جناب مهمند صاحب: یوازي د لومړني پراګراف (۱)  په برخه کې له تاسو پوښتم: تاسې چې د امریکا تابعیت لرۍ، بارک اوباما دې د خپل جمهور رييس به توګه منلی او تابعیت او اطاعت یې کوې، د امریکا د اساسي قانون اطاعت او فرمانبرداري کوې، آیا ستا د خپلې توضیح له مخې خپله ته کافر نه یې؟
آیا اشرف غني تر بارک اوباما هم مونږ ته پردۍ او بد دی؟ آیا د افغانستان اساسي قانون د امریکا تراساسي قانون هم ډیر بد دی؟ بهتره داده چې څه ونه لیکۍ که یې لیکۍ باید داسې څه ولیکۍ چې د ولس خیر مو پکې وي. ته په امریکا کې مزې او چړچې کوې او دلته د افغانستان خلکو ته فتواګانې صادروې، لږ په خپل ګریوان کې وګوره. نور افغانان مه تباه کوۍ.
هغه وخت مو په هیواد راوستي چې خلک هم له اسلامه زړه توري دي او هم له وطنه. دخدای روی ته وګورۍ لږ يې له ایرانیانو زده کړۍ چې څنګه خپل هیواد او ولس ساتي او څنګه یې خپل عزت ساتلی دی. دافغانستان د رهبرانو د غلطو سیاستونو له امله نن نه د افغانانانو په اسلام څوک حساب کوي، نه په عقل، نه په کوم بل څه. ټوله دنیا په تا کې غوبل کوي، دا ولې؟ دادې د خپلې کم عقلۍ جزا ده. ټول افغانان د ګور د چینجیانو په څیر یو د بل په ځان اخته دی، دا ولې؟ دادې هم دهمداسې احساساتي سیاستوالو د فتواوو نتیجه ده.
ستا دښمن تل هڅه کوي چې ته له جنګ نه راونه وزې، وحدت پیدا نکړې، یوپه تاریخ پوه مشر پیدا نکړې. زه نن هرڅه زیات داسې یوه مشر ته اړتیا لرم چې په تاریخ پوه وي، او پدې پوه وي چې زما تاریخي دښمن له ماسره څه لوبې کړیدي، څه یې روانې کړیدي او که ورسره عقلاني برخورد ونه شي، کومې نورې لوبي راباندې کولای شي؟!
زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې د مسلمانانو اصلي مشکل دادی چې دوی له نظریاتو پرته د عمل اوکار خلک ندي. نن هراخوانی په نظریاتي لحاظ پروفیسر دی، خو چې د عمل ساحې ته راشې د خپل کور کړکۍ، دروازه، قفل، تشناب، پرده او برق به نشي جوړولای، حال داچې دا کارونه باید دهرانسان زده وي. نن زمونږ د پوهنتونو استادان او مبصرین یو پدې قادر ندی چې د افغانستان د طبیعي معادنو څخه کار اخیستل پیل کړي. نن یوه طبي یا زراعتي یا د انجنیرۍ آله په افغانستان کې نه تولیدیږي. حتی مونږ اوسپنه نشو رایستلای، مونږ مس نشو رایستلای، مونږ ستن نشو جوړولای، مونږ پلاستیک نشو تولیدولای، مونږ تکه نشو تولیدولای، پدې مانا چې که کفري او د کفارو غلام مسلمان هیوادونه یا په بل عبارت لټ او ټمبل غلام مسلمانان پرمونږ صادرات بند کړي، نو زمونږ عورت به د پټیدلو نه وي.
رابه شو اشرف غني ته. اشرف غني ترټولو جهادی او غیرجهادي رهبرانو فوقیت لري. علت یې دادی چې پاک سړی دی، تراوسه یې نه څوک وژلي نه یې د چا په مال او نه هم د چا په ناموس تعرض کړیدی. پداسې حال کې چې دا ټولو جهادي او غیرجهادي نورو رهبرانو چې کاندید وو، یا مستقیما د خپلو افرادو له لارې یاد شوي جنایات ترسره کړیدی. دویم علت دادی چې اشرف غني هغه علم لري چې دا نور جهادي او غیرجهادی مشران یې نه لري. اشرف غني د انسان پیژندنې، تاریخ، اقتصاد او نړیوالو مسایلو متخصص دی، مونږ نن همداسې مشر ته اړتیا لرو، اسلامي معلومات مو کافي دي، که اړتیا وي علماوو او مدارسو ته به مراجعه کوو، د قیام او جنګ اوجګړو ترخې مزي مو له په خوله کې دي، اوس سولې، اقتصادي پرمختګ او په پښو دریدنې او آرامۍ ته اړتیا لرو. که اشرف غني غوندې مشر په بل هرقوم کې وای، خلکو به قهرمان او بابا لقب ورکړی وای خو بدبخت قوم خپلې شمتنۍ نه پیژني.
دریمه خبره داده چې طالبان او اسلامي حزب نه هیله کوم چې نور اوږدمهاله فکر وکړي. سیاست د سرتمبګي او سرزورۍ کار ندی. طالبان او اسلامي حزب باید د سولې یوه واقعبینانه طرحه ولري چې د افغانستان ثبات پکې لومړی ټکي وی، وروسته بیا نور مسایل مطرح شي لکه نوع د نظام په نظام کې د بیلابیلو اړخونو ونډه او داسې نور. طالبان او حزبیان باید پدې پوه شي چې د خیرکثیر په څنګ کې شرقلیل ومني. د افغانانو د عمومي ګټو په خاطر ځیني واړه مسایل باید قرباني شي. دا ځکه چې که داکار ونه کړي هم به یې غاړه بنده وي او هم به په دنیا کې تاواني وي.
وروستۍ خبره داده چې که څه هم د اشرف غني په ټیم کې نه یم، په حکومت کې هم نه یم، خو هیله لرم چې د هیواد او هیوادوالو خدمت وکړم مخصوصا که د سولې په پروسه کې څه کردار اداء کړای شم نو له معاش او امتیاز پرته به دا کار وکړم. راشۍ له نن څخه ۲۵ کاله وروسته افغانستان تصور کړو چیرې چې بشپړه سوله حاکمه وي، نظام عادل او دخلکو خدمتګار وي، خلک بسیا وي او په یوه مړۍ ډوډۍ پسې یې شونډې نه وي وتلې، دخلکو په څیرو کې خوشحالي وي او هیوادوال نه یوازې له یو او بله او خپل هیواد څخه په کرکه او تېښته کې نه وي، بلکې په بهر کې اوسیدونکي افغانان هم په ډیر شوق او مینې سره خپل هیواد ته راستانه وي او هیواد مو له هره پلوه ښاد او آباد وي.
————————————–
۱- د امریکايي افغان د لیکنې لومړی پاراګراف دا دی:
خالا وقت قیام ملت است !
اشرف غنی بچه شاه جان برادرزاده قیوم کوچی مدیر ترجمانها نواسه غنی جاسوس انگلیس در ۱۹۰۰ کواسه بهرام مشهور به جت جاسوس بزرگ انگلیس در ۱۸۸۰ که اسناد وجود دارد غلام بچه جدید جان کری (نظم نوین شیطان) کافر است نظر به قران و سنت و هم هرکسیکه از وی اطاعت کند یا او را بحیث رئیس جمهور امیر خلیفه قبول کند هم کافر است .
7 thoughts on “د یوه امریکايي افغان په ځواب کې/ ډاکتر عبدالواسع قانع”
  1. ډاکتر عبدالواسع قانع صیب

    السلام علیکم

    ډیر قانع کوونکی اوقانونی ځواب دیی افغان امریکایی ته ورکړیدی.

    زه به هم په خپل وار سره دغی جناب مهمند صاحب ته دغه لاندی دپاړسو بیت تحفه کړم. خوفکر نه کووم چه دابه په رشتیا سره مهمند وی، شایددغه سړی په افغانستان کی دځینو پخوانیو اوسیدونکو مهاجرو څخه وی.

    ماازآن پاک دلانم که به کس کینه ندارم
    خرما گرکه بزاید ما از آن باک نداریم

    والسلام

  2. جناب داکټر صاحب قانع !
    ډيره مننه ستا له وضاحت او په زړه پوري نظره . واقعأ که يو کس د خپل ھيواد سره وفا او مينه لري بايد ستا له ھر لفظ يو پند واخلي . ستا اشاره افغاني ليکوال مھمند ته په امريکاکشي يو دندان شکن جواب په ادبي چوکاټ کشي دي . خو زه فکر کوم چي دي ليکوال په خپله دالوست تر اوسه دخپل موجوده خليفه ندی کړي چي څوک دي اوپلار ئ څوک وو ؟ د کوم چي نن تبع دي . دي ليکوال د بشريت لوست ندي کړي ځکه دي داسلام له تاريخ بي خبره دي . که چيرته اندکترين معلومات ھم لري نو مھرباني د وکړي د ابو طالب او ابوجھل په شجره د لژ څه نظر واچوي بيا به وگورم چي څنگه فتوی صادروي .

  3. قانع صیب قانع کونکی جواب ورکړی دی، خو که چیرته دغه نفر په رښتیا مومند وي نو افسوس د ده په حال ځکه که د یو پښتون په اړه دغه د مومندو په جامه تور داغ په پاړسي کې داسی لیکنه کوي نو بیا خو ستاسو
    له لوری دومره وضاحت سراسر د پښتو تورو سره ظلم ګڼم.
    ځکه د وزیر بابا روح به ی په دغه تورو نارامه کړی وي.
    دغه یو نیم بارملکي دریمه درجه د تهذیب ټیکه داران امداسی هڼیږي، لګیا دي وي، که دومره د اسلام او پښتو سره مینه لري نو نران دي شي را دی شي او د خپل وطن په رغونه کې عملا کار وکړي،
    زما په فکر داسی اپلتو ته وخت ورکلو د وخت ضایع ده، زمونږ هیله او عملي کارونه د امدی په خاطر دي چې په د پښتون په خاوره نور د سولی سادر خپور شي.
    مننه

  4. امریکایي مهمنده ! ته کافر یې ، پلاردې کافر ؤ ، ته د کافرستان اړوند سیمې سړی یې ، ډاکتر اشرف غني اصلي مسلمان افغان او ددې خاورې بچی دﺉ . لعنت دې در باندې وي په تا او په شفیع عیار باندې چې تل په افغانستان کې د ناحقو تایْید کوۍ او حق مردود ګڼۍ . الله دې تاسو دواړه در په دره او تباه او بر باد کړي . د سي آی اې او آی اس آی ګوډاګیانو .

  5. Dear sir Dr Saleh !
    The capacity of your judgement is so limited .
    You mentioned about fetwah but your self passing Fetwah saying that whoever has the foreign citizenship is kaafer ???
    Astakhferullah brother Saleh you are totally wrong I condemn your idea about the Afghans who live abroad .
    I have foreign citizenship and I’m muslim Alhamdulellah.
    But I totally respect and obey the law and order which has been inforced on it”s citizens .
    And I’m proud for doing so.
    What do you know about the west?
    The country I live in gave me a lot that I have to appreciate for. ThIs country taught me to understand that I’m human and to respect other human as a human not for there race religion or cast.
    This country taught me that as a human what is my value in the society .
    I learned that women has the same value as men in the society and the same respet.
    I learned that to respect the children and to value their dignity.
    This country respets my religion and values my culture . So why should I not give the same respect back why I don’t obey the law and order . But I love my beloved country as well and I’m so sorry for my people that they are going through a hard time . As a foreign living Afghan I sponsored 4 really poor family inside Afghanistan and send them money every month for them to survive.
    Dear Dr Saleh I’m asking you that last year as an Afghan who live in Afghanistan and as a so called pure muslim how much money did you donate for desperate poor and hungry Afghan that has no money, no food, no shelter ????? I’m sure the answer is nothing . And you come and judge me and my religion and pass the Fetwah that Afghans who live in the west is Kaffer. I’m sorry to say that you are wrong you’re judgement is 100% wrong thanks for your time.

  6. قانع صاحب اسلام اعلیکم!
    ډیر بښنه غواړم چه زه لکه نورو افغانانو واه اه او شاباسی نه وایم .
    ولی دا چی ذمونږ هیواد تباه او برباد دی چی همیشه مونږ افغانان بیرته ته ناست یو او نورو ته چک چک او واه واه وایو او یآهم ملڼډی وهو او خپل عقل مونګ هیڅکله په کار ندی اچولی.
    زه دا ستاسو مفکوره سره موافق نیم او ستاسو دا ذهنیت په ډاګه غنډم.
    زه د غرب د یوه مملکت تابیعت لرم او زما تابیعت زما مذهب ته هیڅ ځیان نشی رسولئ ځګه چی زه د دی مملکت تابیعت لرم د دی هیواد اساسی قانون ته ډیر سخت احترام لرم .
    تاسو د غرب په ارتباط څه معلومآت لری او یا چی فقط آوریدلی دی بس.
    زه خارجی تابیعت لرم ولی الحمدالله مسلمان یم او د الله احکام او د رسول سنت ته می احترام دی او پیروی د قرآن پاک او د احادیثو احکامو څخه می هیڅ کله سرغړونئ ندی کړئ.
    دلته موږ افغانان خپل ځان جماتونه لروو چه پنځه وخته لمونځ پکۍ روان دئ.
    زه کله چی دی ملک ته راغړم نو پوه شوم چه ځه یو انسان یم او د انسان په توګه په دئ جامعی کی څومره ارزښت لرم . په انسانیت پوه شوم او د انسان په قدر پوه شوم دلته څوک دچا یو تار ویښتان ته ضرر نشی رسولی دلته راغړم او پوه شوم چه یو انسان خپل جامعی ته څومره ارزښت لری ښځو ته کوچنیانو ته باید څومره ارزښت ورکړوو دلته په غرب کی ماته یی عزت راکړی زما مذهب ته احترام او زما فرهنګ ته په ډیره درنه سترګو ګوری مونږ ته یی اجازه راکړی چه خپله جماتونه جوړ کړوو او زمونږ مذهب رسم رواجونو ته زمونږ عنعنه ته سخت احترام شته . د اختر په لمونځنو کی چون چی تعداد د افغانانو ډیر دی په جماتو کی نځایړوو نو په غټ پارک کی د اختر لمونخ کوو او دولت پولیس تعینوی چه زمونږ امنیت ونیسی داسی خو مطلق امنیت دی خو د بی نزمیو مخه نوی له پاره دولت پولیس تعینات کړی دلته ځه پوه شوم چه زه هم انسان یم او جامعی ته څومره ارزښت لرم سره له دی چه یو افغان مسلمان یم سره له دی چه د دوی خلک سرونه پری کیږی په اسلامی ملکونو کی ولی دوی بیا هم ماته د یوه محاجر مسلمان په توګه کلک احترام لری او دټولو امتیازاتو څخه بهرمند یم چه یو انګلیس یی لری .
    دا ښه ندی چه یاد کړم ولی چی ثواب یی له مینځه ځی خو مجبور دی کړمه داکټر صاحب چه ووایم ولی چی زه په غرب کی ژوند کړم او پوهیږم چه زمونږ هیوادوال څومره ځپل شوی څومره بدبخته شوی نو ما څلور کونډی چه څلور تر شپژویی بچیان دی سپانسر کړی هیڅ اړیکی ورسره نلرم خو زما هیوادوال دی نو ځکه هره میاشت دوی ته د خوراکی موادو اخیستلو لپاره د خپل تر وسه پیسی لیږم که خدای پیسی راکړی نو د څلورو پرځای څلور سوه بی وزلوفامیلوسره به خوراکی مرستی لیږم.
    تاسوفتواه ورکړی چه څوک چه دغرب تابیعت لری هغه کافردی . زه ستاسواوستاسو د شاباس ویونکو نه پوښتم چه دا تیرکال تاسو دیوافغان مسلمان په نامه دځوبی وزلوافغان مسلمان لاس را وچتکړی دی ؟؟؟؟؟
    ځواب یی شاید صفروی ولی چه وړم کال ګران هیواد ته راستون شوم او ما ولیدل چه مسلمان افغانان څومره بی احساسه دی په ماڼیو کی ژوند کړی خو د دوی دماڼیوترمخ په زرګونو خیمی پرتی دی
    دوی په ماڼیو کی پسونه حلالوی خو په خیمو کی خلک وچه مړی نلری او تاسو راځی په خلکو فتواه ګانی صادر کوی.
    مفتی کیسی ډیر آسان دئ.
    کله چی زه په هیوادکی ووم زما احساس هم مړ وو او ما فکر کول چه وهل ټکول وژنه د ښځو وهل دماشومانو وهل دچاعزت ته ارزښت نه ورکول او رشوت خوړل دمظلومو حق خوړل په مظلومو ظلم کول او ګوښی د ځان لپاره غوښتل یو انسانی فطرت او اجتماعی وجیبه ده ولی کله چه خارج ته راغړو نود ټولوپه ارزښتو پوه شوم مننه ستاسو څخه.

  7. محترمو وړنو او خویندو!
    زموږ وطن همدا د پریدیو جاسوسانو، بی مسولیته مفتیانو او فتوا ګانو خراب کی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *