تاند- منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې ژمنه وکړه چې د فساد پرضد به سخت ګامونه پورته کړي.

ډاکترغني دا خبره په هغه غونډه کې وکړه چې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي غورځنګ غړیو پکې ګډون درلود.

ښاغلی دوستم د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی منتخب مرستیال دی.

ډاکتر غني وویل چې فساد په افغانستان کې د اصلاحاتو او په هیواد کې د بدلون د لارې لوی خنډ دی.

ډاکتر غني خبرداری ورکړ چې د ده حکومت به د هغو کسانو پرضد کلک او جدي ګامونه واخلي چې په فساد ککړ دي.

افغانستان د فساد له نظره په نړۍ کې درېم مقام لري.

ډاکتر غني وویل چې په تېرو دیارلس کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې فساد د افغانستان د حکومت یوه لویه ستونزه وه.

ده وویل چې په هیواد کې به د سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د ملي یووالي لپاره له ټولو ضروري اقداماتو کار واخلي.

منتخب ولسمشر غني له ټولو افغان پانګوالو وغوښتل چې په سیمه کې د پانګونې پر مرکز د افغانستان د بدلولو لپاره په دې هیواد کې پانګونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې ډاکتر غني او دواړه مرستیالان یې سبا /دوشنبه/ په یو لړ مراسمو کې لوړه وکړي او وروسته د یوه فرمان په وسیله د اجرايي چارو رييس وټاکي. ښايي د اجرايي چارو ريیس ته د ده له لوري لوړه ورکړای شي.

One thought on “منتخب ولسمشر غني احمدزي د فساد پرضد د جدي مبارزې ژمنه وکړه”
  1. د افغانستان د ناروغۍ ستر وایرس فساد دئ ، تشخيص ډېر ښه شوئ د لوی رب په دربار کې دعا کوو چې ډاکتر صيب ورته قوی پیچکارۍ ولګوی او د ځنکدن په حالت کې ناروغ افغانستان بيا په خپلو پښو ودروی ، پريدۍ چې بغاوت کوونکي اوپه فساد کـکړ مليونران چارواکي خپل سر د دوه لاسو په منځ کې ونیسي ـ د ملت په خوښه غوره شوئ مشره ! د افغانانو ملاتړ ستا سره دئ ، يواځې دې نه پریدو او غواړو چې په افغان تاريخ کې د وخت ستر مشر او بابا لقب په میړانه خپل کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *