پل فکري کړۍ د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول په هیواد کې د ننه او بهر ټولو افغانانو ته مبارکي وايي، حج مو قبول شه.

سږ د کوچني اختر پر مهال افغانستان له ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو سره لاس او ګریوان و. او د ولس د اختر خوشحالۍ یې زیات او کم تر اغیز لاندې راوستې وې.

خو دا اختر به انشاالله چې د خلکو په زړونو کې د هیلو څرک لګېدلی وي. او که خدای کول افغانستان به د ګرانو حجاجو د عبادتونو او د افغانستان په سیاسي صحنه کې تر لویو بدلونونو ورسته د سولې او امن په کور بدل شي.

پل فکري کړۍ د همداسې یوې ورځې او د یو سر لوړي، اباد او هوسا افغانستان په هیله ده.

په اخر کې بیا هم اختر مبارک او عبادتونه قبول.

په درنښت

د پل فکري کړۍ موسسه شورا

کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *