هر ځبل شوی انسان د انتقام جذبه لري، خو په کومه ټولنه کې چې کسات اخیستنه د کلتور برخه وګرځي، هلته یې لمبې لا زورورې شي. موږ ممکن هغه څوک بې غیرته وګڼو چې بدل نه اخلي.
په تېرو زمانو کې چې ټولنو د وګړي د حق د ساتنې لپاره لازمې لارې چارې نه لرلې، افرادو په خپلو حقونو باندې تېري کوونکو ته په خپل لاس جزا ورکول غوره ګڼل. دغه شی د انتقام اخیستلو په کلتور بدل شو او وروسته بیا خلکو د انتقام او عدالت تر منځ توپیر ته اهمیت ورنه کړ؛ حال دا چې بدل اخیستل او عدالت کول بېخي بېل مفهومونه دي.
د انتقام جذبه له نفسه سرچینه اخلي او عدالت د عقل تقاضا ده. انتقام د ځان د خوشحالولو لپاره وي خو عدالت د ټولنې د ډاډه کولو لپاره. عدالت د نظم له ساتنې سره مرسته کوي او انتقام د انارشي له خپرولو سره. انتقام یوه ړنده جذبه ده چې انتقام اخیستونکي ته د خپل مقصد د پوره کولو لپاره، ممکن د هر وراني کول روا وګرځوي، خو عدالت یو سترګور احساس دی چې د عملي کولو په وخت یې صرف هغه څه کیدای شي چې قانون یې اجازه ورکوي.
د انتقام جذبه زموږ یوه لویه ستونزه ده. دغه جذبه مو په سړه سینه فکر کولو ته نه پرېږدي، د پرو جنبو پاللو ته مو لمسوي؛ تخریبي فکرونه راپیدا کوي او د دې په ځای چې سبا ته مخ واړوو، په پرون کې مو ډوبوي.
هوښیار ملتونه په هغه څه پسې ګوتې نه مروړي چې نور نو په لاس نه ورځي، بلکې د هغه څه د ساتنې لپاره تدبیر کوي چې په لاس کې یې دي.
راځئ د شخصي احساساتو او ترخو خاطرو سرکشه آس ته ملونې ورواچوو، خپل وخت او وس د روښان مستقبل د لرلو لپاره ولګوو او داسې پړاو ته ځانونه ورسوو چې هلته عدالت او قانون په کمزوري او زورور، په دواړو یو شان عملي کېږي.
یادونه: دغه مقاله ګۍ مې په ۱۳۷۹ کال کې لیکلې وه او هغه وخت د ( داستانونه ) مجلې په دیارلسمه ګڼه کې خپره شوه.
د څولسیزو پېښو ټول افغانان ځورولي دي؛ څوک د یو چا په حکم ووژل شو، څوک د بل چا له وېرې مهاجر؛ ځينې یوې ډلې تحقیر کړي دي، ځینې بلې ډلې لوټلي. نتیجه دا ده چې د کابو هر افغان په زړه کې د یوې یا څو ډلو په خلاف د انتقام لمبې بلې دي.