له شپږو میاشتو انتخاباتي جنجالونو وروسته تېره اونۍ د افغانستان په سیاست کې نوی څپرکی پرانستل شو او د افغانانو په رایو نوی رییس جمهور وټاکل شو.

د ولسمشرۍ پخوانی کاندید او د اشرف غني احمدزي د حکومت اجرايیوي رییس عبدالله عبدالله او نوي رییس جمهور اشرف غني احمدزي دواړو پخپلو انتخاباتي کمپاینونو کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک ژمنې کړې وې، چې د کیسې له یو طرفه کېدو سره سم اوس امریکا د دغه تړون د لاسلیک غوښتنه کړې.

دا تړون چې په افغانستان کې د سولې د تضمین لپاره لاسلیکېږي، پرلپسې د ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوري په ویناوو کې (ډېر زر د سولې راتلو) لپاره خوشبیني هم مطرح کوي.

تړون او سوله سره نږدې بلل شوي دي، خو که د پخواني ولسمشر حامد کرزي باورونو او خبرو ته وکتل شي، نو پدې برخه کې لا هم د امریکا په رښتینولۍ شک پر ځای پاتې دی.

اوس به وکتل شي چې ډاکتر اشرف غني احمدزی څومره امریکا قانع کولای شي، چې ددې تړون په لاسلیک سره به د هغوی انتظار پای ته رسېږي او افغانان به هم نور د روان حالت له ناتار څخه حد اقل د یو څه خوندیتوب چانس لاسته راوړي؟

زر تر زره د تړون د لاسلیکېدو او د اشرف غني احمدزي له لوري په باوري توګه (ډېر زر د سولې راتلو) احتمال هم شاید له همدې ځایه سرچینه اخلي.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د هغه د نوي حکومت او نویو پلانونو پر وړاندې بله ستونزه وي، چې ددې اندېښنو د رفع کولو لپاره د امنیتي تړون لاسلیک اوس مهم او ضروري ګام بلل کېږي.

د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکی او اقتصاد پوه هېواد مشر اشرف غني احمدزی چې همدا پرون یې واګې پخپل لاس کې واخستې، تر بل هر چا د افغانستان اقتصادي حالت ښه درک کوي او شاید همدا دلیل هم وي چې ددې تړون په لاسلیک سره د نړیوالو په مرسته د خپل حکومت بنسټ قوي کړي، ځکه خو یې په لاسلیک کې دی هم ځنډ نه کوي.

ولسمشر کرزي هم پخپله دوره کې د سولې لپاره هڅې وکړې، خو هغه د خپل دولت له ملکي چارواکو سره د خدای پامانۍ په ورځ وویل، چې د پاکستان له اړخه سوله ځکه له خنډونو سره مخ وه، چې هغوی د ډیورنډ کرښې رسمیت غوښت او د افغانستان د بهرني سیاست واک.

په سوله کې د امریکا په نیت هم ولسمشر کرزي انتقاد وکړ او ان د ملي وحدت حکومت ته یې توصیه وکړه چې له لویدیځ سره په اړیکو کې له پام څخه کار واخلي.

د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډېدل هم د سولې لپاره بلل شوي و. ولسمشر کرزي چې د سولې په موخه د طالبانو یو شمېر غوښتنې ومنلې او له بګرام زندان څخه یې د دوی یو شمېر بندیان هم خوشي کړل، خو د پاکستان د ناغیړۍ له وجې دغه بهیر بریالی نشو.

سوله خوښي طالبان ووژل شول، بندیان شول او یا په مشروط ډول دې بهیر ته ورګډ شول، چې افغان حکومت ترې ذره هم ګټه ترلاسه نشوای کړای او لا هم د تاوان له یو بل اړخ سره مخامخ شول.

اوس پدې ټولو حالاتو سربېره په منځي ختیځ کې د نړیوالې ټولنې د یو نوي تعهد په اساس (د نوې لوبې پیل) د نوي حکومت لپاره د سولې په راوستو کې نور خنډونه دي، چې ځینې نور مسایل به هم له نوي حکومت سره مشروط کړي.

د ملي وحدت په حکومت کې د شمال ټلوالې غړي له طالبانو سره د سولې پر وړاندې یو بله جدي ستونزه ده، چې له طالبانو سره د جګړې اوږده مخینه به یې په سوله کې رایه منفي کړي.

خو په ډاکتر اشرف غني احمدزي د اکثریت افغانانو او په ځانګړي ډول ځوانانو اعتماد به په سوله کې د هغه رول لوبولو چانس زیات کړي او هر اړخیز باور لپاره دا اعتماد ښه پیل دی.

هغه چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ پورې د مالیې وزیر پاتې شوی، د یو ماهر اقتصاد پوه په سترګه هم ورته کتل کېږي، چې د کاري زمینو په ایجاد سره به هغه کسان د جګړې له لیکو راوګرځوي، چې د اقتصادي ستونزو له وجې نن د وسله والو په لیکو ور ګډ دي.

نوي ۶۵ کلن افغان ولسمشر لپاره به له افغان ادارو د اداري فساد له منځه وړل هم جدي ستونزه وي، خو د فساد محوه کول چې د هغه د انتخاباتي شعارونو په سر کې و، نو له سولې سره د اداري فساد پر وړاندې مقابله هم د هغه د پلانونو په سر کې راوړي.

خو د هغه په ټیم کې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ د هغو څېرو راټولېدل ولس له فساد سره د هغه په مبارزې شکمنوي، چې په تېرو دیارلسو کالو کې له همدې حکومته وپړسېدل او د اداري فساد د مشهورو مافیایي بانډونو خاوندان دي.

د امنیتي تړون په لاسلیک سره به هېواد مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی وکولای شي له امریکایي اړخ سره خپلې ستونزې یو طرفه کړي، خو ناراضه ګاونډیان یې چې له دې تړون سره مخالفت ښیي، د هغه د حکومت په مقابل کې د وسله والو ډلو له حمایت څخه لاس وانخلي او دا به یوه بله هغه ستونزه وي، چې د سولې پر وړاندې د خنډ په توګه همداسې وغځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *