اته ويشتم څپرکى

راتلونکى سهار د سپیده چاود سره سم د انجينر عارف د راتگ او له ما څخه د تېر ماښام د گروپ د ننوتنې د ناوړه هڅې په اړه د هغه د پوښتنې په تمه وم خودده لخواحتی ترغرمې پورې کوم احوال راونه رسېد. زه دغه کاردیوه قهرجنې ليدنې څخه هم ډېراندېښمن کړم. دغرونوپه سرهواتراوسه خرابه وه اوزموږهوایي کارمندانودمخابرې له لارېخبرراکړچې هغوی به د هواحالات ددوشنبې دهوایي ډگرڅخه وڅاري. دوی وویل چې که چېرې هواماته شي هغوی به موږته خبرراکړي. احتمال یې ؤخوبیا هم زموږچورلکه به په دوشنبه کې دیوې بلې ورځې لپاره هلته ولاړه وي.

تېر ماښام ریک وویل چې هغه به سټان او ډاکټرله ځان سره دبگرام هوايي اډې ته بوځي اوهلته به دجنرال بسم الله خان داستخباراتي شبکې سره شپه تېره کړي. ددغه سفرله امله به له یوې خوا دهغوی مورال غښتلى شي اوله بلې خوابه دطالبانوپه کرښو دبمبارۍاغېزه له نږدې ارزیابۍ اوهمدارنگه وگوري چې ایا زموږدنغدوپیسوورکړه تراوسه پورې په کاراچول شوېده او كنه؟ددوی د تگ وروسته مې قرارگاه ته یوشمېرلیکونه ولیکل او دهغوی کاپي مې په ټامپه(1) کې سينټ كام ته هم ورولېږلې اودناکامه ننوتنې او اړوند پېښو په اړه مې مالومات پکې يادکړل. اوپه دغه لیکونوکې مې ځان هغوی ته سیده اوقهرجن وروپېژند. ماددغه پېښې له امله په شمالي ټلوالې باندې داغېزېکچه نشوه اندازه کولای خومادومره څرگندولی شوه چې اغیز یې منفي.

دغرمې لږوړاندې ممتازراغی اوویې ویل چې انجينرعارف غواړي په همغه ماښام په اووه نيمو بجو له ماسره لیدنه وکړي. ما ممتازته وویل چې زموږچورلکه پهدوشنبه کې دهوا دخرابوالي له امله بنده پاتې ده اودځانگړوعملیاتوهغه توكي چې موږ دعارف لپاره داسامه بن لادناودالقاعده په وړاندې دکارولولپاره راغوښتي ؤ،په گډوندټيټ غږلرونكي ټوپک او ټيټ غږلرونكي توپانچې، دوشنبې ته رارسېدلي دي اوکله چې چورلکه راوگرځي، له ځان سره به یې راوړي.

ماغوښتل چې عارف ته مخکې له دې چې نن ماښام یې ووینم، یو څه ښه خبر ورکړم. دغرمې وروسته مې له جان محمد سره دهغه سړک په اوږدوچې د درې شمال ته غزیدلی ؤپه چکرووتلم. که څه هم چې هوا له وریځوډکه اویو څه سړه وه، ورځ ارامه اوخوشالوونكې وه. دپنجشېرسیندهم دسړک غاړې ته غزیده. دسیندغاړه دکوچنیوونواوگڼوبوټوله امله شنه وه اوسطحي اوبه هم په کراره بهېدلې. دبارک دکلي په پنا كېدو سره اودسړک دموړسره څنگ ته داوبو په منځ کې یوکوچنی طبیعي ډنډ ؤ. چېپينځه متره يې پراخوالى درلوداو د ونو یوه ليکه اودگڼوبوټوچې دسیند ترغاړېدمځکې په نرۍ ټوټه شنه شوېوې، نوموړي ډنډ ته ښکلا وربښله.

دلرگیوڅخه جوړې شوې هېلۍ (دنورو مرغانودجلب لپاره دښکارپه هیله لکه لومه. ژباړن) داوبو په سرلامبووهلې اوځای په ځای دتارپه واسطه په تیږو تړل شوې او درول شوې وې.

ډېره زړه راښکونكې منظره وه ساده بې غږه اوچوپتیا وه. موږهلته په یو ځای ولاړو. اودهیلیودښکاراوپه دره کې دډېروکلونودجگړې ویجاړتیا وروسته دژونددبیا نورمال كېدوپه اړه په کراره په دري ژبه غږېدلو. پلي تگ ته مو دوام ورکړ اودسړک په اوږدومویوبل کږلیچی هم پیدا کړ.

هلته دسیندپه ختیځه شیله (اړخ) باندې چې موږته مخامخ ؤیوله خاوروجوړشوی کورؤچې په منځ کې یې یوه وداني اوچارديوالي وه چې مخ ته يې یوه اواره ټوټه ځمکه چې تقریباّلس متره مربع پراخوالی يې درلود، موجوده وه. دچاردېوالۍ ټولې خواوې دجگ اغزن تارپه واسطه په پوره ډول ساتل شوي وو اویوازې یوځای په کې خلاص ؤچې لویه دروازه یې لرله.

1دخاوروجوړه شوې بله وداني ددروازې څخه يوازې یوڅه دننه موجوده وه، جان محمدوویل چې داهغه زندان دی چې شمالي ټلواله پکې نیول شوي جگپوړي طالب ملایان ساتي. هغه وویل چې اوسمهال تقریباً دېرش ملایان پکې زندانیان دي. کله چې یوڅه ورنږدې شوم ومې لیدل چې څلوریا پينځه کسان چې اوږدې جامې یې اغوستې وېدگټارې په منځ کې دودانۍ مخې ته ولاړو. جان محمد وویل چې هغوی دخوا اوشا سیمې پاکوالی کوي. دخوړوپه مقابل کې باید دوی هره ورځ کاروکړي. دپنجرې څخه بهردوه سرتېري چې کلاشنکوفونه ورسره ؤ، ولاړؤ.

جان محمد وویل چې دطالبانولیډران پوهېدل چې په دغه ځای کې په دقیق ډول څوک زندانیان ؤ اودقیقاً دغه زندانچېرې موقیعت لري.

دملایانوسره ناوړه سلوک نه كېده خوددوى ژوند او حالت له ستونزوډک ؤ.

هغه وویل چې دوی دبیمې کړنلارې ته ورته بېلگه ده ځکه دوی مهم ملایان دي اوددوی سره ښه سلوک دشمالي ټلوالې دهغه بندیانوچې دطالبانوسره په زندانونوکې ؤ، طالبان دهغوی په وړاندې ددوی سره د‌ډېرزیات ظلم څخه منع کول. کله چې موږخپل کورته دراتگ په حال کې ؤموږددغه ملایانو له زندان څخه دتېرېدو په مهال لس یا زیات ملایان ولیدل چې دچاردېوالۍ په منځ کې په یوه کونج کې یې دکومې پروژې کارچې دمځکې كېندل ؤ، سرته رساوه.

داځل مې ولیدل چې په دواړو ودانيوکې کړكۍ نه وې يوازېدرې یا څلورنري اوږده چاوکټونه (نری اوږدغار) دمخكېني دېوال په پورتنۍ برخه کې و ،چې زما په فکریوڅه رڼا اوبادورپرېښوده ددوی لپاره ژوندپه رښتیاهم سخت ؤ.

الفاگروپ ماسپښین مهال ټليفون وکړ. اوارجي سره وغږېدلو اوددوستم له خواگروپ ته دهرکلي په اړه یېمثبت خبرراکړ. ظاهرٍٍاً دوستم زیات وخت خپل ځواکونه داسونو په واسطه لېږدول. او الفا گروپ اوسمهال رسماًداسونودکاروان غړي ؤ. ستونزه داسونو په سپرلۍ کې نه وه ځکه چې دغه اسونه دامريكې متوسط اسونو څخهکوچنيوو. ستونزه په هغه زینونواومېخونوکې و چې افغانانوکارول، زینونه کوچني اودنرۍ څرمنې څخه جوړشوي ؤاوشاتنۍ هغه موړه چې امريكايي زینونه یې لري، نه لرله.

ددې څخه لا زیاته ستونزه یې په رکاب (کریب)کې وه. چې امريكايي لویې پښې پکې نه ځایدلې. دوی مشکلات جوړول خوارجي وویل چې هغوی په همغه ورځ قرارگاه ته پیغام لیږلی اوله هغوی یې غوښتي چې ژر تر ژرهامريكايي زینونه اوگل مېخۍ ورولیږي.

ارجي وويل چې قومندان عطا ددوستم سره دالفا گروپ دیوځای كېدلو له امله لږڅه خپه ؤ.

دوستم ارجي ته ډاډ ورکړی ؤچې چې دده اوعطا ترمنځ به هرڅه ارام وي. اودهغه دغه ډول خپگان زموږترمنځه داوږد مهاله سیالۍ اومخالفت یوه برخه ده.

ارجي ددوستم دځواکونو لپاره په راتلونكي څوورځو کې دهوا له لا رې دوسلې او مهماتودغورځولو غوښتنه کړې وه. دغه غورځونه به په هغه سیمه کې ترسره شي چې دالفا گروپ ته پېژندل شوې اوپه نښه شوې وه، داپه دې ماناچې ټول اکمالات به ددوستم ځواکونو ته ورکړل شي.

ما ارجي ته څرگنده کړه چې د اکمالاتو غورځونه ښایي دنوموړو قومندانانوترمنځ دستونزودجوړېدولامل وگرځي، په داسې حال کې چې دالفا گروپ به یې په منځ کې راښکېل وي،. په عین حال کې ما ارجي ته ډاډ ورکړ چې زه به په جنرال فهیم فشار راوړم څوله عطا وغواړي چې ارام شي اوددوستم سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

په همغه ماسپښین دڅلورو بجو په شاوخوا کې مو دډگروال ملهولانډ پسې ډېرټليفونونه وکړل څودتېرې شپېناکامه ننوتنه وڅېړواودراتلونكې کاميابې هڅې دپاره پلان جوړکړو.

هغه ومنله چې دكامياب هرکلي لپاره یې باید زما دگروپ سره اړيکه نیولې وای خوهغه له دې چې سينټ کام ورته او ډي اې 555 گروپ دننوتنې اجازه لکه څنگه چې دده خو ښه وي ورکړې وه، هغه نه ماتېدونكې ؤ. دده سره بحث کول بې مانا ؤ. ملهولانډ وویل چې د اې گروپ همدغه ماښام دندې ته ولېږي خودهوا دحالاتو وړاندوینه څرگندوي چې دهواحالت دتېر ماښام څخه هم ناوړه دي.

دراتلونكينولسم اكټوبرلپاره هرڅه برابر او سم ښكارېدل. هغه وویل چې سينټ کام ته به خبر ورکړي چې دگروپونو د راتگ دماموریت لپاره به همدغه ثابته نېټه وي. ماله هغه وغوښتل چې زما گروپ په جریان کې واچوي اوله خپلوپیلوټانو وغواړي چې له گريک او ایډ سره سباورځ چې له دوشنبې څخه راگرځي، وغږېږي. دشپې ډوډۍ تیاره وه، ممتاز راغی او خبر یې راکړ چې انجينر عارف په همغه ماښام ترتیب شوې لیدنه نشی کولای. په راتلونكېورځ هم نشي کولای چې حاضرشي ځکه چې دمسعود دمرگ څلوېښتمه ورځ وه، مراسم اودعا دمسعوددقبرپه ساحه کې دورځې په اوږدو کې ترسره کېده.

زه پوهېدم چې ممتاز دڅلویښتمې ورځې دلمانځلواو ارزښت په اړه رښتیا ویل ځکه په اسلام کې دیو چا دمرگ وروسته دویرکولو دغه یو مهم پړاودی. سره له دې بیا هم ما فکرکاوه چې دغه ډول ښایي عارف دتېرې شپېد اې گروپ د ځنډېدلوله امله خپل قهر څرگندوي.

ارام ماښام ؤچې يوازې موږ څلور ددفتر په ساحه کې ټک ټک کاوه او بوخت ؤ. بهر باد چلېده او هوا سړه وه اوزه هم نسبتاًپه وخت خوب ته لاړم. دمهماتو دساتلوگدام ته دشپې دیوه بار وړونکي موټر راتگ له خوبه راویښ کړم. تقریباً د یوساعت په دوام د درندو بکسونو په زوره دکوزېدلوله امله گړنگهار و. داهم یوڅه داندېښنې وړؤخوپه وروستی برخه کې غږ لکه دوه شيان چې په زوره سره په مځکه راوغورځېږي، تبدیل شو.

له کړكۍ مې بهر وکتل اوومې لیدل چې یوشمېرسرتېري داسې شیان لکه يوسلو دوويشت ملي متره راکټونه ددوی دخلاصوغارونو څخه دموټر شا ته وړي او په چټكۍ سره بې احتیاطه او بې ترتیبه غورځول كېدل. اودلۍ یې ترې جوړوله. یوازې دومره مې کولای شول چې کټ ته بيا د خوب لپاره لاړشم. که چېرې دمهماتو انباراوگدام انفجار کړی وای، زه پرې هسې هم نه پوهېدلم. په حقیقت کې پاتې شپه مې ډېرارام خوب وکړ.

(1)ټامپه د يوې سيمې نوم دى چې (Centcom)يا د امريکې د پوځ مرکزي قومانده له هغه ځايه ورکول کېده. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *