تاند- د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل کار لومړۍ ورځ د کابل د یوه ښوونځي په کتلو پیل کړه.
ډاکتر غني د کابل اماني لېسې ته لاړ د ښوونکو د تدریس د کتلو ترڅنګ یې له زده کوونکو سره روړغبړ وکړ.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم: ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په دغه کتنه کې له ښوونکو څخه مننه او قدرداني وکړه چې خپل ژوند یې د هېواد دبچیانو ښوونې او روزنې ته وقف کړی دی.
ولسمشر وویل چې د پوهنې وزیر ته به لارښوونه وکړم چې د هېواد په کچه د ښوونکو ستونزې او غوښتنې وڅیړې او بیا یې ماته راوړي چې د حل اساسي لارې چارې ورته پیدا کړو.
ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ:«زموږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع د پوهنې کیفیت دی، نه کمیت ځکه هر هغه څوک چې د ظرفیت لرونکی نه وي هم له عادي ژوند څخه محروم پاتې کیږي او هم هېواد ته ګټه نه شي رسولای. زما د پرونۍ وینا ټول تمرکز پر کیفیت و. زه غواړم چې د دې هېواد اجتماعي پانګه هغه پانګه وي چې طبیعي او سیاسي پانګه د هېواد اقتصاد ته لوری ورکړي.»
ولسمشر اشرف غني احمدزي د اماني لېسې له زده کوونکو سره په کتنه کې د هغوی د تدریس د کیفیت او د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
یوه زده کوونکي د نورو په استازیتوب د اماني لېسې ته د ولسمشر د ورتګ له امله مننه وکړه او په دغه لېسه کې یې د تدریس له میتود او پوهنې ته د د دولت له پاملرنې څخه قدرداني وکړه، ویې ویل چې په وروستیو کلونوکې د تدریس میتود ته لازمه پاملرنه شوې او اوس دوی په دغه لېسه کې لابراتوارونو ته هم لاس رسی لري.
ده هیله څرګنده کړه چې د کانکور د آزموینې له لارې وکولای شي د خپلې خوښې وړ په څانګه کې لوړې زده کړې ترسره او خپل هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
همدا راز ولسمشر د اماني لېسې له مدیر او ښوونکو سره ولېدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.
په دې کتنه کې د دغې لېسې مدیر د هېواد ولسمشر ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: د افغانستان خلک به د دغه خبر په اوریدو سره ډیر خوښ شي چې د هېواد نوي منتخب ولسمشر د خپل کار لومړۍ ورځ له معارف څخه پیل کړه.
د اماني لېسې مدیر وویل موږ به په ټول توان سره هڅه وکړو چې معارف په پښو ودرو، کله چې معارف جوړشي له هېواد څخه به ټولې بدمرغۍ له منځه لاړې شي.
وروسته څو تنو ښوونکو خبرې وکړې او له ولسمشر سره يې خپلې ستونزې شریکې کړې، وې ویل ښوونکي په لفظ کې ښه ستایل شوي دي خو د هغوی د اساسي حقوقو د ترلاسه کېدو لپاره لازمه پاملرنه نه ده شوې چې د هغوی د معاشونو د زیاتوالي په اړه باید لازمه پاملرنه وشي.
دوی همدا راز وړاندیز وکړ چې په هېوادکې د پوهنې د کمیت پرځای دې د هغې کیفیت ته پاملرنه وشي.