تاند- ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي نن / سې شنبه/ خپلو دواړو مرستیالانو ته په داسي حال کې د کار ځایونه ښکاره کړل چې د تېر ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي هم حاضر و.

ښاغلي احمدزي پرون د لوړې له پرځای کولو وروسته د ولسمشرۍ پر چوکۍ له کښېناستو سره سم ټوله ورځ له بېلابېلو هیوادونو څخه له راغلیو مېلمنو سره په کتلو تېره کړه.

ښاغلي غني احمدزي د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرو ۱۳ کلونو د مرستیالانو د هڅو او خدمت ستاینه وکړه، ویې ویل چې د ده مرستیالان ستر جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش به د قانون د حاکمیت لپاره خپل رول ادا کړي.

ولسمشر غني په داسي حال کې خپلو دواړو مرستیالانو ته خپل دفترونه وښودل چې د عبدالله عبدالله یوه نژدې کس امر الله صالح ګیله کړې چې د اجرايي چارو رييس تراوسه پوري دفتر نه لري.

ښاغلي صالح په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د ملي وحدت د حکومت د معاهدې څو اوونۍ وځي او نن د حکومت د کار د پیلېدو دوهمه ورځ ده خو د حکومت اجرايي رييس، چې په یو تعبیر صدراعظم دی، تراوسه دفتر نه لري.

صالح شک څرګند کړی، داسي نه ده چې د اجرايي چارو د رييس د کار د ځای لپاره ودانۍ نشته بلکې دا کار د بد نیت له مخې او عبدالله عبدالله د سپکاوی لپاره دی.

خو عبدالله عبدالله پرون په ارګ کې و او په هغه خونه کې یې له بهرنیو مېلمنو سره کتنې وکړې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي به پکې له بهرنیو چارواکو سره لیدل.

تر دې مخکې ویل شوي و چې د عبدالله پلویانو مخکې تر مخکې د صدارت ودانۍ، چې د ولسمشر لومړي مرستیال ته ځانګړې ده، نیولې وه خو د عبدالرشید دوستم پلویان صدارت ته ننوتل او د عبدالله پلویان یې ورڅخه وایستل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *