نن د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د المپیک په آسیایي سیالیو کې چې په جنوبي کوریا کې په لاره اچول شوي دي، نیپال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د نننۍ لوبې پچه د نیپال لوبډلمشر وګټله او افغان الف لوبډلې ته یې د توپوهنې بلته ورکړه. افغان لوبغاړو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره نیپال لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۴۲ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچونکو د نیپال لوبغاړو ته د ورکړل شوي هدف پوره کولو موقع ورنه کړه او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله. فرید ملک خپل لومړی اوور په بریدګره بڼه پیل او د نیپال لوبغاړو وار یې خطا کړ. نوموړي د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

فرید ملک د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د المپیک په آسیایي سیالیو کې د ملي الف لوبډلې بریالی پیل زړه راښکونکی وباله. نوموړی وایي، زه باور لرم چې الف لوبډله به د خدای ج په مرسته او د ولس په دعاګانو د سرو زرو مډال هیواد ته راوړي.

ټاکل شوې سبا د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سیالیو په نیمه پایلوبه کې د هانګ پر وړاندې خپله سیالي ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *