عارفان د قناعت په ګنج توانګر دي
چې یې نه راځي د خلکو مال په سترګو
قناعت له غوره او ستایل شویو انساني صفتونو څخه یو صفت دی، چې انسان د داسي دنیا له دوستۍ څخه منعه کوي چې د ټولو خطاو سر باله شي، که موږ د تېرو زمانو د نېکو انسانانو او اولیاو ژوند ته ځیر شو هغوئ بار بار تاکید کړی (( نېکمرغه ژوند هغه دی چې د قناعت په ګاڼه وپسولل شي او بدمرغه ژوند د هغه چا دی چي د دنیا د لاسته راوړلو لپاره هر څه ته لاس واچوي)) که داسي کس ته ټوله دنیا هم ورکړله شي د ده په ژوند کې به ارامي، او نېکمرغي را نه شي. د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجه دې حقیقت ته د رسیدو په موخه فرمایي:
(( که حریص ته د ټولې دنیا امکانات په اختیار کې ورکړل شي بیا هم فقیر دی یا خوشاله ژوند هغه څوک لري چي څښتن د قناعت نعمت پرې لورولي وي))
د قناعت په اړه د نړۍ مشهورو پوهانو، فلاسفوو او لیکولانو بېل بېل نظریات او لارښوونې کړې دی، ځینې یې د نېکمرغیو مور بولي، ځینې یې د ارام او سوکاله ژوند زېری ګڼي او ځینې یې د نفس د اصلاح وسیله پېژني او …
که موږ د پښتو ادب او هنر د تاریخ پاڼې را واړوو، د کلاسیکو او منځنیو دورو شاعرانو شعرونه مطالعه کړو، د قناعت په اړه به یې خورا ډېر شعرونه زموږ ذهن او فکر ته لار پیدا کړي، پوښتنه را ولاړېږي، ایا اوسني شاعران اوس هم دې اصل ته ژمن دي؟ که ژمن نه وي د پخوانیو او اوسینو شاعرانو تر منځ توپیر په څه کې لیدل کېږي؟
د منځنۍ دورې د لوی شاعر خوشال بابا د اشعارو دېوان که موږ وګورو،ځای ځای به د خان بابا په اشعارو کې د نورو ټولنیزو، اخلاقي، تصوفي او سیاسي افکارو او اشعارو ترڅنګ د قناعت په اړه شعرونه ولولو ، د خان علین مکان هم دوره عرفاني شاعر رحمان بابا هم ورته اصل پاللی او ورته ژمن دی، رحمان بابا فرمایې چې زه د ټولې دنیا پاچا ځکه یم، چې قناعت مې کړی او قناعت مې تر چپنې لاندې اطلس دی:
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا یم
لوی خان هم دې اصل ته پابند دی او د لویو غوښتنو ترڅنګ یې په کمه برخه هم قناعت درلودلی، په دې توګه دی هم د رحمان بابا په څېر په قناعت ځان د لمدې او وچې ځمکې پاچا ګڼې داسي یو پاچا چي افسر او سپاه نلري ولي په تسخیر د ټولې نړۍ ځواکمن وي لوی خان د قناعت اصل ته داسي اشاره کوي:
چې قانع د زمانې په خشک تر یم
که مې پېژنې پاچا د بحر و بر یم
نه مې تخت نه مې افسر نه مې سپاه شته
په تسخیر د درست جهان ختلی لمر یم
په درون کې مې پراته دي ډېر ګنجونه
په مانا کې لکه کان د سیمو زر یم
حرص انسان تل د بل مال ته ګوري او په زړه کې یې عقده پیداکېږي خپل مال يې که هر څومره ډیر شي ولي بیابه هم دنور ثروت او مال د لاسته راوړولو کوښښ کوي ولي عارف ک�� هیڅ هم نلري خو د قناعت داسي ګنج ورسره ده چې د نورو مال يې تر پام هیڅ ورځي خوشال بابا په دې هکله فرمایې:
عارفان د قناعت په ګنج توانګر دي
چې یې نه راځي د خلکو مال په سترګو
خوشال د جبر د فلسفې پلوی دى او ډير ځله قسمت، بخت او طالع د انسان د برخليك ټاكونكي ګڼي يا په بله وينا د برخليك ليكه له پخوا څخه كښلې ګڼي، کله چې د جبر فلسفه لولو، په هغه کې د انسان کوم تقصیر نشته، انسان قانع ځکه شې، چې دجبر په وړاندې څه کولای نه شي:
په تا كه راشي ډير محنتونه يا راحتونه فراغتونه
ته يې په نورچا حواله مكړه چې ازلي دي دا قسمتونه
د خوشال له ژبې كله كله د جبر په وړاندې د انسان مسئوليت د مسئلې پوښتنه هم راولاړيږي او دا هغه مسئله ده چې ختيزو منطقيونو ډيره شاربلې ده كه انسان مجبور خلق شوى نو ولې بيا د هغو ګناهونو لپاره مجازات كيږي چې په قسمت كې يې ليكل شوي دي:
خالق زما يې په دا پوهيـــــــــږم حكم دې حق دى منم ګروهيږم
چې دې ظلوم او جهول پيدا كړم په بد مې نيسى دا اندوهيــــږم
خو ډير ژر خپل ځواب بيا مومي او وايي چې د خلقت راز د ښه او بد په پيژندلو كې دى:
خبر د دهر په مكر دروه شوم دا څه چې ښاد شم يا په اندوه شوم
نه يې ښادي شته نه يې اندوه شته دواړه فساد دى چې ښه پرې پوه شوم
بل ځای ځان تقدیر ته تسلیموي او حرص ته وایی که ته ډېر کوښښ هم وکړي د مال او ثروت په خاطر ټوله ځمکه پاره کړي ولي هغه څه چې په تقدیر کې درته لیک دي له هماغي نصیبي نه به یوه دانه هم زیاته رانه وړي:
په حرص که مخ د ځمکې کړې پاره
را به نه وړي تر نصیب زیاته دانه
اوس راځو د پوښتني ځواب ته، ایا اوسني شاعران هم د قناعت اصل ته ژمن دي؟
د دې پوښتني په ځواب کې باید ووایو چې نه ، پخوا لوږه تر اوس ډېره وه، خلک وزګاره وه هغوئ له قناعت نه پرته بلهلاره نه درلوده، مجبوره وو چي قانع و اوسیږي ولي اوسنی عصر او د دې ع��ر شاعران بیا ددې اصل خلاف حرصان دي استاد اسدالله غضنفر په دې هکله وایي:
((پخوا چې لوږه ډېره وه، په تشبيهاتو او تمثيلونو کې د ډوډۍ د انواعو ذکر د جدي کلام موضوع وه)). حميد مومند فرمایي:
قناعت يې اشتها کړه هسې صافه
چې اوګره راکوي خوند لکه ښوروا
خو اوس ممکن دغير جدي انداز دخپلولو لپاره د خوراکونو نومونه واخلو. پخوا چې قند ګرانبيه او کميابه وو دمعشوق دشونډو خوږ لت له قندو سره ډېر تشبيه شوى دى چې اوس دغه تشبيه توجه نه جلبوي خو رحمان بابا ويلي وو
يا به شهد يا به قند يا به نبات وي
هر کلام چې له رحمانه شنيده شي
پخواني انسان چې دساينس او ټکنالوجي محسوس پر مختګ نه درلود، دنيا يې ولاړه او بلکې مخ په ځوړ ليده، دبهترۍ امېد ورسره نه وو نو په اخلاقو به يې غور کاوه صبرو قناعت وتسليم وعزلت و د نفس ځپل ورته ضروري اېسېدل. د حميد مومند دا خبره چې وايي:
لږ لږ ښه هم مناسب له نفسه نه دي
غله مېرمن شي اموخته په څکه څکه
دا دتېرې زمانې داخلاقي نظام يوه بنيادي خبره وه ځکه پخواني انسان چې دمحصولاتو دزياتېدو او په طبيعت باندې دلاسبري توقع نه لرله خير يې په دې کې ليد چې خپل نفس وځپي او دخپلې خولې ګوله له وږي بنيادم سره نيمه کړي. دلوږې دايمي وېرې دپخوانو خلکو په ارزښتونو کې له نفسه بلا او اژدها جوړه کړه. موږ اوس په لوږه کې ارزښت نه وينو او عزلت خو راته شايد اخلاق نه بلکې داخلاقو مخالف ښکاره شي
پخوا چې داخلاقي ژوند اصلي مقصد دځان ژغورنه وه او دبيان آزادي او فردي حقونه خوندي نه وو نو په ګوښه کې اوسېدل او په مجلس کې پټه خوله پاتېدل په ارزښت بدل شوي وو. نواب محبت خان وايي:
په عزلت کې يې چې بيا موند فراغت
عنقا ځکه شه ساکن دکوه قاف
دطبيعت په مقابل کې مغلوب انسان دعقل او اخلاقو تقاضا دا بلله چې نصيب ته تسليم شي خو اوسني شاعران ډېر ځله، دعلمي جبر دنظر يې په پيروۍ، برخليک تر ډېره حده دماحول او اجتماعي شرايطو پيداوار بولي. شاه سعود وايي:
زه که څه بد لرم زما خو نه دي
راته ولس راته ماحول راکړي
او که فطرت کې مې څه ښه پراته دي
چرته ګلاب چرته غاټول راکړي
چې تاسو قهر او غضب راولئ
زما سندرو کې کافور خپاره شي
چې امن راولئ خوشحاله شمه
په خوله مې ټکي لکه نور خپاره شي.
زه خو هم هغه څه پرتا سو وېشم
چې يې تحفه چې يې ډالۍ کړئ راته
په هاغو پېغلو باندې شعر ليکمه
چې يې پخپله ملالۍ کړئ راته
کله چې نصيب دټولنيز چاپېر یال نتيجه وبلل شي بيا نو بد نصيب ته تسليمېدل اخلاقي ارزښت نه لري، بلكې عقل او اخلاق رانه غوښتنه کوي چې دنامناسبو اجتماعي شرايطو بدلولو ته بندوبست په کار دى.
اوس دټولنې ستم څه چې دطبيعت ستم هم نه زغمل کېږي
قحط ته، وباته زلزلې ته چې مې پام شي
عقل مې باغي شي فلسفه مې عقيده شي
نو د پخوا په پرتله د ګوښه توب، لاس تر زني کېناستلو، د عزلت، کساله توب، لوږي ته تسلمیدو، او دې ته ورته نور چې اخلاقي ارزښتنونه ګڼل کیدل، اوس دغه اخلاق اپوټه دي، د داسي قناعت په ځاي چي صرف د ځان لپاره وي او نور دي وږي وي د دغو اخلاقو په ځای هڅه کوښښ او زیار ویستل کېږي تر څو د قناعت په ځای یو لوڅ پټ او یو وږي موړ شي.