تاند- د افغانستان نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د وفادارۍ له لوړې وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې افغانستان ته د امېد فضا راستنه شوې ده.

ده په انتخاباتو کې د ټولو خلکو ګډون او له سوله ییزې لارې د قدرت انتقال یې په افغانستان کې یو ښه او مثبت بدلون وباله.

ولسمشر غني وویل، له دې وروسته به سیاست د بې ثباتۍ وسیله نه بلکې د ثبات سبب وي.

ده وویل چې د ملي وحدت حکومت به د ټولو وي او د ټولو افغانانو ارمانونه به تمثیلوي.

ده وویل چې د ملي یووالي د حکومت په جوړولو به په افغانستان کې موازي حکومتونه پای ته ورسوي. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړیو یې وغوښتل چې له وزیرانو سره خصوصي ملاقاتونه ونه کړي، د چا د مقررولو غوښتنه ونه کړي.

زموږ له خاورې به د هیڅ هیواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي او له نورو هم غواړو چې له خاورې څخه یې د افغانستان پرضد کار وانخیستل شي.

ده له ګاونډیو هیوادونو او اسلامي هیوادونو سره د نژدې اړیکو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې لومړنی سفر به مکې مکرمې ته د عمرې لپاره وکړي.

ده له ټولو افغانانو وغوښتل چې له جوماتونو د سولې ږغ پورته کړي. اشرف غني احمدزي وویل چې اختلافات له سیاسي لارې حل کېږي، له طالبانو او اسلامي حزبه غواړي چې سیاسي خبرو ته تیار شي.

ده وویل، هغه سوله چې عدالت پکې نه وي دوام نه شي کولی اوبناً ټینګه او تلپاتې سوله غواړي:«موږ لنډمهاله او موقتي سوله نه غواړو، دوامداره سوله غواړو.»

ده وویل، په هر وزارت کې به یوه ژمنه لاسلیک کړي، د پارلمان او وزارت او اجرايي رييس ترمنځ، اداري فساد به ونه زغمو. د فساد د بدمرغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره به هر اړخیز اقدامات وشي.

ده د درې ګونو قواوو د مشر او ولسمشر په توګه خپلو صلاحیتونو ته په اشارې وویل چې د وزارتونو په منځ کې د یو بل په کار کې د ټکر مخه به ونیسي، موازي کارونه به له منځه یوسي.

ولسمشر احمدزي په قضايي سیسام کې د اصلاحاتو د راوستلو وعده وکړه، او ویې ویل، ستره محکمه باید په یوه میاشت کې دننه ټولې محکمې او قاضیان د مکافات او مجازات د اصل پر اساس وڅېړي.

ده وویل چې په دې ژمن دی چې ملي بودجه مستقیماً ولایتونو ته ورکړي.

د خپلسرو وسله والو ډلو او موازي حکومتونو پر پای ته رسېدو یې ټینګار وکړ.

تر وینا مخکې ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغانستان د نوي ولشمر په توګه لوړه وکړه، وروسته نوي ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش ته لوړې ورکړې.

د لوړې تر مراسمو مخکې کرزي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له نوي مشرتابه سره به تروسه وسه مرسته او همکاري کوي.

کرزي په لنډه وینا کې چې په لس او پنځلس دقیقو پای ته ورسېده وویل چې: شکر ادا کوم چې ما ته یې دا ویاړ راوباخښه چې له دیارلس کار څخه وروسته د افغانستان منتخب ولسمشر ته واک سپارم. .. ما له صفر څخه پیل کړه خو اوس یقین لرم چې بیا به یې له صفر څخه شروع نه کړو، ځکه اوس ګڼ شمېر تعلیم یافته لرو… که د کار په پیل کې ما اوسنۍ تجربې لرلای شاید ځینې تصامیم مې بل ډول نیولي وای… د سولې ټینګېدا زموږ یو کار دی چې باید تر سره یې کړو. بې سولې نه امنیت شته او نه انکشاف … کرزي له خلکو وغوښتل چې د نوې ادارې ملاتړ وکړي. افغانستان منزل مقصود ته چې سوله ده او ترقي ده، ان شالله ژر رسېږو.

په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر او د هند او ایران مرستیال ولسمشران، د پښتونخوا ملي مشران او د یو شمېر هیوادونو وزیرانو برخه لرله.

د سترې محکمې رييس عبدالسلام عظیمي ولسمشر غني ته په دري او ولسمشر غني خپلو مرستیالانو ته په پښتو لوړه ورکړه.

وروسته ولسمشر اشرف غني احمدزي د جلا – جلا فرمانونو په لاسلیکولو عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د اجرايي چارو د رييس، انجنیر محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستیالانو او احمد ضیا مسعود د افغانستان د ولسمشر د اداري اصلاحاتو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل.

د فرمان له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالانو ته لوړه ورکړه.

عبدالله عبدالله وینا هم وکړه، ویې ویل چې له نن ورځې د پرون ورځې دواړه انتخاباتي ټیمونه یو ټیم دي.

په دې مراسمو کې ۱۴۰۰ کورنیو او بهرنیو مېلمنو ګډون کړی.

6 thoughts on “نوي ولسمشر د خپل حکومت تګلاره روښانه کړه”
  1. دافغانستان اسلامی جمهوریت منتخب ولسمشر ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی ته دنوی دندی دپیل په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایم، الله ج دیی وکړی چه په خپله پوهه او هوښیارتیا سره زمونژ کړیدلو اوغمځپلو خلکو ته سوله او امن راولی، اوهم دفساد اوتبعیض زیلی اوجرلی دافغانستان څخه مهوه اوختمی کړی.

    کامیابی اوسرلوړی دیی غواړم

    په درناوی

    محمدالله

  2. د سترې محکمې رييس عبدالسلام عظیمي ولسمشر غنمي ته په دري او ولسمشر غني خپلو مرستیالانو ته په پښتو لوړه ورکړه.
    دا یو ټکی جوړ کړئ. غنمي نه غني. مننه.

  3. پداسی حال کی چی جلالتمآب دوکتور محمداشرف غنی احمدزی ته د هغوی د ټاکلو له امله مبارکی وایم ، هیله ده چی د دوی د خدمت موده زمونږ د خلکو لپاره یوه نیکه او دخیر دوره وی ، د دوی تر زعامت اومشری لاندی به زمونږ هیواد د ترقی او سوکالی نویومرحلو ته ورسیږی.
    په پای کی یوځل بیا دوی ته ښه صحت ، بریالیتوب او له خپلو ملګرو سره د صمیمیت او کاری فضا له لوی څښتن تعالی نه هیله کوم.
    د افغانستان ټول روڼ آندی او په هیواد مین افغانان له تاسو سره دی.

  4. نیوی ولمشر ته مبارکی وایم

    خویوه خبره ورته کوم چی دخدای په خاطر دکرزی نه مشوره ونه غواړی

    ځکه هغه نه غواړي چي نیوی حکومت سالم او دخلګو دخوښي وګرځي

    ځکه دی پنځه کاله وروسته بیا ځان کاندیده وي

  5. عزتمند رئس جمهور اشرف غنی ته دجمهوري رياست دمقام داشغالولو په مناسبت خپلي نيکي هيلې وړاندې کوم ستا وينا مونږ ته ډاډ راکړ چه انشالله خبرې به عملي بڼه ولری په دی لاره کي مونږ تا سره يو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *