تاند- د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له خپل هغه پیغامه انکار کوي چې د پاکستان له سند ایالته یې خپور کړی و.
ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د طالبانو د مشر ملا عمر اختري پیغام د پاکستان له سند ایالته خپور کړی و. خو نن /شنبه/ یې بل پیغام خپور کړ، ویې ویل چې پرونی پیغام د دښمنانو له لوري خپور شوی و، «زه په افغانستان کې دیم او په پوره اطمینان وايم چې په خپل هیواد کې یم.»

په ټولنیزو رسنیو کې، په هغه صورت کې چې د ځای د ښکارېدو برخه ړنګه یا بلاک نه شي، د خپروونکي ځای معلومېدای شي. په پورتني عکس کې د مجاهد د پیغام د خپرېدو ځای ښکاري.

ټویټر وايي د جغرافیايي موقعیت په اړه معلومات د یو ځای د جغرافیايي طول البلد او ارض البلد، د کاروونکي د نورو معلوماتو او د پیغام د وخت له مخې معلومېدای شي.

تر دې مخکې پرون د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي و چې د طالبانو یو شمېر قومندانانو، چې غوښتل یې له ملا محمد عمر سره وګوري، پرې نښودل شول چې خپل مشر وویني..

د ملي امنیت ریاست ویندوی عبدالحسیب صدیقي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې ملا اختر منصور د طالبانو قومندانان پرې نه ښودل چې له ملا عمر سره وویني.

ښاغلي صدیقي وویل:«د ملا اختر محمد منصور له لوري، چې د ملا عمر نژدې کس دی، له خپل مشر سره د طالب قومندانانو د کتنې مخنیوي د ملا عمر د ژوندیتوب په اړه شکونه پیدا کړي دي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *