تاند- په افغانستان کې د کرکټ د محبوبیت له زیاتېدو او د افغان لوبغاړو له پر له پسې نړیوالو ویاړنو وروسته جرمني اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کرکټ د یوه لوبغالي له جوړولو سره اووه لکه یورو مرسته کوي.

جرمني دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې د افغانستان د کرکټ الف ټیم د پنجشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې د اسیايي سیالیو په لړ کې خپل سیال هانګ کانګ په لوی توپیر مات کړ او پایلوبې ته ورسېد.

د جرمني په مرسته به د کرکټ دا لوبغالی، چې شپږ زره نندارچیان به پکې ځاییږي، په ۲۵ هکتاره مځکه کې په خوست ولایت کې جوړ شي.

د جرمني تر اعلان مخکې هند ویلي و چې په کندهار ولایت کې به د کرکټ یو لوبغالی په یو ملیون ډالره جوړ کړي.

د افغانستان د کرکټ بورد اجرايي ريیس نور محمد مراد له هند او جرمني څخه د دوی د سخاوتمندانه مرستې مننه وکړه.

افغانستان د کرکټ په لوبه کې بې ساری پرمختګ کړی. په شاوخوا لسو کلونو کې د دنیا په لسو غوره ټیمونو کې د افغانستان د لوبډلې راتګ په نړۍ کې د کرکټ مینه وال حیران کړي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن سبا د استرالیا او نیوزیلنډ په سفر دی څو د دغو هیوادونو له وتلیو کلبونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوال جام د مسابقو لپاره تمریني لوبې وکړي.

افغانستان به د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې لومړۍ مسابقه له بنګله دېش سره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *