تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې د طالبانو یو شمېر قومندانانو، چې غوښتل یې له ملا محمد عمر سره وګوري، پرې نښودل شول چې خپل مشر وویني..
د ملي امنیت ریاست ویندوی عبدالحسیب صدیقي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې ملا اختر منصور د طالبانو قومندانان پرې نه ښودل چې له ملا عمر سره وویني.ملي امنیت دا خبره وروسته له دې وکړه چې په یو شمېر راپورونو کې ادعا وشوه چې ملا عمر له څو کلونو راهیسي هیچا نه دی لیدلی او کومې اعلامیې چې د اخترونو په مناسبت د ملا عمر په نوم خپرېږي، د بل چا له لوري دي.
ښاغلي صدیقي هم دې مسلې ته په اشارې وویل:«د ملا اختر محمد منصور له لوري، چې د ملا عمر نژدې کس دی، له خپل مشر سره د طالب قومندانانو د کتنې مخنیوي د ملا عمر د ژوندیتوب په اړه شکونه پیدا کړي دي.»
د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویندویانو ملا عمر ته منسوب اختري پیغام خپور کړ. په دغه پیغام کې د ملا عمر له لوري د اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې ناکام شوي دي.
خو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی وویل چې د طالبانو د یو شمېر لویو قومندانانو په منځ کې ژور اختلافات پیدا شوي دي.
د ملي امنیت د ریاست ویندوی وویل چې طالبانو په تېر یوه کال کې خپل جنګي تاکتیک درې ځلي بدل کړی او هر ځل یې تاکتیک ناکام شوی دی.