دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لوى اختر دويمه ورځ هم په پوره خوښۍ سره پيل شوه، ډلې ، ډلې خلک د يو بل کلي، کور او حجرو ته ځي او د خپلو مشرانو سره د اختر مبارکۍ کوي.د مېلمستون په ودانۍ کې ګڼ شمېر ديني عالمانو،د بېلابېلو قومونو مخورو مشرانو ، د مدني نهادونو فعالينو، د رسنيو خبريالانو، روغتياپالو،د ولايتي شورا وکيلانو او ځوانانو دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره اختر مبارکي وکړه. د اختر د دويمې ورځې د مبارکۍ مراسم چې د مېلمستون ودانۍ د سولې په ستر تالار کې نيول شوي وو، دخوست د والي ترڅنګ امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم ګډون درلود.
راغلو مشرانو د روغبړ او مبارکۍ پرمهال له خدايه شکر ادا کاوه،چې دخوست ولايتي ادارې د ملکي او نظامي ارګانونو د پرلپسې هلوځلو، قربانيو او مخلصانه خدمت سره يې په مرکز او ولسواليو کې په ډاډمنه فضا کې لمانځونه ادا کړل او په ازادانه ډول يې د خپلو خپلوانو سره اختريز مراسم پرځاى او ولمانځل.
دوى زياتوله، که چېرې حکومت په همدې بڼه خپلو هلو ځلو او اخلاصمندو فعاليتونو ته ادامه ورکړي، نو لېرې به نه وي، چې د دې ولايت په کونج، کونج کې به د سولې او امن بشپړې ټغرې وغوړيږي او خلک به د ژوند له مهمو اسانتياوو برخمن شي.
ديني عالمانو په خپلو خبرو کې د اوسني اسلامي جمهوري دولت سره د امنيت ، پرمختګ او د ثبات په ټينګښت کې د ولسونوهمکاري ستره اړتيا وبلله او پدې برخه کې يې له ټولو خلکو وغوښتل چې پدې غوره لاره کې خپل اسلامي او ملي وجايب ترسره کړي او د حکومت سره په گډه داسې يوه فضا رامنځته کړي، چې د وينې تويېدنې او ورانکارۍ پرځاى هرې خواته بشپړ سکون او خوشالۍ وي.
راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو د نوي منتخب جمهور ريس ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي ترمشرۍ لاندې د ملي يووالي د حکومت له ټولو پاليسيو په ککله ننګه او ملاتړ وکړ او له وسلوالو مخالفينو يې غوښتنه وکړه، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي ، د سولې له روان بهير سره يو ځاى او د خپلو ولسونو د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره د نورو افغانانو سره مشترکې هلې ځلې وکړي
دخوست مدني ټولنو او د محلي رسنيو مسوولينو ژمنه وکړه، چې د سولې او ثبات د ټينګښت ، ښې بيارغونې او د قومونو ترمنځ د کلک يووالي د رامنځته کېدو او د هرډول نشه يي توکو د استعمال، پلور او کښت د مخنيوي په برخه کې به د عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه پيل کړي،څو ټولنه مو د سعادت او نېکمرغۍ په لوري ګړندي ګامونه واخلي.
مېلمستون ودانۍ ته راغلو سلګونو کسانو تر بل هرڅه زيات په سوله او امن ټينګار کاوه .دوى زياتوله ، دټولو پرمختګونو او انکشافاتو لپاره امن خورا مهم دى، چې د دوى په خبره ولايتي ادارې پدې برخه کې زياتې قربانۍ ورکړي دي، خو ولس به هم دملکي او نظامي ارګانونو سره څنګ په څنګ خپلو قربانيوته دتېر په څېر ادامه ورکړي .مشرانو او ځوانانو يووار بيا ټينګه ژمنه وکړه، چې د خپلو سرونو په بيعه به چاته ددې اجازه ورنه کړي، چې دخوست ولايت موجوده امن اخلال او د خلکو ژوند د تاوتريخوالي سره مخامخ کړي.
دوى په يوه غږ وويل که هرڅوک پدې ولايت کې د امن د اخلال، ترهګريزو فعاليتونو،غله،اختطاف، انسان ځورونې، د ځمکو د غصب او قتل هڅه وکړه، په بشپړ ولسي قوت سره به يې مخه نيسي او که په مخنيوي کې يې سيمه وال پاتې راتلل، نو امنيتي او کشفي ځواکونو ته به يې په پوره جراءت سره په ګوته کړي.د دوى په خبره خوست يوازې د څو کسانو ندى، بلکې د ټولو هغو کسانو او کورنيو دى، چې د دې خاورې په لوېشت،لوېشت کې اوسي، که چېرې دغه ولايت هرڅوک له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کوي، نو درد او زيان يې ښکاره خبره ده، چې ټولو مېشتو ولسونو ته رسيږي، په همدې اساس يې ټينګ عزم کړى، چې په هر ځاى کې به ورانکاري خلک په ولسي قوت نيسي او د حکومت په لاس به يې د قانون منګولو ته سپاري.
دخوست مشرانو او کشرانو د ولايتي ادارې د ټولو هغو وروستيو اقداماتو ملاتړ وکړ، چې له مخې يې پدې ولايت کې ډاډمن امنيت تامين شوى ، خلکو ته تريوه بريده د کار زمينه مساعده شوي ، په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلي شوي، چې د سيمه والو په ژوند يې مثبت اغېز شيندلى.دوى پدې برخه کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې د ولايتي ادارې سره په هره برخه کې لازمې مرستې وکړي، ترڅو ولايتي اداره يې د بيارغونې د ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د ولسونو په ګټه په مصرف ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې په خوست ولايت کې د ښې همغږۍ، ګډ تفاهم او د مشترکو امنيتي پلانونو په پايله کې امنيتي وضعيت ډاډمن شوى او خلک يې په ټولو مذهبي او ملي مراسمو کې په پوره اطمنان سره ګډون کوي او خپلې خوشالۍ لمانځي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
د لوى اختر دويمه
لعنت دخدای دوی په هغه مشر چه چا پلوسی یی عادت وی دیوه کم مادی (۵۰۰) افغانیو دغرمی ډوډی پیسی په مقابل کی (۵۰۰) ملیونه تاوان خوستوالوته اړوی هر هغه څوک چه دخویت بی عزتی دوالی په چا پلوسی که غواړی مخ دتور او دخدایهیی ډیر ژر شرمیدلی غواړم دوه مخی شر مشان وټولو عیبونه او دشرم ډک کارونه خوستوالو ته معلوم دی حتم حساب غواړی نن ده او که سبا دتاسو دلاسه هم څه نه کیږی په خړو سترګو ورته ګوری دخوست شتمنی دپرادیو دلاسه چور شوه چه ته لنګی شوی -چا ته نمبری شوی چا ته قورمی شوی نور بیا