خوښ یم، چې د مسلمانانو د ستر جشن، لوی اختر د رارسېدو له امله د نړۍ او افغانستان ټولو مسلمانانو ته له خپلې او د پوهنې وزارت د مشرتابه لخوا د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم. 
 
موږ د نړۍ د سلګونه میلیونه نورو مسلمانانو ترڅنګ په داسې حال کې د لوی اختر مبارکه ورځ پیلوو، چې ددې سپېڅلي جشن دوېمه ورځ د ټولنې د لارښود یعنې ښوونکي له ورځې سره برابره ده. اجازه راکړئ، چې ددې ورځې په مناسبت هم د هیواد ټولو ښوونکو، زده کوونکو او ټول ولس ته خپلې نېکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کړم.
 
د لوی اختر ورځې د مسلمانانو د ژوند تر ټولو متبرکې ورځې دي. دا اختر د خدای د سپېڅلي پیغمبر حضرت ابراهیم علیه السلام د هغې قربانۍ یادونه کوي، چې د لوی خدای په امر او هدایت سره یې خپل زوی حضرت اسمعیل علیه السلام قربانۍ ته وړاندې کړ او په دې توګه په یوه ستر الهی امتحان کې بریالی راووت. 
 
د افغانستان مسلمان ولس ددې ستر سنت په پیروۍ سره هرکال د لوی اختر ورځې د حج د فریضې په ادا کولو، د څارویو په قرباني کولو او له خپلو خپلوانو سره په کتلو سره نمانځي، چې په خپل ځای کې ددې ټولو عبادتونو اجر او ثواب له لوی خدایه ورته غواړو. 
 
خوشبختانه د افغانستان مسلمان ولس، ددې ترڅنګ یوه بل عبادت ته هم پوره پام اړولی، چې هغه د علم او پوهې ترلاسه کول دي. زموږ ولس د اسلام د مبارک دین د حقانیت په درک کولو او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د هغه حدیث په منلو سره، چې علم پر هر نر او ښځه فرض ګرځوي دغه د خیر او بریا لار خپله کړې او د پوهنې کاروان یې لا غوړولی دی. په دې لړ کې خوشبختانه زموږ ۱۱،۵ میلیونه بچیان ښوونځیو ته ځي، چې د ۲۲۱،۰۰۰ ښوونکو لخوا یې په ۱۷،۷۰۰ علمي مراکزو کې روزنه کېږي. 
 
د افغانستان د پوهنې وزارت ویاړي، چې د خپل ولس د بې شانه همکارۍ له امله په دې حساس او تاریخي پړاو کې د هیواد د بچو په مقابل کې خپل دیني او ملي دین ادا کوي او پر مخ یې د خدای پېژندنې او انسان پېژندنې د مراکزو دروازې پرانیزي. 
 
موږ په داسې حال کې، چې له خپل علمپال ولسه د پوهنې د لا حمایت او ملاتړ غوښتنه کوو، یو ځل بیا خپلو ټولو هیوادوالو په تېره بیا زیار کښو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو او د پوهنې کار کوونکو ته د لوی اختر د را رسېدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوو او له لوی خدایه غواړو، چې نور مو پر هیواد د سولې او امن سیوری خپور کړي او د ژوند ټولې ورځې مو د اختر د ورځو په شان له خوښیو او خوشالیو ډکې کړي. 
 
په درناوي
فاروق وردګ
د پوهنې وزیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *