يوځوان د سړک پرغاړه جواريو پخولو ته ناست دى.
څنګ ته يې د اوومو جواريو پارسل او مخ ته يې په منقل کي پر اور جواري ايښي دي.
د ځوان مخته پرسړک د موټرونو ګڼه ګوڼه ده، خو دئ يوازي د جواريو خرڅولو په غم کي دى.
د رانيوونکو سره په خندانه لهجه خبري کوي، د کندهار د ځينو نورو دوکاندارانو په ډول ژر نه په غصه کيږي.
جواري پخوونکى د خرڅ کړيو جواريو پيسې د هغې زړې نغاړکۍ ترڅوکه لاندي کوي، چي پر ډېره برخه يې دئ ناست دى.
ځوان د جواريو د ژر پخولو لپاره پر منقل باندي تور خيرن پيک وهي.
ځوان چپه څنګ ته ايښي زړې ګونۍ ته لاس دننه کړ، يوڅو غټ او کوچني سکاره يې راوکښل.
سکاره يې په منقل کي داسي په پام کښېښودل، لکه د شطرنج زوړ لوبغاړى، چي د شطرنج دانې کتاروي.
د پيک په وهلو سکاره تازه سول، داور اکثره بڅرکي د ځوان کاليو ته ور غورځي.
دده کالي مخکي هم بڅرکو سوري سوري کړي دي.
جواري پلورونکي، چي د سړک پرغاړه ناست دى، بېلا بېل لارويان دريږي او جواري رانيسي.
( ماته شيرک جوارى راکړه ! )
(دا جوارى نه غواړم ماته بل راپوخ کړه! )
(ته څنګه ګران فروشه يې ! هغه بل له ترتاښه دى. )
(دا لسى زوړ دى، ماته نوى لس راکړه.)
(اوى! څنګه سوځلي جواري دي، نه يې غواړم ، زما پيسې بيرته راکړه. )
دا هغه خبري دي، چي جواري پلورنکى يې هره ورځ له بېلا بيلو رانيوونکو څخه اوري، ليکن ځوان ته درد نه ورځي.
د هرچا په ځواب کي په ورين تندي وايي، ( آښه دى، قربان دي سم . )
زه د ځوان خاکسارۍ ته ګورم او بيا د کندهاري ځوانانو هغه کوږ کوږ تګ راپه ياد سي.
د ځوان زړو او د اور په بڅرو سوريو کاليو ته ګورم، ماته د کندهاري ځوانانو هغه اوږدې بخۍ کړي لمني راپه زړه سي.
د ځوان ببري ږيري او په دوړو لړلو د سروېښتانو ته ګورم، ماته د کندهاري ځوانانو چکني رخچيني او د پاج تړلې کږه لنګوټې سترګو ته جګي ودريږي.
وختونه، حالات او نصيب په انسان عجيبه چاري کوي!
د نوري نړۍ ځوانان څه کوي او زموږ ځوانان څومره سرګردان دي؟
د ځوان څنګ ته يوڅه نور ور نږدې سوم، خوله مي دده غوږ ته ور نږدې کړه ، کرار مي ورته وويل: ( تر ټولو لوى ارمان دي څه دى؟)
په حيرانتيا يې راته وکتل، يو ګړى چوپ سو، بيا يې مخ راواړوى، لاسونه يې سره ومروړل: ( زما تر ټولو غټ ارمان دادى، چي ځوانانو ته کار پيدا سي، ته وګوره زموږ ډېرى ځوانان د بېکارۍ څخه په سنګر کي ناست دي.
خداى دي وکړي، چي دانوى پاچا د بېکارۍ بلا زموږ له وطنه ورکه کړي. )