خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٧-٦
کندهار، افغانستان- په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د يو لړ مراسمو پر مهال د پوهني امريت نوې ودانۍ پرانيستل سوه.
په دغو مراسمو کي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون، د ارغنداؤ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي، د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مجاهد او يو شمېر ښوونکو ګډون کړى وو. په دغه ولسوالۍ کي د پوهني امريت ودانۍ په يو جريب مځکه کي جوړه سوې چي نن تر غرمې مخکي د ولايت مقام مرستيال له لوري رسماً د پټۍ په پرېکولو پرانيستل سوه. ياده ودانۍ په دوو پوړو کي جوړه ده چي ٧ اطاقونه، يو د کنفرانس سالون، دوه دهلېزونه، يوه اشپزخانه او درې تشنابونه لري. د يادي ودانۍ د جوړېدو چاري تېر کال پيل سوي وې چي څو ورځي وړاندي بشپړي او ګټي اخيستني ته چمتو سوه. د پوهني امريت ودانۍ د نړيوال بانک له لوري د ٤ ميليونه، ٤١ زره او يو سلو اويا افغانيو په مالي لګښت جوړه سوه.
د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال ياده ودانۍ د پټۍ په پرېکولو پرانيسته او خوښي يې وښوده چي د دې ولسوالۍ د پوهني په بهير کي پرمختګ سوى دى. ښاغلي پتيال د دې ولسوالۍ پر اوسېدونکو ږغ وکړ چي خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي، تر څو اينده نسلونه باسواده او تعليم يافته وروزل سي. نوموړي د ارغنداؤ ولسوالۍ امنيت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چي د دې ولسوالۍ امنيت د نورو په پرتله ډېر خوندي دى، دا ځکه چي اوسېدونکي يې له خپل دولت سره همکار دي.
د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون د مراسمو پر مهال له نړيوال بانک څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د پوهني امريت ودانۍ په ښه کيفيت جوړه سوې ده. هغه زياته کړه چي له دې امريت څخه به د ارغنداؤ ټول ښوونځي رهبري او څارل کيږي. نوموړي د دې امريت د ودانۍ پرانيستنه يو ښه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چي د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تر ډېره حده خپل اولادونه ښوونځيو ته لېږي او معارف رياست به هڅه وکړي چي خلک نور هم دې ته تشويق کړي چي په اولادونو تعليم وکړي.
د ارغنداؤ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د دې ودانۍ له پرانيستلو څخه خوښي وښوده او ويې ويل چي د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اوس د تعليم په اهميت پوه سوي او په ښوونځيو کي ورځ تر بلي د زده کوونکو شمېر زياتيږي. هغه زياته کړه چي تعليم د ټولو ستونزو حل دى، چي بايد ټول هيوادوال خپل اوادونه نور د تعليم په ګاڼه سمبال کړي. نوموړي داراز يادونه وکړه چي ډېر ژر به په ياده ولسوالۍ کي دوه تړل سوي ښوونځي پرانيزي. ارغنداؤ ولسوالي دا مهال ٢١ بابه ښوونځي لري چي ٨ يې لېسې، ٥ متوسطه، ٦ ابتدائيه او دوه مدارس دي.