ماما قدیر بلوڅ

په دې سیمه کې داسي ولس اوسي، چې نه د خپل ځان، نه د خپل فکر او نه هم د خپلې خاورې اختیار لري، نه يې د مظلومیت غږ څوک اوري، نه هم د مبارزې ملاتړ لري، خو دا هغه ولس او هغه خاوره ده چې د دې هر څه باوجود او د خپل مظلومیت سره سره یې داسې مبارز کسان زیږولي، چې د بشر حقونو نړیوال مدافعان چې د بلوڅو پر مسله باندې یې غوږونه مړه اچولي او ویده وو، په خپلو بیداروونکو او د ازادۍ په چغو يې را ویښ کړل.

د دې کسانو له ډلې یو هم ماما قدیر بلوڅ دی چې د عدم تشدد ستر مبارز او اوس وختونو کې يې مثال نسته .

۷۰ کلن ماما له څو کلونو راپدېخوا د ورکو بلوڅو ځوانانو د پیدا کیدو لپاره مبارزه کوي.
بله دا چې د بلوچستان د اشغال کیدو راهیسې، په بلوڅ ولس باندي ډول-ډول وحشتونه روان او د مشرف په راتګ سره د دغو وحشتونو بله پاڼه راواوښته، اوس د پاکستان پوځ داسې کارونه کړي بلوڅ ځوانان له کوره او سیمې اخلي بیا یې په تیزابو مخونه ور لړي او شکلونه یې وربدلوي او بیا یې وژنې، خو خبر نه دي چې د دوی عذابونه بیا هم بلوڅان په هر صورت غلامۍ ته نه شي مجبورولی.

۱ماما قدیر د همدغې د وحشت پاڼې د اړولو لپاره خپله مبارزه له ډیر وخته راپیل کړې ده، د دغې مبارزي په جرم يې خپل ځوان زوی له لاس ورکړ، خو له دې پېښې وروسته یې د اجمل خټک په خبره:

اوس که نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي

چې زما نغمه سړه نه شوله سره شوه

د ماما قدیر ولوله هم همداسې در واخلئ، هغه یو داسې مبارز انسان دی، چې نه ټوپک او نه هم د وژنې قوتونه ورسره دي، بلکې یوازې او یوازې يې د ازادۍ ولوله تر ټوپک ډیر څه ورکوي.

اوس د ده د مبارزې زور دی چې هغه انسان دښمنه پنجاب چې د بلوڅو په نسل کشۍ د راحت احساس اخلي، بیا يې هم د ماما قدیر هر قدم سره خوبونه تښتي.

ماما قدیر د ورکو بلوڅانو د سازمان مشر دی، او کلونه- کلونه کېږي، چې د عدم تشدد مبارزه کوي، په دا وروستو کې د څو بلوڅو خویندو سره او د لس کلن ماشوم علي حیدربلوڅ چې پلار يي د انسان دښمنه پنجاب په مرمیو د ازادی د قربانیانو په کتار کې راغلی، د نړۍ تر ټولو ستر احتجاج وکړ، له کویټې څخه بیا تر کراچۍ او له کراچۍ څخه تر اسلام اباد پورې په پښو ولاړ، ۳۰۰۰ کیلومتره لار یې د احتجاج په توګه پیاده ووهله.

ماما قدیر وايي، په دا ټول احتجاج کې ورسره د سند ولسونو مرسته وکړل ، خو د پنجاب ولسونو تکلیف ورکړل بلکې آی اس آی خو لا ګواښونه هم ورته ورکړل ، خو دغو ګواښونو دوی ته نوره هم انګیزه ورکوله او په همدا انګیزه باندي خپل احتجاجي هدف ته يي ځان ورسول، اوس چې په نړیوالو رسنیو کې د بلوڅو کومه مقدمه روانه ده، دا ټول د ماما قدیر له برکته دي.

پنجاب مین جنرال عبدالقادر بلوڅ:

په پنجاب مین جنرال عبدالقادر بلوڅ چې ډیر وختونه يې په پاکستاني پوځ کې تیر سوی، دا مهال د نواز شریف د کابینه وزیر دي.

د ماما قدیر هغه خبره چې څو کاله مخکې یې راته کړی وه، ورته کفایت کوي ( چې د غلام ذهن لرونکي خلک په خپلو ولسونو کې اینده نه لري.)

د ماما قدیر د ارمان د پوره کیدو په هیله.

———————–

عکس: ماما قدیر بلوڅ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *