پوډريان ګرد ګرځي او چې ويې نيسي، وچ يې کړي، بيا يې په سګريټو کې څښي. يوه سړي ته چې شرم واوړي، څنګه احساس کوي؟ حرکات يې څنګه وي؟
په مشهورو نړيوالو لنډو کيسو او ناولونو کې ليداى شئ، چې دوى څومره جزياتو ته ځير دي، د يوې پېښې په انځورنه کې پوټى غلطي هم نه کوي او د يوې پېښې يا حالت ټول جزيات دقيق بيانوي، لکه سړى چې فلم ګوري.
په کيسه کې د جزياتو بيان کيسه ژوند ته نېژدي کوي او لوستونکى د کيسې پر پېښه باوري کوي. د يوې کلي پېښې ډېرې جزيي پېښې موږ ته اضافي ښکاري، خو چې انځور يا بيان يې کړو؛ نو پته راته ولګي، چې د کيسې پېښه مو اوس بشپړه شوه او چې بيا يې ترې لرې کړو؛ نو د پېښې پر نيمګړتيا پوه شو.
محب زغم په هغو ناول ليکوالو کې دى،چې جزياتو ته ډېر ځير وي او وړې وړې پېښې هم له نظره نه غورځوي. په نوي ناول(ځورونکى) کې يې دا جملې وګورئ:
”دا بېرنګه دېوالونه هم د رڼا تږي وو، رڼا به پکې ورکېدله، ته وا رڼا يې خوړله. د کوټې نيمايي برخه له غولي تر چته پورې په نياليو، بړستنو او اضافي لوښو ډکه وه او ايله پکې د درې په درې ګزو ځاى پاتې و. د کوټې له چته ښکارېدل، چې خاوند يې کوم بېوزلى انسان و، ځکه چې لاړي(دستکونه) يې له يوه بله سره لرې اچولي وو. چېرته چې درې لاړي پکار وو، دوه دانې. د لاړو پر سر د دړو او تختو پرځاى د ولې څانګې او کاږه واږه ښاخونه له پاڼو سره.ځاى ځاى خټې ترې لاندې راوتلې وې.”
زموږ زياتره کيسه ليکوال او شاعران داسې انګېري، چې ګنې ژوند مو درک کړى، خو ژوند هله درک کولاى شو، چې په ژوند کې وړو وړو پېښو ته ځير شو او پر ځانګړنو او علتونو يې ځان پوه کړو.
د بېلابېلو پېښو پر جزياتو باندې د فکر بله ګټه دا ده، چې د ژوند په اړه تجربه راکوي او معلومات مو زياتوي. هغه معلومات چې ښايي ډېر کتابونه پسې ولولو، په اسانه په خپل فکر، دقت، ژوره مشاهده او تجربه کې موندلاى شو. علم به په کتابونو کې وي، خو نوښت په فکرونوکې دى.
د جزياتو اهميت په کره کتنه، ليکنو او څېړنه کې هم ثابت دى. کره کتونکى چې د يوې ادبي پنځونې پر جزياتو پوه نه شي، پر ارزښت يې نه شي پوهېداى.
د مقالو ليکوال چې په ادبياتو کې جزياتو ته ځير شي، په ليکنو کې يې نوي اړخونه په رابرسېره کېدو شي.
که کلياتو ته يې پام وي، چې لنډه کيسه کې دې ته وايي، سپين شعر داسې دى، ناول داسې وي او تشبيهات داسې وي؛ نو نوښت نه شي کولاى، همغه زړې خبرې به تکراروي؛ خو چې کله د دې زړو خبرو او کلىاتو تر شا جزياتو ته ځير شي، چې لنډه کيسه له کومو اجزاوو جوړه ده، سمبولونه له کومو اجزاوو جوړ وي، مدعا المثل څنګه رامنځته کېږي او داسې نور زرونه ناويلي جزيات راوسپړي؛ نو په ادبپوهنه کې يې له نوښته څوک نه شي راګرځولاى، ځکه چې بيا ليکوال د دې کلياتو-چې د ارزښتونو په شان منلي او ناماتېدونې وي- پر نيمګړتياوو پوه شي او په خپله ليکنه کې يې رابرسېره کړي؛ نو يو خو دا کليات اصلاح شي او که نه د نويو کلياتو رامنځته کېدو ته لار جوړه شي.
په ګرامر کې هم که له کلياتو راووځو، ډېر جزيات راته سترګې په لار دي او که دا جزيات بيان شي، په ګرامر کې مو نوښت رامنځته کېداى شي او ډېرې ژبنۍ ستونزې مو حل کېداى شي. مثلا: په دې پوه يو، چې تړوييکي(د عطف ادوات) هغه دي، چې دوه جملې يا کلمې سره تړي او دا(د عطف ادوات) پخپله يو کل دى. په دې ادواتو کې (او) هم دى؛ نو په ګرامر کې هغه سړى نوښت کولاى شي،چې د دې کل(عطف د ادواتو) پر هر جز بېل بېل وغږېږي. مثلا: که يواځې د (او) پر ځانګړنو، کارونه، له نورو اجزاوو سره پر توپير او سمه کاورنه يې خبرې وشي؛ نو دا به ښکاره ده، چې په ګرامر کې نوښت وي. همداسې زموږ د پښويې(ګرامر) نور جزيات هم درواخلئ، چې د ويلو تږي دي.
جزياتوته ځير کېدل رانه دقيق او نوښتګر خلک جوړوي.