تاند- افغانستان پخوا د ښځو او میندو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هیواد بلل شوی و، اوس په یوه نوې سروې کې د بوډاګانو او زړو لپاره هم تر ټولو نامناسب ځای ګڼل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په یوه فهرست کې، چې هر کال د نړۍ د انسانانو د عمر د یوې ادارې له لوري د زړو کسانو د ژوند د شرایطو په اړه خپرېږي، د چهارشنبې په ورځ /د اکتوبر لومړۍ/ وښودله چې افغانستان د زړو لپاره تر ټولو خراب ځای دی.
د (HelpAge International’s Global AgeWatch Index) پر اساس اسیايي هیوادونه د پر له پسې دوهم ځل لپاره د بوډاګانو د ژوند د شرایطو او روغتیايي وضعیت له نظره د فهرست په پای کې راغلي دي.
د فهرست په سر کې ناروې یاده شوې، ورپسې سویډن، سویس، کاناډا او جرمني دي. له جاپانه پرته د لیست د سر لومړي لس هیوادونه د لوېدیځې اروپا او شمالي امریکا هیوادونه او دغه راز استرالیا ده.
د ملګروملتو د راپور له مخې تر ۲۰۵۰ پوري به د هغو کسانو ، چې عمرونه یې تر شپېتو کلونو زیات دي، دوه برابره شي. د دې معنا دا ده چې د نړۍ په سلو کې ۲۱ وګړي به تر شپېتو کلونو زیات عمر ولري.