تاند- د امریکا د څلورو ایالتونو والیان یا ګورنران په یوه پلاوي کې پرون په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغلل چې د تروریستي ضد هلوځلو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره وویني.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د نیویاک ګورنر اندریو کومو د نیوادا، میسوري او تینیسي له ګورنرانو (rian Sandoval of Nevada, Bill Haslam of Tennessee and Jay Nixon of Missouri) او د دفاع وزارت یا پینتاګون له یو شمېر چارواکو سره یوځای افغانستان ته راغلل.

دوی د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل له لوري افغانستان ته لېږل شوي دي.

په افغانستان کې د نیویارک د ملي ګارد شاوخوا ۲۷۰ غړي اوسي.

د نیویارک ګورنر کومو وویل چې ده ته په افغانستان کې د نړیوال تروریزم، د نیویارک د امنیت او نورو مسلو په اړه معلومات ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *