احمد ولي سرحدي – د زابل دامنیه قومندانۍ سرپرست قومندان سمونوال غلام جیلاني خان فراهي خبرورکوي چي پرون دوشنبه ماښام د کورنۍ ستونزي له کبله یوښځینه پولیسه د خپلې کورنۍ لخوا وژل سوې او پولیسو هغه کس نیولی چي یاده ښځینه پولیس يې وژلې ده.

بل لورته بیا د زابل شاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي خبرورکوي چي د دوشنبې په ماښام وسله والو طالبانو په یوه غلچکي برید کي چي د ولسوالۍ په څنګ کي ترسره سو، یوسیمه ییز پولیس وژل سوی دی.

طالبانو تردې مهال پدې اړوند څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *