يودېرشم څپركى
د۵۵۵ د گروپ په راتگ سره ددې لپاره چې دورځې زیات کار مومخې ته پروت ؤنسبتاً وختي پاڅېدلو. موږبایدد اې گروپ په همدغه سهارزموږدشمالي ټلوالې دکوربه گانوسره دحالاتواوموضوع گانوڅخه خبر کړی وای، اوهمدارنگه هغوی مو انجينرعارف ته ورپېژندلي وای اوله هغوی موغوښتي وای چې ۵۵۵ گروپ یې بگرام ته لېږدولى وای څو له جنرال بسم الله خان سره یوځای شوي وای. مااوریک له سټان څخه وغوښتل چې د اې گروپ سره یوځای شي څوزموږاودهغوی ترمنځ اړیکه وصل شي. سټان ددغه رول دپاره منطقي انتخاب ؤ.
ځکه چې هغه دجنرال اودهغه مهموافسرانو سره ښې وظیفوي اړیکې درلودې. دې ته په مساوی ډول مهمداؤچې دسټان مهارت په روسي ژبه کې به د اې گروپ زموږافغان کوربه گانوترمنځ داسانه پوهاوي سبب وگرځي.
مېوري مخکې له مخکې دA گروپ دڅوکسانوسره ملگرتیا جوړه کړي وه اوهغه هم په خپله خوښه دسټان سره بدرگې ته تیارشو. ریک، کریس، سټان، مېوري اوزه د۵۵۵ گروپ خوندي سمڅې(1)ته پیاده ورغلواوسرتېروخپل توكي ددې په هیله چې دورځې په وروستی برخه کې به ددندې لپاره سويل ته ولېږل شي، تیارول.
دگروپ غړي ارام ښكارېدل اوواضحً دوی له دې چې افغانستان ته رارسېدلي ؤ، خوښ ؤ.
دوی له دې امله چې موږ ورته داوسېدلوښه ځای، سټاربکس کافي اودتازه خواړه ورکول، پام نشو اړولای. دوی دلته دراتگ سره فکر کاوه چې هغوی به بهرپه سخته هواکې دکمپونولاندې په خوندسره کارکوي. دغه هوسایي اوارامتیا دهغوی دپاره تقریباً دخپگان سبب گرځېده (لیکوال دلته د خپلو ځواکونو ستاینه کوي. ژ). تورن آر اوساتندویه افسر ډي او د گروپ جگپوړوغړوته ددې په اړه چې ورځ به څنگه تېره شي، تشریحات ورکړل. اوهمدارنگه مې هغوی له هغه پلان چې له مخې یې گروپ نن ورځ دبگرام هوایي اډې لېږدېده، خبر کړل. ما اوریک سټان اومېوري هلته پرېښودل څوټول گروپ ته تشریحات ورکړي. کله چې موږکورته راوگرځېدو، ممتاز خبر راکړ چې انجينر عارف غواړي چې په لسو بجو دليدنې لپاره دلته راشي. ریک د اې گروپ ته بیا ورغی څودگروپ مشر دانجينر عارف سره دلیدنې لپاره راوغواړي.
لیدنې ته دتیاری لپاره ډېرلږڅه اړین ؤ (موضوع ښکاره وه. ژ) موږقرارگاه ته تېر ماښام یولنډ تلگراف ولیږه څوهغوی د او ډي اې 555 گروپ دخوندي رارسېدلوڅخه خبر کړو خوما بیا هم غوښتل چې ددغه عملیاتو له مکمل تشریحاتوڅخه یې هم خبر کړم. ماغوښتل چې د اې گروپ لپاره زموږد هرکلي گروپ د تیاري نیولو، دکوزېدلو ډگر په احتیاط سره په نښه کول، دلارې په اړه دځانگړوعملیاتو دپیلوټانواوزموږدپیلوټانوترمنځ مخکې له مخکې تماس اودکوزیدلو دمحل لپاره دجغرافیایي کوردنیاتوتايېد او تصدیق په صحیح ډول بیان کړم. ماشک گاڼه چې ټاسک فورس ډاگر به د اې گروپ د هوایي ډگر دغلطولواو په پايله کې دگروپ په یوځای کولوکې دگډوډۍ اوحیرانتیا درامنځ ته كېدلوله امله کومه موضوع جوړه کړي خوکهچېرې داسې شوي هم وای، ما ددغه موضوع حقیقت په رسمي تلگراف باندې غوښتنه کوله.. دسهارپه لیکونوکې یو لیک مخ ته راغی چې یوڅه خپگان زېری یې درلود. د اېن اېس سي په سویه باندې د سي اى اې لخوا ددوامدار فشار سره سره، دبهرنیوچارووزارت بې لا خره اوپه ټینگه سره دواشنگټن څخه دډاکټر عبدالله لیدنه رد کړه. ما باید عارف له دغه موضوع خبر کړی وای. عارف دقیق په خپل وخت راغی. کله چې ما اوریک هغه دغونډوکوټې ته بدرگه کاوه، دهغه طبعیت خوښ ښكارېده. هغه واضحاً له دې چې د اې گروپ رارسېدلی ؤ، خوښ ؤ.
ماله هغه څخه دتېرې شپې دگډوډۍ اوحیرانتیا له امله بخښنه وغوښتله اوددغه ستونزې پړه مې دلومړۍ چورلکې په غیبجنو اسبابوباندې ورواړوله. زه ونه پوهېدم چې عارف دزما په كېسۍ باورراغلی وي خوهغه دغه موضوع دلاس په ښورولو سره له منځه یووړله. هغه وویل چې مهمه داوه چې د اې گروپ دلته خوندي راغلی وي. عارف غوښتل چې پوه شي چې کله د اې گروپ بگرام ته دتگ لپاره تیار دی. ما ورته وویل چې هغوی همدا اوس هم دتیاری نیولوپه حال کې دي. کله چې لوجستیكې ترتیبات اودجنرال بسم الله خان سره اړیکه ونیول شي، گروپ سويل ته ددندې لپاره تیاردی. ما ورته وويل چې سټان اوميوري به دگروپ سره په دنده وگومارل شي څودجنرال بسم الله خان سره اړیکې ترتیب کړي. کله چې ماوویل چې زه غواړم چې عارف دگروپ قومندان ته وروپېژنم، خوله یې له خندا ډکه شوه. کله چې ریک لاړ څو آر را بدرگه کړي، ماله ځان سره وویل چې هو هغه خو په پوځي یونیفارم کې دی! تورن آر کوټې ته دریک څخه مخکې راننوت اودعارف مخامخ مېزته ودرېده. عارف ولا ړشواو آر په داسې حال کې وروکتل چې ورکوږ شوڅولاس ورکړي. دعارف له مخ څخه موسکا هیڅ ورکه نشوه. اولکه دنور وخت په څېریې داوسېدلودځای اودخوړو دښه والي په باره کې پوښتنې کولې. تورن آر عارف ته ډاډ ورکړ چې ۵۵۵ گروپ څنگه چې زموږافغان کوربه گان هغوی ته دتگ امر ورکړي، تیاردی. عارف هغه پوښتنه چې ما یې انتظار کاوه، ترې وکړه آیاد آر کسان به ددښمن دځايونو په ضددجگړې په ډگر دلایزر په واسطه په نښه کولوعملیات ترسره کړي؟آر په چټكۍ سره ځواب ورکړ. صاحب: دایواځنی دلیل دی چې موږافغانستان ته راغلي یو. څنگه چې دبگرام په هوایي اډه کې ځای په ځای شو، موږ به ددښمن ځايونه د بمبارۍ لپاره په نښه کول، پیل کړو.
دعارف مخ هم له موسکا څخه ډک شو اوویې ویل چې داخو ښه زېری دی. سويل ته دخوځښت لپاره به تیارى نیول دلیدنې وروسته سمدستي پیل شي. دعارف یا زموږدنوروافغان کوربه گانوله خوا دیونیفارم موضوع په هغه وخت یا وروسته هم هیڅ ذکر نه شوه. ما باور درلود چې د آر لخوادلایزرپه واسطه دهدف نښه کولوپوښتنې ته مثبت ځواب، دیونیفارم موضوع حل کړه. دامريكې لخوا دشمالي ټلوا لې ددښمن په ضدبم غورځول دشمالي ټلوالې رهبرانوته له دې چې د اې گروپ څه ډول لباس په تن ولری، ډېر زیات ارزښت درلود. ما اوریک دانجينر عارف څخه الفا گروپ شتون ته دقومندان عطا دغبرگون په اړه وپوښتل. عارف یوڅه ارام اوخپه شو. هغه وویل حالت هلته جدي دی. هغه د سي اى اې لخوا دپیسې دورکړې څخه منندوی ؤخوددوستم سره دالفا گروپ شته والی دمنلو وړنه ؤعطادمزارشریف په سیمه کې یو لوی قومندان ؤ او مزار شریف په دوديز ډول دتاجکوتر ولکې لاندې سیمه ده.
عطا له دوستم سره اړیکې درلودې اوله دې چې ماښام دهوا له لارې وسلې غورځول کېږي، خبر شوی ؤ. عطا خبر داری ورکړی ؤ چې که چېرې دوستم ته دغه وسلې وروغورځول شي، هغه به ددوستم په ځواکونوبرید وکړي. ما عارف ته وویل چې له دغه ډول عمل سره به واشنگټن ډېر زیات خپه شي. دالفا گروپ دغړو ژوند به له اړتیا پرته په خطرکې واچول شي. اوددې ثبوت چې دشمالي ټلوالې دوه قومندانان ددښمن مخې ته په خپل منځي جگړوکې ښکېل دي، په واشنگټن کې دزیاتوکسانودانظرچې دامريكې دمرستې تمرکز باید په سويل کې دپښتنو سره وي، تصدیق کړي.
ماله عارف وغوښتل چې له جنرال فهیم څخه وغواړي چې عطا اړ کړي چې ارام شي اود دوستم په ضد دجگړې هرډول پلان له منځه یوسي. عارف هوکړه وکړه چې له فهیم به وغواړي چې د ورځې په بهير کې له عطا سره اړیکه ونیسي. په دې وخت کې زه پوه شوم چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا دډاکټر عبدالله د ليدنې ردول ښايي چې د یوې مثبتې پايلې لپاره وکارول شي. دابه زما دهغه تبصروچې په لویدیځ افغانستان کې دشمالي ټلوالې ددوه لویوقومندانانودجگړې اغېزه یې په واشنگټن کې په گوته کوله، په ځواکمنولو کولوکې مرسته وکړي. ماله عارف څخه له دې امله چې دبهرنیو چارو وزارت دډاکټر عبدالله ليدنهونه منله، بښنه وغوښته خوداپه واشنگټن کې دلوړو پوړو چارواکو له خوا دشمالي ټلوالې داوږد مهاله هدفونوپه وړاندې دهغوی بدگماني تصدیق کوي. ما ترخپله حده کوښښ وکړڅوشمالي ټلواله په افغانستان کې زموږترټولوځواکمن ملگری په حیث وروپېژنم اوفشارمې راوړڅودامريكې دبم غورځونې کمپاین ټول زور دلته په شمالي کې دطالبانوپه وړاندې متمرکز کړي څوشمالي ټلوالې ته دبريد کولولار پرانستل شي. زمابحثونوتراوسه پورې دسي اى اې رهبري کړی اونورکسان د اېن اېس سي ټولنې په منځ کې ددغه ستراتیژی دسمولولپاره رضا کړي دي اوهیله مند یم چې په پايله کې درهبرۍپاتې کړۍ به هم له دې هوښیاری چې په شمال کې په جگړه باندې تمرکز وکړي، خبر شي. سره له دې ددوه جگپوړوقومندانانوترمنځ جگړهددې په سر چې څوک باید د سي اى اې گروپ مېلمه کړي، اویاڅوک یواندازه وسله اومهمات باید تر لاسه کړي، به داپه ډگرکړي چې دشمالي ټلوالې سره له مرستې بایدډډه وشي اوپه دوی باندې دطالبانوپه وړاندې دجگړې په رهبری کولوکې باور نشي کولای. عارف په مطلب پوه شواوویې ویل چې له دې امله چې عبدالله به ونه توانېږي چې دامريكې متحده ایالاتو ته سفروکړي، خپه شو اودی به عبدالله پخپله ددغه پرېکړې څخه خبر کړي. عارف ډاډ راکړچې هغه به له جنرال فهیم څخه وغواړي چې د دواړو قومندانانو تر منځ منځگړيتوب وکړي اوهغوی وپوهوي. لیدنه له دې سره چې عارف تصدیق کړه چې هغه به له ممتاز وغواړي چې د اې گروپ سويلبگرام ته ولېږدوي پای ته ورسېده. عارف وویل چې دمازدیگر پورې به هرڅه تیاروي. دالفا گروپ سره مې دمخابرې له لارې اړیکه ونیوه. آر جي ددوستم سره له لیدنې همدا اوس راوتلی ؤ. اوهغه هم تصدیق کړه چې عطا گواښ کړی ؤ چې که چېرې ددوستم ځواکونو ته دهوا له لارې اکمالات اووسلې راوغورځول شي. هغه به ددوستم په ځواکونو باندې بريد وکړي ، آر جي وویل چې حالت ترینگړی ښکاري اوله ما یې وپوښتل چې د درې په دغه برخه کې له شمالي ټلوالې سره څه پېښږي؟
ماورته وویل چې له جنرال فهیم مووغوښتل چې راودانگي وکړي څودواړه قومندانانوسره اړیکه ونیسي. اوددغه احتمالي خطرڅخه یې منع کړي. ماله آر جي څخه دعطا دبريد په صورت کې دهغه پلان په اړه وپوښتل. هغه وویل چې دوستم ډاډ راکړچې هغه به دوی ته دبريد په وخت کې په کافي اندازه کسان دالفا دساتنې لپاره ورکړي. آر جي وویل چې هغه احساس کوي چې دخوندي ساتنې دغه ډاډ قبول کړواونور خپل کارته دوام ورکړو، که چېرې عطا بريد وکړ، الفا گروپ به دحالاتو دپرمختگ سره سم عمل وکړي. ماورته وویل چې دماښام لپاره دوسلې غورځول وځنډوي خو آر جي وویل چې باید ترسره شي. ددوستم ځواکونه اکمالاتو ته اړتیا لري. اودامهمه وه چې دپنجشېرڅخه دباندي په شمال کې دشمالي ټلوالې له قومندانانوسره د سي اى اې مرستې پيل شي. دماسپښن وختيبرخه مودعارف سره دلیدنې د پايلو اوددوستم اوعطا ترمنځ په حالاتو باندې درپوټ په لیکلوتېره کړه.
ماواشنگټن ته مشوره ورکړه اوفکر مې کاوه چې دوستم ته دوسلې دغورځولوبندول به ترهغې چې حالات له خطره راووځي، هوښیاري وي. وسله مهمه وه خودوستم دوسلې په دومره لوی بهران کې نه ؤ. اوددې په هیله چې جنرال فهیم به مداخله وکړي. دیوې یا دوه ورځو لپاره داکمالاتو په غورځونه کې ځنډراوستل به یوه ښه کړنلاره وي.
څو له اړتيا پرته اورته ته تېل ورگډ نه کړو. ممتاز په درېو بجو راغی اوخبر یې راکړچې دجنرال بسم الله خان سره ټول انسجام اوترتیبات بشپړ شوي. او په شپږو بجود اې گروپ لپاره کورته دموټرورلېږلوترتیبات نیول شوي. څوهغوی سامان بار کړي. ما په تیاره کې دگروپ لېږدول په دغه کوږوږ، له جمپونوډک اوخطر ناک سړک له امله اندېښنه وښوده. ممتاز ډاډ راکړچې دهغه موټروانانوپه دغه سړک باندې ډېر ځله موټرواني کړې. دوی سړک سره دومره بلدیت لري. چې په پټوستر گوهم پرې موټرواني کولای شي. ماورته وویل چې همدغه دلیل دی چې زه یې اندیښمن کړی یم. ممتاز په دغه ټوکه پوه نه شو. موږسټان ته یوروسی جیپ موټرورکړڅود۵۵۵ گروپ سره په خپل موټرکې سفر وکړي اوهمدارنگه په بگرام کې خپل ټرانسپورټ ولري. دشپږوبجولږوړاندې مودهغوی سره جیپ موټرته دسامان په بارولو کې مرسته وکړه. ریک اوزه د اې گروپ کورته ورغلوڅوهغوی سره مخه ښهوکړو. دمهالوېش سره سم ممتاز دیوشمېر پیکپ موټرواوسرفجیپونوسره هلته موجودؤ. اودهغه کسانودسرتېرو دسامان دلویواودرنوبکسونو په وړلو بوخت ؤ. په همغه سهار مودشپې دسفرلپاره له دوی سره د توکو په ترتیب کولواودلۍ کولوکې مرسته وکړه اوماددغه بکسونودپورته کولوکوښښ کړی ؤ. فکر کوم چې دمځکې څخه مویواینچ جگ کړاوبیا تسلیم شوم. تقریبا دوه سوه پاونډه وزن یې درلود. دغه ځوان افغانانودغه بکسونه موټر ته اچول اویویویې په دریوکسانوشریک کاوه. یوځل دځانگړوځواکونویوه سرتېري هغه افغانانوته چې دبکس دپورته کولوکوښښ یې کاوه، ورغی. هغه په عادي ډول دغه بکس په یولاس کې ونیوه، اوپه یوه اسانه حرکت سره یې خپلې شا ته راوڅرخاوه. هغه دوه ځله خپلې مټې وښورولې څوبکس لږنورهم پورته کړي اوبیایې دانتظار موټروپه لورې حرکت وکړ. دغه دوه افغانان اوزه سرتېری ته چې سخت زور یې وکړ، په داسې حال کې چې خولې موخلاصې پاتې وې وروکتل. ما دخوندي ټلیفون له لارې دتوریرېزم په وړاندې په مرکز کې له هانک سره اړيکه ونیوه. هغه هم دالفا په شا او خوا کې د حالاتوله پرمختگ څخه اندېښمن ؤ. خوآر جې دمهالوېش سره سم په همغه ماښام داکمالاتودغورځولوټینگه سپارښتنه کړې وه. آر جې وویل چې دوستم دخپلڅولوړپوړي چارواكي له عطا سره د لیدنې لپاره لیږلي دي. اودوستم ډاډه وه چې دغه بحران به حل شي. هانک وویل چې ځکه چې ار جې هلته په صحنه باندې لوړ پوړی چارواكى دى هغه به دهغه سره ددندې په اجراکولوکې مرسته وکړي.
داکمالاتوغورځېدل به ترسره شي. ماله دغه پرېکړې سره ارام احساس نه کاوه خو هرڅه ؤ هغه به وي. ما يوازې هیله درلوده چې الفا دډزوپه منځ کې راښکېل نه شي. خوزه نه وم خبر چې په همغه شپه دالفا گروپ څخه موږ ته دډزوپه منځ کې په راښكېدلوکې ډېر خطر ؤ. په همغه ماښام د لسو بجولږڅه وروسته په داسې حال کې چې ددفتر کارونه مې خلاص کړي وو اودچېرکټ په لورې تگ ته تیارېدم، زموږسويل لورې ته داتومات وسلوناڅاپي ډزې دکلي په سرتېرې شوې. دکلا شینکوپونو ډزو دوام وکړ. ډاکټر دخپلې کوټې څخه دهلېز ته راووت اوویې ویل چې دوسلوکرېټ به خلاص کړو اومنتظر به واوسي. زه دکور بام ته دشپې دعینکوسره وروختلم. سمدستي دگروپ څونور غړي راسره یوځای شول. اسمان شین ؤاوشپه هم سړه وه. بام ته دختلوسره سم دډزوغږنورهم تیز اوتېره شو. حتی دشپودعینکوڅخه پرته موږدټوپکو د خولو پړکې چې دغونډۍ په ډډه کې دکلي هاخواوې، لیدلې. دشپې دعینکوپه شین رنگه ځلا کې موږولیدل چې څوکسان دغونډۍ په ډډه باندې په لاره کې د خوځښت په حال کې ؤ. اودهغه کسانوپه وړاندې چې ددوی په لورې دغونډۍ له ښکتنۍ برخې دونوله کرښې څخه ددوی په لورې روان ؤ. ډزې کولې. دبل اړخ دټوپکوله خولو څخه هم پړکې كېدلې اوداسې ښكارېدله چې هغوی دغونډۍ په پورته لورې ډزې کولې. کریس راغی اوویې ویل چې ممتاز په داسې حال کې چې خوښ ؤاوستړی هم ؤ، راغی اوویې ویل چې اندېښمن نه شى. داسې يوازې دواده دمراسمودلمانځلو لپاره کېږي. موږدغونډۍ په لورې وروکتل ومولیدل چې تقریباًڅلورسوه فوټه لیرې دټوپکودخولوپړکې اوشورماشور زموږپه خوا راروان ؤ. ما ورته وویل چې دواده مراسم نه زما کوناټي!!هر کس یویوتوپک راواخلی، راځئ چې دراتلونکو مېلمنو لپاره انتظار شو. موږلاندې ښکته شواوزه اوریک په دهلېز کې په داسې حال کې چې دگروپ هرغړي دکرېټ څخه یویوکلاشینکوپ اودوسلې غاړه کۍ چې دېرش ډزې اوڅلوېښت ډزې شاجورې پکې وې، راواخیستلې. ریک وویل چې ددې لپاره چې دسیند لورى اوکلي لاندینۍ برخه موترنظر لاندې وي، دلاندینۍ ودانۍ بام ته څوکسان باید وروخېژی.
موږبه دغه بام وساتو اویوکس به دپخلنځي په بام وگمارو. هغه به وکولای شي چې دروازه اودغونډۍ لاندې لاره په هغه لوري وساتي. دا ښه پلان ؤ. او ټاکلو ځايونو ته مو دتگ لپاره بیړه وکړه. ډزې یوڅه کراره شوې، خوبام ته درسېدلوپه مهال ډزې بیا ډېرې شوې. دټوپک دخولوپړکوتقریباًدوه سوه متره لیرې دغونډۍ ډډې هم رڼا کړې خودهیڅ مرمۍ لورى زموږ په لوری نه ؤ. موږدبام په څوکۍ سرونه ټیټ کړل اوپه انتظار موورکتل. ممتاز څوورځې مخکې اعتراف وکړچې دطالبانوپلویان دلته په دره کې موجود دي. ښایي چې د۵۵۵ دگروپ له امله چې تېره شپه راغلي ؤ، خبر شوي وي. دغونډۍ په اړخ باندې لنډ مهاله تبادله بیا وشوه. په یوه شي باندې چې زه پوهېدم هغه دا و چې دادلمانځلواوخوښۍ ډزې نه وې. تقریبا پينځه دقیقې نور هم كېناستلواوډزې په کراره اولیرې كېدلې. دغونډۍ په سر کسان داسې ښكارېدل چې دغونډۍ په لمن کې له کسانو څخه پورته خواته په خوځښت اولیرې كېدل. په پای کې کسان دلویوتیږوسیموته ولاړل اوزموږ له سترگوپناه شول. بیا ډزې ودرېدلې. پينځه دقیقې دکومو ډزوڅخه پرته تېرې شوې. اودغونډۍ په لمن کې مې خوځښت ترسترگو شو.
ما دممتاز غږدلویې دروازې څخه واورېد، اوبیا مې داېډ غږدپخلنځي له بام څخه واورېد. مخکې له دې چې داوسپنې دروازه له زنگېدلو سره خلاصه شي، یوڅه شور ماشور واورېده. اوممتاز په خبرو پیل وکړ. له بام څخه ښکته شوم اوزموږدودانۍ په دروازه کې مې ولید. هغه وویل:اوجنرال گیري خیر اوخیرت دی. تاسې کولای شی چې ارام وکړی. هغه په اندېښنه کې ؤخوهڅه یې وکړه څو په خندا يې تېره کړه. ماترې وپوښتل چې داډزې دڅه لپاره وې، اوهلته څه پېښه وه؟ممتاز تپتپانه كېده اوکوښښ یې وکړ چې ځان ارامه وښيې، خوناکام شو. ویې ویل څوکسان لاندې دښار له زندان څخه وتښتېدل. موږپسې ورغللو. خبره ختمه شوه، هیڅ ستونزه نشته. ما وپوښتل:دطالبانوبندیان وتښتېدل؟نه مجرمين اوداړه ماران ؤ. ما دسر په ښورولوسره دهوځواب ورکړاودپېښې په اړه مې نور هیڅ ونه ویل. دهغه څخه داضافه حقیقت دپیداکولولپاره نورې پوښتنې نه وې پاتې. زه تقریباً دخدای پامانی ویلو ته تیار شوم چې هغه وویل:هوهېره شوې مې وه. جنرال بسم الله خان له بگرام څخه اړيکه نیولېوه. د اې گروپ سټان ميوري، ټول تقریبا پنځلس دقیقې وړاندې خوندي راورسېدل. له ممتاز څخهمې ددغه خبرله امله مننه وکړه اوبیا مې دنوروکسانوسره یوځای وسله بېرته کرېټ (صندوق)ته واچوله.
(1)خوندي سمڅه هغه ځاى ته ويل کېږي چې د راکټ او مرمۍ د اصابت په پايله کې مقاومت ولري، دغه ډول سمڅه معمولاً د غره په لمن او يا د ځمکې لاندې جوړې وې. ژباړن