دا لیکنه مې کال وړاندې کړې وه ، ځینې خیالي ارمانونه مې په کې یاد کړي وو چې یو په کې تر سره شوی یا د تر سره کیدو په درشل کې دی . معلوم شي چې دا تر سره شوی خیالي ارمان په عمل کې څومره د وطن په درد خوري . (کاروان)
—————————————————–
نن بیا د سپوږمۍ کړنګ وار دی ، حیران یم چې پر کومه موضوع د زړه خبرې ولیکم . ښه دوستان خوند کوي ، ما به چې د زړه خبرې لیکلې یو هنرمند او ښکلی دوست مې دی هغه به مې را وغږاوه : ګرانه د سپوږمۍ کړنګ د زړه خبرې لیکم یوه موضوع خو راکه . هغه ښکلي دوست به مې هم یو څه چورت وواهه ناڅاپه به یې لکه ماشوم د خوشحالۍ چیغه کړه کاروانه موضوع مې پیدا کړه . بیا به یې موضوع راکړه او ما به هم لیکنه پرې وکړه . اوس دا څه موده چې هغه دوست لټوم نه یې وینم ، ښايي کومې دنګې څوکې ته ختلی وي دا شاوخوا غونډۍ خو مې پسې و چاڼولې درک یې نه لګیږي . بس دادی د ژوند د يوې غونډۍ پر څوکه ناست یم او څار کوم چې څه ولیکم . زړه ته ډېرې خبرې راځي راته وايي مړه ته هم هسې سودایي شوی یې پېریانو ته غزنی څه وي ، ولیکه د وطن په باره کې خو څه خبرې کمې نه دي . د زړه له دې خبرې سره د دفارسي دا بیت را یادیږي :
صد سال میتوان سخن از زلف یار ګفت در بند آن مباش که مضمون نمانده است
رښتیا هم پر وطن په زرهاوو لیکنې کېدای شي . هغه بله ورځ له خوست نه کابل ته راتلم . د موټر په دویم کتار کې ناست وم . کله چې له ګردېز نه را تېرشوو په شاته کتار کې یوه زلمي ته د تلیفون زنګ راغی . زلمی په تلیفون کې په ډېر ادب په خبرو لګیا شو . د مقابل طرف یوه پوښتنه یې داسې ځواب کړه : بس کندهار ته راورسېدم . ددویمې پوښتنې په ځواب کې یې قسم وخوړو ویې ویل قسم دی رښتیا وایم اوس په کندهار کې یم . د موټر سورلیو مخونه واروړول . ما په زړه کې خبره جوړوله چې په موسکي انداز لږه جدي نیوکه پرې وکړم . همداسې مې وکړل : په موسکا اوخندا مې ورته وویل : وا ځوانه دا څه کوې اوس د روژې مبارکې ایله څو ورځې کیږي چې وتلې ده تا خو سر له اوسه درواغ پیل کړل . ځوان لا په تلیفون کې په خبرو ؤ زما په خبره غوسه نه شو راته موسک شو د لاس په اشاره یې راته وویل چې خیر دی . د ځوان خبرې په تلیفون کې خلاصې شوې .
ماته يې په خندا وویل چې مور مې وه هغې ته مې وویل چې کندهار ته ورسېدم. ځوان راباندې ډېر خوږ ولګېده . په سترګو کې مې اوښکې راغلې . د ځوان په قسمونو کې د مور مینه وه . نور مې نو ځوان را ونه غږاوه . ما په خپله د موروطن د ژوند نقشه په خپل زړه کې پسې جوړوله . ښايي دا ځوان به د ملي اردو سرتېری وي ، ښايي د بیا جوړونې په کومه پروژه کې به مزدور وي . مور غریبه به یې پسې ځوریږي چې په خپل وطن کې مسافر زویګی یې د پردو له لاسه ونه وژل شي . او یا خدای مه کړه پټې بربنډې بلاوې پې پېښې شي څه خطربه ور واړوي . د میندو اندېښنې بیخې ډېرې دي . هغه چې وايي د مور زړه پر زوی د زوی پر وچه تیږه . دا درد یوازې د موټر ددې مسافر درد نه دی ، دا ټول وطن همداسې دی . چې له کوره دې څوک ډېر نږدې سفر هم لري دومره به دې زړه نارامه وي چې د کورنۍ غړی دې یا خپل مقصود منزل ته نه وي رسېدلی او یا هم کور ته نه وي را ګرځېدلی .
زه ډېر وخت په دې فکر کې یم چې سړی خپل وطن او وطنوالو ته څنګه پیامونه او مفکوره په څه رقم خبرو او لیکنو کې ورسوي چې دوطن او وطنوالو په درد وخوري . ګرانو لوستونکو او اوریدونکو را پورې ونه خاندﺉ د زړه خبره درته کوم : کله کله په چورت کې لاړ شم وایم که زه پاچا وای او یا مې هم خلکو خبره منلی ما به د ورځني ژوند د کارونو تر څنګ د وطن له پاره ځینې مهم کارونه کړی وای .یو خو به مې خپلو خلکو ته ویلي وو چې مونږ او تاسو انسانان یو نفس او شیطان راسره دی د خدای ګنهګار به یو خو همیشه باید ځانونه جوړ کړو، که مو ګناهونه کړي وي د هغو ګناهونو استغفار وکړواو له نورو ګناهونو ځانونه وساتو . هو یو کار به کوو هغه دا چې د بنده ګناه به نه کوو . د خدای د بنده ګانو له سپکاوي به ځانونه ساتو. د هر انسان انساني کرامت ته به درناوی کوو .هرې ژبې او هرې قبیلې ته به ښه نظر کوو .
د وطن د آبادۍ له پاره به شپه ورځ د خیر فکر او عمل کوو . دا رشوت نه دی دا ډېر سپېره شی دی راځی دزړه له کومې پر قرآن لاسونه کېږدو او له الله سره ژمنه وکړو چې رشوت به نه خورو . رشوت خواره به مې پر دې پوه کړي وو چې که رشوت وخورﺉ په ایمان که خیر ترې ووینی . بخت به مو کوټه شي ، د کورني ژوند اطمینان به مو ختم شي . اولادونه به مو بې لارې شي . که ډېر یې ددنیا په لوړو پوهنتونونو کې هم وروزۍ قسم که به نوابغ ترې جوړ شي . والله که به نه ستا په خیر درشي نه هم د ټولنې . یو بل ارمان چې لرم یې هغه دادی چې دا له افغانستان سره شوې مرستې به مې تر ډېره ځایه د یوې ښې اردو ، ښو پولیسو او لوړو تعلیمي مرکزونوپه جوړولو لګولې وې . اردو مې ځکه قوي جوړوله چې هم خپل وطن په برندو او جګو سترګو وساتلی شي او هم د مظلومانو پر سرونو چتر وي . سالم پولیس مې پرې ځکه جوړول چې دا دپولیس له نوم نه د رشوت او کړولو تور داغ پاک شي او د وطن پولیسان د خپلې مقدسې وظیفې نه داسې خوند واخلي لکه یو روژتي یې چې د روژه ماتې پر مهال له روژې او یو لمونځ کوونکی یې د نیمې شپې له هغو دعاګانو اخلي چې په اوښکو لمدې وی .د تعلیمي مرکزونو قوي کیدو ته ځکه اړتیاوه چې رحماني پوهه عامه شي .
څوک چې زده کړې کوي او علم حاصلوي په رښتیا او په عمل کې یې هم اول ځان بیا کورنۍ بیا وطن او حتی ټول بشر ته خیر ورسیږي . دا په کابل کې چې لوړې پوړې دنګې دنګې ماڼۍ جوړېږي سمه ده کابل به پې ښکلی شي خدای دې یې آبادې لرې خو تر ډېره به ما ددې پر ځای کارخانې پرې جوړې کړې وې چې د ماڼۍ والو تر څنګ یې ټولو وطنوالو ته هم خیر رسېدلی وای . تر ټولو نه لویه خبره د ملي عزت او ملي یووالي ده .
اول خو به مې د زده کړو په ټولو مرکزونو مکتبونو او پوهنتونونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حجت الوداع دا برخه د ورځې درس ګرځولی ؤ چې دوی مبارک فرمایلي وو : هېڅ سپین پر تور او هېڅ تور پر سپین ، هېڅ عرب پرعجم او هېڅ عجم پر عرب برتري نه لري مګر په تقوی . د خپل منځي جګړو د ناسورو زخمونو د علاج له پاره به مې په تلویزیونونو او راډیوګانو کې داسې هنري او تربیتې خپرونې روانې کړې وې چې د کرکې پر ځای یې مینه راوړای . ددې خپرونو له پاره به پر لیکوالانو ، هنرمندانو ، ممثلینو منظم کار کیدای ، قوي ورکشاپونه به ورته جوړېدای او دا به ددوی دین وو چې دا جنګ ځپلی وطن یو موټی او په اتفاق وساتي .
هغه نسخې چې د یوه ملت د جوړیدو له پاره په کاریږي هغه به مو د خواخوږو وطنوالو په واسطه عملي کړې وې . یو بل کار مې دا هم کاوه چې د یوې دورې د پاره مې دا رمضان بشر دوست د افغانستان رییس جمهور مقرر اوه چې صبر دی د وطن له پاره څه کولی شي ګوندې یوعجیب ښه نظام یې جوړ کړی وای . د ښاغلي مفکر اشرف غني په اړه زمونږ یوه بدخشاني همصنفي چې په مالیې وزارت کې کارکوي خبره کوله ویل یې چې ډیر قوي فکر او کلکه اراده لري ، بس د کار سړی دی او په سترو چارواکو کې داسې یو څوک دی چې د رشوت او وطن دښمنۍ تور داغ یې پر لمن نه شته . دده ارمان هم راسره دی چې ته صبر که جمهور رييس شی افغانستان به د فکر او عمل له پلوه څومره غني شي .
ښه دا هغه خبرې وې چې که زه پاچا وای او یا هم د وطن خلکو زما خبرې منلی نو داسې څه مې په نیت کې وو چې درسره یاد مې کړل . ګرانو لوستونکو او خوږو اورېدونکو زه ملنګ سړی یم پاچهي نه غواړم خو دا خبرې مې له زړه درسره شرېکې کړې . اخر وطن مو دی ، مونږ چې د وطن او یا ژوند په هره برخه کې څه اثر لرلی شوبایده دي چې درېغ یې نه کړو . د زړه له کومې خوږې خبرې پر انسانانو تاثیر لري ، راځی چې د یو بل د پاره په زړونو کې ښې پېرزوینې ولرو . دا پیرزوینې به زمونو په فکرونو او کړنو ښه اثر وښندي .ګوندې وي چې د وطن دا بدې ورځې او ناخوالې مو په خوشحالۍ او سرلوړۍ بدلې شي .
1392 – اسد – 24
که په فارسی شعر کې (صد سال) په (یک عمر) تصحح شي ښه به وي. اصل یژ داسې دی.
یک عمر می توان سخن از زلف یار گفت
مننه