تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نیوزیلنډ اکلنډ اسیز ټیم ته په نهو ویکټونو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۵ د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د تیاریو په لړ کې د استرالیا او نیوزیلنډ له ټیمونو سره مسابقې کوي.
پچه د نیوزیلنډ د پلازمېنې اکلنډ کلب (اکلنډ اسیز) وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي. دوی په ۴۵ اورونو کې افغانستان ته ۲۰۲ منډې هدف وټاکه.
خو افغان لوبغاړو په ډېره اسانۍ هدف په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې یې یو لوبغاړی سوځېدلی و. په دې مسابقه کې عثمان غني سلیزه بشپړه کړه.
ده په په ۱۱۲ توپونو ۱۰۷ منډې جوړې کړې.
نوروز منګل په ۷۷ توپونو ۷۷ منډې وکړې او حشمت الله شهیدي چې د عثمان غني له سوځېدو وروسته راووت په دوو توپونو ۴ منډې وکړې. دوی دواړه تر پایه ونه سوځېدل.
د منګل او غني ښه لوبه سبب شوه چې افغانستان د اکلنډ اسیز لوبډلې ته سخته ماتې ورکړي. دوی په ګډه ۱۹۸ منډې جوړې کړې.
په بالینګ یا توپ اچونه کې دولت ځدراڼ ۳، یامین احمدزي ۲، افتاب عالم او میرویس اشرف یو – یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د راتلونکي کال نړیوال جام ته د ځان د تیارولو په خاطر په نیوزیلنډ کې ۴ مسابقې وکړي.
د افغانستان راتلونکې مسابقې به د سې شنبې او پنجشنبې په ورځو له نادرن نایټس سره وي.
افغان ټیم نیوزیلنډ ته تر تګ مخکې د استرالیا له ټیمونو سره مسابقې وکړې او ټولې یې وګټلې.