تاند- د افغانستان د کرکټ الف ټیم نن د جنوبي کوریا په اسیايي لوبو کې پایلوبه پر سریلانکا وبایلله.

سره له دې چې افغان بالرانو ښه لوبه وکړه او په نولسم اور کې یې د سریلانکا ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې هغوی ټولټال ۱۳۳ منډې کړې وې خو افغان بیټس مینان ژر ژر وسوځېدل او هدف ته تر رسېدو ډېر وړاندې وسوځېدل.

که افغانستان دا مسابقه ګټلې وای نو افغانستان به د لومړي ځل لپاره د سروزرو میډال ګټلی وای. خو اوس افغانستان د سپینو زرو میډال وګوټ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *