اختر د واړو مبارک سه که مسافر وي يا ديار دڅنګه وينه
اختر خو راغلى، لوى اختر، دقربانۍ اختر، کېداى سي اختر به دځان سره خوښۍ راوړي، د تنکيو ماشومانو پر تنکيو او معصومو زړونو به خپل راج وچلوي، شاعران به يې د شعر په نغمو کي وستايي، په ترنمونو به يې ونازوي، په تشريفاتي الفاظو به يې د راتګ هرکلى وکړي. زه نه پوهېږم اختر به زموږ دپاره څه راوړي، دهغو دپاره چي د ژوند ترخو، ستونزو، کړاوونو او دردونو کړولي دي، ډيرو غمونو يې دهيلو او اوميدونو جنازې د مايوسۍ تر پولو رسولي دي، هغه چي د اختريزو خوښيو لمانځلو پرځاى د وطن دامن، سولي، سوکالۍ او ابادۍ ته وږي تږي دي، هغه ولس چي نور دجنازو په وړلو او کولو ستړى ستومانه سوي دي ياهم دشپې په خوب او سهار په ويښه دخپل شهيد پاشلي اندامونه هېرولى نه سي خپل ارمانونه، هيلي او اميدونه هم د اختر په نېکمرغيو کي لټول غواړي.
زه به خپل ټول کړېدلي، ځورېدلي، غمځپلي، بېوسه او ژړېدلي ولس ته په داسي حال کي د زړه له کومي د نېکمرغه لوى اختر مبارکي ووايم، چي دغم يوه کمبله ټولېږي او بله هواريږي، يو تاند ځوان ښخيږي بل يې بيا دمرګ سلګۍ وهي، ديوه جنازه وړل کيږي خو دبل خواره واره اندامونه دکڅونړو سره په خاوره کي ايښودل کيږي، يوه مور په ژړاګانو ستخ سي بله زاره چاودې سي او ….. خو چا ته د زړه له کومي داختر مبارکي ووايم، په چا کي روغ زړه پاته نه دى، زما دهغه کړېدلي کونډي او رنډي مور د وړو او وږو بچيو د ډوډۍ پوښتنه به چا کړې وي چي داختر په دې خوشحاليو کي د مايوسه او مړژواندي حالت دکور څلورو دېوالونو کي ايساري دي، که د هغو دپاره دخپل وژل شوي خاوند په نه شتون کي د مايوسۍ دا سندره کفايت او بسنه کوي چي : افسوس، افسوس ارمان، ارمان دى خالي ميدان دى سترگي چاته واړومه دهغه بې پلاره او شهيد يتيم بچي او هغي يتيمي لور زړه له بېوسۍ څخه هم خالي نه دى چي د خپلو نورو هوس ناکو، ښکلو او خوشحاله ماشومانو ملګرو په منځ کي غمجن، ناچاره او ناداره ښکاري، هغوى چي دخپلي بې کسه مورنه د اختر دورځي دپاره ښکلي کالي، او ښکلي بنګړي غوښتي وي له کومه به يې کړي وي، هغوى ته به دچا له لوري داختر د ورځي دسهار دپاره دخپلو ښکليو جامو او بنګړيو ارمانونه پوره سوي وي کنه هسي په خړ پړ حالت کي د اختر لباسي لمانځنه کوي او بس.
چيري دي د کړېدلو، دردېدلو، او يتيمو غمخواره، دهمدغو غريبانو دپاکي ويني ديارلس کلن وينه زبېښونکي جوري، چي بانکي حسابونه يې دډالريزو بنډلونو ډک سول، کورونه يې شش محلونه سول، مېله ځايونه يې د اروپا فحشا خانې، چيري دي دعزرائيل ځاى ناستي چي اوس نو د شهيد يتيم سوو چيغو، کريږو او ژړاګانو ته د ارام ځواب ووايي چي: اختر خو راغلى پلار مي نسته د اوښکو ډکي سترګي چاته واړومه هغوى دي دخپل ورک پلار په لټون ورځ او شپه دخپلي مايوسۍ چيغي وهي، موږ خو هم په خوږو کاڼه يو څه اورېداى نه سو، په سترګو هم سم دم ړانده يو، داسي ړانده چي خپل کور، جېب، او ژوند ښه کولو په اړه هرڅه وينو خو دبل چا هغې نو ….. هغه مور چي دخپل عزت، عفت، او درنښت ساتلو په خاطر خپل ږغ نه پورته کوي، په خپل کور کي دبېوسۍ، بې کسۍ، بې وزلۍ او لوږي ورځي شپې تېروي او …… د اختر په دې …… کي به يو څوک پيداسوي وي چي دخپلو کورونو او بچيو دخوښيو برابرولو سره، سره، يې ددغو ناچارو پوښتنه په دې خاطر کړې وي، چي لږ تر لږه خو دهغوى په کورونو کي هم داختر دخوښيو احساس را ژوندى سي، که به هغوى هسي دخپلو نورو ګاونډيو په خوښيو کي سترګي ښخي کړي وي او دخپل ځان زړه به خپله خوري، چي په ټول کور کي نر چرګ هم نه دى ورپاته سوى، لويه خدايه، نن به بيا پيغلو دخپلونو ګرانو وړونو دقبرونو دپاره جنډې جوړي کړي وي، نن بيا دشهيد مور دخپل ګران زوي دقبر سرته په سلګۍ وهلو او اوښکو تويولو ستړي سوې وي، پر هديره به لاره نه کيږي، زاړه غمونه به تازه سوي وي خو نور به بيا داروپا په جنتي ښارونو کي خپلي مېلې او چړچې وهي. نن به نو دشتمنو په کورونو کي د يو، دوو، څلورو، لسو پسونو او …. خرهار وي، دکبابونو لوګيو او دود به کورونه پر سر اخيستى وي، يو خروار غوښي به د ژمني موسم دپاره لاړونه، لاړونه په دنګو لرګيو باندي ځوړند کړي، څوک به يې په موډرنو او عصري يخچالونو کي وساتي خو زما غريبي کورنۍ به وچي شونډي ګرځي، د وچي ډوډۍ سره به خپله شپه او ورځ سبا کوي، خدايه نن داختر خوشحالي ده، خو دبېوسو مايوسي ده، زه بس تاسو ته دومره وايم چي: اختر له تاسو سره ښايي نور خلک خوشي داختر هوس کوينه افغانستان ته دلوى اختر په راتګ سره نوى ولسمشر هم راغلى، دخلکو چيغو، نارو او غوښتنو سره سم، د خلکو په وړاندي دهغه دڅنګه او څرنګه راتلونکي حالت باندي خداى علم لري، خو بس ددې دپاره چي نور افغانان ونه کړيږي، نوره وينه توى نه سي، نور ماشومان يتيمان نه سي، په کورونو کي دغمونو پرځاى دژوند خوښۍ ولمانځل سي، نور دجنګونو او ورانيو پر ځاى د ابادۍ او رغووني زيري واورو، دنوي ولسمشرڅخه دفساد او تروريزم پر وړاندي دسختي مبارزې کولو هيله او غوښتنه کوو، ترڅو يو سوکاله، ودان، جوړ، اباد، پر امنه افغانستان خوبونه چي ټول افغانان يې ويني ووينو.