لویه څارنوالي

تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کابل بانک په دوسیه کې یې د هغو ۱۹ شاملو کسانو د بیا نیولو حکم کړی چې په ضمانت خوشي شوي ول.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه پرېکړه د ولسمشراشرف غني احمدزي د فرمان له صادرولو وروسته شوې ده.

ویل کېږي چې په دې قضیه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د پخواني مرستیال ولسمشر فقید مارشال فهیم ورور حسین فهیم او یو شمېر نور ککړ دي.

محمود کرزي ویلي چې پور یې بېرته ورکړی دی خو حسین فهیم نه دي ویلي چې پور یې ورکړی دی.

ولسمشر اشرف غني احمدزي پرون /چهارشنبه/ یو فرمان صادر کړ چې لس مادې لري. فرمان له عدلي او قضایي اورګانونو غوښتي چې په یوه نیمه میاشت کې د کابل بانک قضیه وڅېړي.

ښاغلي عزیزي وايي د وهل شویو پیسو د بیرته ترلاسه کولو په خاطر یې له نړیوالو بانکونو سره اړیکې نیولي او هیله شته چې له کابل بانک څخه اختلاس شوې پیسې بیرته ترلاسه شي.

ویل شوي چې له ۸ سوه ملیون څخه تر زر ملیون ډالرو پوري وهل شوي دي.

له بلې خوا د کابلبانک د قضیې د تصفیې د ادارې مشر عبدالحمید محبي وایې چې د ولسمشر د فرمان په اساس باید ډیر ژر د هغو کسانو دوسیې وڅېړل شي چې د کابل بانک پوروړي دي .

ښاغلي محبې نن آزادی راډیو ته وویل چې دغه اداره په ټاکلي وخت خپل اسناد د هیواد عدلي او قضایي ادارو ته سپاري چې د ولسمشر د فرمان له مخې د کابل بانک قضیه وڅیړل شي .

د ښاغلي محبي په وینا د کابل بانک ۶۶۰ ملیونه ډالر پور په خلکو باندې پاتې دي.

0 thoughts on “لویې څارنوالۍ د کابل بانک په قضیې کې د ۱۹ تورنو د نیولو حکم صادر کړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *