خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٤، ١١

کندهار افغانستان- تېره ورځ د کندهار ولايت په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کي شپږ تنه وسلوال طالبان په خپل ماين وژل سوي دي.

له يادو وژل سوو وسلوالو څخه درې تنو يې  د پنجوايي ولسوالۍ د بدوان په ساحه کي پر عامه لاره باندي ماينونه ښخ کړي ول څو امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو دوى خپله د همدې لاري څخه د تېرېدو پر مهال په خپل ماين ختلي او وژل سوي دي.

په همدې حال کي درې تنه نور وسلوال طالبان په ژړۍ ولسوالۍ کي د خپل ماين د چاودني له امله وژل سوي دي.

ياد طالبان پر داسي مهال وژل سوي، چي غوښتل يې د ژړۍ ولسوالۍ د اشغو په سيمه کي پر عامه لاره باندي مايونونه ښخ کړي او امنتي ځواکونو ته زيان ورسوي خو هدف ته تر رسېدو وړاندي ورباندي خپل ښخ سوی ماين وچاودېد او درې سره پکي ووژل سول.

طالبان تل په عامو لارو کي د ماينونو په ښخولو سره غواړي امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو ډېری مهال يې قربانيان عام خلک وي او يا هم ماين ښخېدونکي په خپل ماين وژل کېږي.

.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *