تاند- د اِنسلادوس په نوم د زحل سیارې په یوه قمر کې د اوبو لویه زېرمه کشف شوې چې ستورپیژندوکي یې یو اقیانوس بولي. دغه نوي کشف هغه امېدونه نور هم زیات کړي دي چې د شمسي نظام په نورو ځایونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د شتون امکان شته.
د ساینس مجلې له راپور سره سم، د امریکا یوې فضایي بېړۍ چې له تېرو څو کلونو زحل ستوري ته نږدې ګرځي، د دې سیارې د اِنسلادوس قمر په جنوبي نیم کره کې د کنګل تر یوه پرېړ قشر لاندې د سوپَریَر جهیل په وسعت د اوبو زېرمه موندلې ده. سوپریر جهیل چې په شمالي امریکا کې واقع دی، یوسلو اووه ویشت زره کیلومتره مربع یعنې د افغانستان د خاورې پنځمه برخه مساحت لري.
د کاسیني په نوم د امریکا د فضایي بېړۍ دا هم معلومه کړې ده چې د انسلادوس قمر د اوبو له لویې زېرمې چې کوم بخار راوځي، په هغه کې پېچلي مالیکولونه شته او د جوړښت په لحاظ پیچلي مالیکولونه په دغو اوبو کې د ژوند امکان زیاتوي.
د ساینس پوهانو په قول زموږ د لمریز نظام په څو نورو ځایونو کې هم د اوبو او د ژوندیو موجوداتو د شتون احتمال شته خو دغه ژوند به په ابتدایي او مکروبي بڼه وي.
د یادولو ده چې د ځمکې په مخ هم ژوند څو زره میلونه کاله پخوا په اوله کې په سمندرونو کې په میکروبي او یو سلولي بڼه پیل شوی و.