افغانستان له ګڼو قومونو څخه جوړ هیواد دی، چې تیرو څلور لسیزو راهیسی یو شمېر قومي ټیکه دارانو په سیاسي ،دولتي سیستمو نو کې د قوم په نامه امتیاز اخیستی، زما له انده دا ډول سوداګري تر ټولو ناوړه عمل دی ،موږ پدی فکر یوو ،چې په واحده جغرافیه کې د واحد افغان ملت په توګه ګډ ژوند کوو ګټې او زیانونه مو شریک دي، هرافغان حق لري د خپل وړتیا او مسلک له مخی په دولتي مقامونو کې وګمارل شي نه دقومي سیاسی سوداګرو (ټیکه دارانو) له خوا معرفی شي،بیا دا ښاغلی د دولت مسولینو او قانون پرځای همدغه قومی ټیکه دارانو ته وفادار وي او د قوانینو د سرغړاوی لامل کېږي، په تیرو ۱۳ کلونو کې ډیرو قومي ټیکه دارانو ته د قو په نامه امتیازونه ورکړی شوي ،چې په نظام کې د ېناقانونۍ او بې ثباتئ باعث کیږي د اوسنی نظام له مشرانو هیله کوم،چې هر افغان ته د افغان په نامه مسؤلیتونه د وړتیا له مخي ورکړی نه دقوم په نامه او که احیاناً ځینی اشخاص دقومونو له مینځه غوره کېږي تر ټولو ښه میعار دادی ،چې هېواد او ملت ته ژمن وي، ملي فکر، دکار او فعالیت ځواک ولري ، مسلکی پوهه ولري، قومی ټیکه دارانو ته منسوب نه وي ،دا ډول وړاشخاص په ټولوقومونو کې شته هیله ده چې د ټولو قومونو له مینځه وړ اوفعال اشخاص غوره شي او قومی ټیکه دارانو فرمایشاتو ته نا وویل شي.